1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په غزني او نورستان کې سیلابونو مرګ ژوبله اړولې

۱۴۰۱ تیر ۱۹, یکشنبه

په نورستان او غزني ولايتونو کې د سيلابونو له امله د يوې کورنۍ د پنځو غړو په ګډون څوارلس تنه مړه او يوولس تنه نور ټپيان شوي دي.

https://p.dw.com/p/4Dv9A
Afghanistan | Hochwasser in der Parwan Provinz
انځور: Haroon Sabawoon/AA/picture alliance

د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې بیا په ۱۸ ولایتونو کې د سېلابونو او سختو بادونو د پیلدیو خبرداری ورکړی دی.

د افغانستان په ځینو برخو کې سیلابونو خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

په دې وروستیو کې د نورستان او غزني ولایتونو سیمه ییز چارواکو په دغو ولایتونو کې د سیلابونو د راوتلو خبر ورکړی دی.

  باختر آژانس چې د طالبانو تر ادارې لاندې فعاليت کوي د غزني ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ د رييس مولوي حبيب الله مجاهد له خولې ليکلي دي چې تيره شپه د دغه ولايت په مرکز کې د سيلاب له امله د يوې کورنۍ پنځه تنه غړو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوی.

هغه زياته کړه، چې پر دې سربېره په دغو سېلابونو کې پنځوس کورونه ويجاړ شوي او خلکو ته ډېر مالي زيانونه اوښتي دي.

په ورته وخت کې د نورستان ولایت په "واما" ولسوالۍ کې د سېلابونو د راوتلو له امله ۹ تنه مړه او ۹ نور ټپیان شوي دي. د نورستان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، چې د سېلابونو له امله د دغه ولایت خلکو ته د ځاني زیانونو ترڅنګ درانه مالي زیانونه هم اوښتي دي. ويل کيږي چې د "کوردر" پل چې د کونړ او نورستان ولايتونه سره نښلوي، په بشپړه توګه ويجاړ شوى دى.

په همدې حال کې د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې خبرداری ورکړی چې ښایې په اتلسو ولایتونو سخت اورښتونه، سېلابونه او بادونه پیل شي .

.ورښتونو او سېلابونو په افغانستان کې لس کسان مړه کړي

 د دې رياست د اعلاميې پر بنسټ، چې نن یکشنبه (د جولای ۱۰مه) خپره شوې، اټکل شوی چې د يکشنبې او دوشنبې په ورځو کې به د بدخشان، کونړ، نورستان، لغمان، ننګرهار، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، کندهار او زابل په ولايتونو کې د سختو بارانونو له امله سیلابونه راشي.

د هوا پېژندنې ادارې ویلي، چې د دغو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د اورښت اندازه له (۱۰ تر ۳۵) ملي مترو پورې اټکل شوې ده.

د دغه رياست د اعلاميې له مخې، د بلخ، هرات، فراه، نيمروز او بادغيس ولايتونه به له دوړو سره يوځاى د قوي او لنډمهاله بادونو شاهد وي. په دغو ولایتونو کې د باد سرعت په ساعت کې له (۱۰ تر ۹۰) کیلومترو پورې اټکل شوی دی.

څه موده وړاندې د افغانستان په سوېل کې سېلابونو خلکو ته ډېر ځاني او مالي زيانونه اړولي وو. د دغو سيمو د زياترو اوسېدونکو کورونه ويجاړ شوي او زيانمن شوي خلک د عاجلو مرستو غوښتنه کوي.

 د ځينو سيمه ييزو سرچينو د معلوماتو پر بنسټ، هغه مهال په کندهار او زابل ولايتونو کې د سېلابونو له امله تر پنځوسو ډېر کسان وژل شوي او شاوخوا اويا نور ټپيان دي.

زلزله ځپلې کورنۍ تر خيمو او شنه آسمان لاندې ورځې شپې تيروي