1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نورستان: د دوو قومونو د یوې پېړۍ دښمني پای ته ورسېده

امید دیدار
۱۴۰۱ آذر ۱۷, پنجشنبه

په نورستان ولایت کې د دوو قومونو، کامدېش او کشتوز تر منځ د یوې پېړۍ دښمني تېره ورځ ختمه او په دوستۍ بدله شوه. په دغې اوږدې دښمنۍ کې له دواړو لوریو سلګونه کسان وژل شوي او مالي زیانونه یې هم لیدلي وو.

https://p.dw.com/p/4Kg6C
د نورستان مرکز پارون
د نورستان مرکز پارونانځور: DW/O. Deedar

د نورستان له پاره د طالبانو ادارې چارواکیو ویلي دي چې د کامدېش او کشتور قومونو تر منځ نیږدې سل کلنه دښمني د اوبو او ځمکې پر سر پیدا شوې وه. ویل شوي چې په دغې اوږدې شخړې او دښمنۍ کې له دواړو لوریو تر څلورو سوو پورې کسان وژل شوي دي.
د اټکل له مخې، په دغې یوې پېړۍ دښمنۍ کې دواړو خواو ته ۱۰ میلیارده افغانۍ مالي زیانونه هم اوښتي وو، چې د سې  شنبې په ورځ د ځايي طالب چارواکیو د څلورو میاشتو هڅو وروسته دواړه قومونه له دښمنۍ تېر شول او سوله یې وکړه.

د نورستان مرکز پارون
د نورستان مرکز پارونانځور: DW/O. Deedar


د نورستان ولایت یوې خبرپاڼې کې ویل شوي، د دغې اوږدې دښمنۍ وروستۍ دوه لسیزې خونړۍ وې. ویل شوي، دغې روغې، جوړې ته ټاکل شوې جرګې د دواړو قومونو د کړکېچ ټول اسناد، مدارک او سیمه کتلې ده.
دغې جرګې ته د طالبانو ادارې د سرحدونو او قبایلو چارو د وزیر مولوي نورالله نوري په ګډون طالب چارواکي هم ورغلي وو.
د کامدېش او کشتوز قومونو تر منځ د روغې جوړې جرګه  ګۍ مشر مدیر عین الله وايي، دغې جرګې خپله پرېکړه په لس ماده ایز پرېکړه لیک کې کړې چې دواړو خواو یې ټولې مادې منلي او د عملي کولو ډاډ یې ورکړی دی.

طالبان زاړه لرګي محصولوي؛ خو بیا به د ځنګلونو وهل پیل شي؟
د کامدېش قوم یو قومي مشر عبدالظاهر وايي، خوښ دي چې د یوې پېړۍ دښمني یې پای ته ورسېدله او په دې سره د مالي زیان سربېره د دوی د ځوانانو او سړیو د وینې تویېدنې مخه ونیول شوه. هغه وویل، د جرګې ټولو پرېکړو ته درناوی کوي او د عملي کولو ژمنه یې کړې ده.
د کشتوز قوم یو مشر مولوي محمد یوسف وايي، نیږدې سل کاله یې د اوبو او ځمکې پر سر جګړې او وژنې وکړې او نن خوښ دي چې دا د لسګونو کلونو اوږده دښمني یې پای ته ورسېدله.

د نورستان مرکز پارون
د نورستان مرکز پارونانځور: DW/O. Deedar


د نورستان د چارواکیو د معلوماتو تر مخه، په دې سل کلنه دښمنۍ کې شاوخوا اته سوه کورنیو د اوسېدو ځایونه، مسجدونه او د زده کړو مرکزونه سوځول شوي وو او زرګونه ځوانان له زده کړو بې برخې شوي وو.
ویل شوي چې په دې دښمنۍ کې زرګونه خلک له خپلو مېنو بې ځایه شوي، چې اوس یې هم درې سوه کورنۍ مرکز پارون کې اوسېږي.

په غزني او نورستان کې سیلابونو ۱۴ تنه وژلي دي
د ختیځ نورستان د کامدېش ولسوالۍ د خلکو د معلوماتو له مخې د کامدېش او کشتوز قومونو تر منځ د نیږدې سل کلنې دښمنۍ د پای ته رسولو هڅه په تېر جمهوریت او له هغې مخکې نظامونو کې هم شوې، خو کومه پایله یې نه وه ورکړې او وايي، له دغې شخړې سیاسي ګټنه کېدله.