1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو تر ۲۰۲۴م کاله د افغان ځواکونو لگښت پر غاړه واخيست

۱۳۹۷ تیر ۲۱, پنجشنبه

د ناټو د سرمشریزې په دوهمه ورځ په افغانستان کې د ناټو ماموریت هم د بحث په اجندا کې شامل و. ناټو تر ۲۰۲۴م کاله پورې د افغان امنیتي ځواکونو د مالي ملاتړ پر اعلان سربیره طالبانو ته د ولسمشر غني د سولې د وړاندیز ستاینه وکړه.

https://p.dw.com/p/31LZY
Brüssel NATO-Gipfel | Jens Stoltenberg, Generalsekretär
انځور: DW/I. Sheiko

د پنجشنبې په ورځ یعنې په بروکسل کې د ناټو د سرمشریزې په دوهمه ورځ د دې سازمان غړي هیوادونو هڅه وکړه چې د ولسمشر ترمپ د فاعي لګښتونو د غوښتنې پر موضوع سربیره پر یو لړ نورو موضوعاتو بحثونه وکړي. د انتظار برخلاف د سرمشریزې په دوهمه ورځ هم د دفاعي لګښتونو او پر یو لړ نورو موضوعاتو بحثونه وشول خو بیا هم په افغانستان کې له کلونو راهیسې د روانې جګړې پر پای ته رسولو باندې هم هر اړخیز بحثونه کړي.

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ د پنجشنبې په ورځ د غونډې تر پای ته رسیدو وروسته په یوه خبري کنفرانس کې را څرګند شو او د افغانستان د سولې د بهیر او په دې هیواد کې یې د ناټو د «پريکړنده ملاتړ» ماموریت د ملاتړ او په افغانستان کې یې د بهرنیو ځواکونو د پاتېدو په هکله څرګندونې وکړي.

ینسستولتنبرګ خبریالانو ته وویل: «نن موږ همدا راز پریکړه وکړه چې په افغانستان کې خپل حضور وساتو او شرایط ښيي چې دا مناسب دي.» نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل چې موږ په دې ناسته کې همدا راز توافق وکړ چې تر ۲۰۲۴م کاله پورې د افغان ځواکونو ملاتړ ته ادامه ورکړو.

ستولتنبرګ په دې خبري کنفرانس کې د افغانستان د هوايي ځواکونو او ځانګړو ځواکونو پراختیا ته هم اشاره وکړه. نوموړي افغان امنیتي ځواکونو د مالي ملاتړ تر اعلان وروسته وویل چې دغه څه [د افغانستان د امنیتي ځواکونو مالي ملاتړ] به د دې سبب وګرځي چې افغانستان خپلو هوايي ځواکونو ته پراختیا او ځانګړي ځواکونه لا تقویه کړي.

د ناټو د سرمشریبې په دوهمه ورځ په افغانستان کې د سولې او پخلاینې پر موضوع هم خبرې او بحثونه شوي. د ناتو عمومي سرمنشي په دې تړاو خبریالانو ته وویل: «موږ [ناټو] د ولسمشر غني د سولې له زړور وړاندیز څخه هم خپل کلک ملاتړ څرکند کړ. موږ به خپلو هغو تعهداتو ته ادامه ورکړو چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې او پخلاینې سبب وګرځي.»

د ناټو د غړو هیوادونو د پوځي مصارفاتو او د ولسمشر ترمپ د تندو انتقادونو په هکله ستولتنبرګ وویل چې د ولسمشر ترمپ خبرې د ناټو سازمان غړو هیوادونو په واضح توګه اوریدلې او ټول غړي هیوادونه متعهد دي چې خپل پوځي لګښتونه د داخلي عوایدو ۲ فیصدو ته ورسوي.

دفاعي لګښتونه او ترمپ تند انتقادونه

ستولتنبرګ په دې هکله وویل: «موږ ټول پر دې توافق ته رسیدلی یوو چې په دې اتحاد کې [امنیتي او مالي] بار پر ټولو غړو هیوادونو په مناسبه توګه نه دی ویشل شوی. موږ ټولو توافق کړی چې موږ د دفاعي بودیجي له پاره لا ډیرو پیسو، پرمختللو تجهیزاتو او د ماموریتونو او عملیاتو په برخه کې لا ډیري ونډې ته اړتیا لرو. ښه خبر دا دی چې موږ په دې برخه کې پرمختګ کړی. له لسیزو راهیسې زموږ هیوادونو له خپلو دفاعي مصارفاتو میلیاردونه کمول، خو اوس دوی بیرته میلیاردونه پیسې ور زیاتوي.»

Belgien Brüssel Pressekonferenz Donald Trump
انځور: picture-alliance/AP Photo/G. Vanden Wijngaert

د پنجشنبې په ورځ د ناټو د سرمشریزې تر پای وروسته ولسمشر ترمپ د بریا اعلان وکړ او ویې ویل چې د ناټو سازمان غړو هیوادونو په زیاته کچه د خپلو دفاعي لګښتونو د ډیرولو په برخه کې د هغه غوښتنه منلې ده. خو پر دې سربیره بیا هم دا چې دغه بریا څه ډول ده، ترمپ یې د جزئیاتو په هکله معلومات ور نه کړل.

په عین حال کې د بریتانیا لومړۍ وزیرې تیریسا میې د سرمشریزې په لومړۍ ورځ د افغانستان له پاره د ناټو د ماموریت په چوکاټ کې د اضافي سرتیرو د لیږلو په اعلان سره هڅه وکړه چې د سرمشریزې مسیر سم لوري ته برابر کړي. تیریسا مې په بروکسل کې خبریالاتو ته په دې تړاو وویل: «موږ به په افغانستان کې د ناټو د پريکړنده ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې ۴۴۰ اضافي سرتیر دغه هیواد ته ولیږو او زه فکر کوم چې دا د دې ښکارندويي کوي چې کله ناټو غوښتنه کوي، بریتانیا په لومړي سر کې لاس په اقدام پورې کوي.»

Brüssel NATO Gipfel Theresa May und Donald Trump
انځور: picture-alliance/abaca

سربیره پر دې د ناټو مشران علاقه لري څو د افغانستان له پاره د ولسمشر ترمپ د نوي سیاست او تازه تګلارې د پرمختګ په هکله معلومات ترلاسه کړي. ولسمشر ترمپ د تیرکال په اګست میاشت کې د افغانستان او جنوبي آسیا له پاره د امریکا متحدو ایالاتو نوې تګلاره معرفي کړې. د امریکا په نوې ستراتیژۍ کې د طالبانو پر اهدافو باندې د امریکايي ځواکونو د لا ډیرو هوايي بریدونو غوښتنه شوې، ترڅو پر طالبانو باندې د خبرو میز ته د راتګ په برخه کې فشار ډیر کړل شي.

په عین وخت کې ځینې امریکايي چارواکو رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې واشنګټن اوسمهال د دغې ستراتیژۍ د بیا ارزونې له پاره چمتوالی نیسي. تر دې مخکې ولسمشر ترمپ د امریکا د تر ټولو اوږدې جګړې مخالفت کړی، خو بیا وروسته د هغه سلاکارانو دغې جګړې ته د وخت ورکولو غوښتنه کړې. ولسمشر ترمپ تر دې مخکې افغانستان ته د ۳۰۰۰ امریکايي سرتیرو امر صادر کړی چې په دې ترتیب سره په جګړه ځپلي افغانستان کې یوازې د امریکايي سرتیرو مجموعي شمیر ۱۵۰۰۰ سرتیرو ته رسیږي.