1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ننګرهار: د شوکاڼي کان مالکان د جلغوزو ځنګلونه پرې کوي

امید دیدار
۱۴۰۱ مهر ۵, سه‌شنبه

ننګرهار کې ولسي وګړي وايي، دغه ولایت کې د شوکاڼي کانونو کېندنو له امله د جلغوزو ځنګل وهل کېږي او دا چاره په چټکۍ سره روانه ده. طالب چارواکی هم دا خبره مني خو د ځنګلونو د پرې کېدو مخنیوي له پاره تر اوسه څه شوي دي؟

https://p.dw.com/p/4HPPR
کونړ کې د نښترو ځنګلونه
کونړ کې د نښترو ځنګلونهانځور: DW/O. Deedar

د ننګرهار ولایت اوسېدونکي او قومي مشران وايي، دغه ولایت کې د شوکاڼي کانونو کیندنې له امله ځنګلونه وهل کېږي او دا لړۍ همداسې په چټکۍ روانه ده.

د شوکاڼي کانونه د ننګرهار په شیرزاد، خوږیاڼو، پچیراګام، هسکې مېنې او ورڅېرمه سیمو کې شته، چې د طالبانو حکومت له پیل سره ترې د شوکاڼي راایستنه زیاته شوې ده.

د شیرزادو ولسوالۍ یوه قومي مشر عمر دویچه ویله ته وویل، د شوکاڼي کانونو د کیندنې له امله ډېر ځنګل وهل شوی او د شوکاڼي شرکتونه د استخراج پر مهال ځنګل پرې کوي.

هغه وویل:« زیات ځنګل یې له منځه وړی دی. کله چې دوی استخراج کوي، ونې پرې کوي، شاوخوا شل کیلومتره ځنګل یې له منځه وړی دی او ونې قطع شوي دي.»

د کونړ د جلغوزو او نښترو د وهل شوي ځنګل یوه څنډه
د کونړ د جلغوزو او نښترو د وهل شوي ځنګل یوه څنډهانځور: DW/O. Deedar

ولسي وګړي وايي، که څه هم په ننګرهار کې د په ناقانونه ډول د ځنګلونو وهل او قاچاق له پخوا روان و؛ خو د طالبانو د حکومت له پیل سره د شوکاڼي کانونو استخراج زیات شوی او کان کېندونکي د ځنګل شنې ونې به خپل سر اره کوي.

د طالبانو په حاکمیت کې هم پاکستان ته د چهار تراشو قاچاق روان دی؟

د خوږیاڼو ولسوالۍ یوه اوسېدونکي د نوم نه خپرولو په شرط دویچه ویله ته وویل، د کانونو او ځنګل وهل دواړه په خپلسري ډول روان دی او تر اوسه یې چا مخه نه ده نیولې.

نوموړي وویل:«خوږیاڼو، شیرزاد او نورو سیمو کې چې شوکاڼي کانونه استخراجېږي، نو ورسره ځنګل قطع کېږي. ونې وهل کېږي او ټول ځنګل د تخریب له ګواښ سره مخ دی.»

د خوږیاڼو ولسوالۍ دې اوسېدونکي افغانستان کې د طالبانو چارسمبالې اداره په دې برخه په ناغېړۍ تورنه کړه، چې د ځنګلونو وهنې مخنیوی یې نه دی کړی.

د ننګرهار ولایت د کرنې ریاست له پاره د طالبانو چاروکي هم مني، چې د ننګرهار په خوږیاڼو، شیرزاد، پچیراګام، هسکه مېنه او نورو سیمو کې د شوکاڼي د کانونو مالکین په خپل سر ځنګلونه پرې کوي او د شوکاڼي په کانونو کې مخکې روان دي.

د کرنې ریاست د طبیعي زیرمو آمر قاري سید اغا دویچه ویله ته وویل، ستونزه او اندېښنه یې په کراتو له مرکزي ادارې سره شریکه کړې؛ خو تر اوسه یې د ځنګل پرې کول دوام لري او دا مسئله همداسې ناحله پاتې ده.

د کونړ نښتر حکومت نه طالبانو را گرځولي

نوموړي وویل:« په دې ټولو سیمو کې دا کار کېږي. کوم ځای کې چې د شوکاڼي کانونه دي، هلته د جلغوزو ځنګلونه دي او دوی یې وهي. موږ مرکز سره شریکه کړې، چې کرنې او معادن وزارت یې حل کړي؛ خو تر اوسه یې مخنیوی نه دی شوی.»

