په ننګرهار درې پر له پسې چاودنو مرګ ژوبله اړولې
۱۴۰۰ شهریور ۲۷, شنبهاعلان
له جلال آباد څخه د اسوشتید پریس خبري آژانس لیکي چې په دغه ښار کې د شنبې ورځې بریدونو مسئوليت تر اوسه کومې ډلې په غاړه نه دی اخستي، خو داعش ډله چې د طالبانو دښمنه ده، مرکزيت يې د افغانستان په ختيځ کې دی.
ياد آژانس د عيني شاهدانو له قوله ليکي چې په دغو چاودنو کې لږ تر لږه ۳ تنه وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي خو وضاحت يې نه دی ورکړی چې آيا په وژل شوو او ټپیانو کې د طالبانو چارواکي هم شامل دي او که نه.
دا په داسې حال کې ده چې په همدې ورځ په پلازمينه کابل کې هم یوه بمي چاودنه شوې چې د رپوټونو پر اساس دوه کسان په کې ټپیان شوي دي. تر اوسه روښانه نه ده چې د کابل په بمي چاودنه کې هدف څوک وو.