د کونړ ځنګلونه
د کونړ ځنګلونهانځور: DW/O. Deedar

قاري سید اغا وویل، د کانونو له پاره د ځنګلونو وهل د جمهوري حکومت له مهاله روان دي او اوس د طالبانو حکومت هم نه دی توانېدلی، چې مخه یې ونیسي.

دی وايي:« پخوا به دغه سیمې ناامنه وې. شرکتونو به له وزارته قرداد واخیست؛ خو سیمې ته به هیئت نه شو تللی او دوی به ورته ویل ونې نه شته، خو هلته به دوی ځنګلونه قطع کول.»

د جمهوري حکومت پر مهال د شوکاڼي ډېر کانونه د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې وو.

نوموړی وايي، د ځنګلونو د قانون شپاړسمې مادې پر اساس، د ونو په پنځه کیلومترۍ کې هېڅوک د کیندنو حق نه لري؛ خو د شوکاڼي کان کیندونکیو دا کار په ناقانونه ډول پیل کړی دی.

د ننګرهار ولایت د شوکاڼي ټولنې مشر وهاب خوږیاڼي هم دویچه ویله ته ومنله، چې د شیرزادو ولسوالۍ او ځینو نورو سیمو کې د شوکاڼي کان کیندونکیو ځنګلونه پرې کړي؛ خو هڅه یې ده، چې دوی یې د ټولنې له ادرسه مخنیوی وکړي.

طالبان زاړه لرګي محصولوي؛ خو بیا به د ځنګلونو وهل پیل شي؟

وهاب خوږیاڼي وویل:« په شیرزادو ولسوالۍ کې دا کار شوی دی؛ خو ټولو سیمو کې نه؛ موږ کوښښ کوو، چې مخه یې ونیسو. خو دومره ډېرې نه دي وهل شوي. په اصل کې ځینې خلک د شوکاڼي کار بدنامي کوي.»

د وهاب خوږیاڼي د معلوماتو له مخې، دا مهال د ننګرهار په شپږو ولسوالیو کې د شوکاڼي کانونه موجود دي، چې په مستقیم ډول پکې شاوخوا درې زره کسان کار کوي، چې په غیرمستقیم ډول یې لسګونه زره کسانو ته کاري زمینه برابره کړې ده. دغه راز دې ولایت کې د شوکاڼي د پروسس ۴۲ فابریکې هم فعالې دي.

نوموړي وویل، د ننګرهار شوکاڼی امریکا، اروپا، چین، کوریا او جاپان ته د پاکستان له لارې صادرېږي.

د ننګرهار د چاپېریال ساتنې ادارې هم ویلي، چې دغې ولایت کې د شوکاڼي ځينې شرکتونه ځنګلونه پرې کوي او زیاته کړې یې ده، چې دا کار تر ډېره هغه شرکتونه کوي، چې د چاپېریال ساتنې ادارې جواز نه لري.

د کونړ د جلغوزو او نښترو د وهل شوي ځنګل یوه څنډه
د کونړ د جلغوزو او نښترو د وهل شوي ځنګل یوه څنډهانځور: DW/O. Deedar

د ننګرهار د چاپېریال ساتنې ریاست له پاره د طالبانو رییس فیروز محمدزی وايي:« د شوکاڼي د استخراج پروسه له تیر حکومت راهیسې پیل شوې او اوس د کانونو استخراج ځنګلو ته رسیدلی او هلته شنې وهنې وهل کیږي، چې ځنګل یې تخریب کړی په دې کې زیاتره هغه شرکتونه دي چې د معدن وزارت جواز لري خو د چاپيريال ساتنې ادارې څخه يې جواز نه دی تر لاسه کړی نو ځکه يې دغه سرغړونې کوي او د ځنګلونو قطع به زیات توان چاپیریال ته ولري.»

ورته مهال د ننګرهار د کانونو او پترولیم ریاست له پاره د طالبانو ادارې رییس مفتي عبدالحمید ویلي، چې د شوکاڼي شرکتونو له لوري د ځنګلونو پرې کول په جمهوري حکومت کې ترسره شوي او اوس پرې دوی کلک بندیز لګولی؛ خو کومو شرکتونو چې ځنګلونه پرې کړي، قانوني چلن به ورسره وکړي.

د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، ننګرهار کې پر شاوخوا ۶۵ زره هکټاره ځمکه د جلغوزو، نښترو، لمنځو، خونه، څېړیو او نورو ځنګلونه شته، چې له نیم زیات یې په ناقانانونه ډول وهل شوي دي.

نورستان؛ د افغانستان نوی ملي پارک

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل