1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میانمار غواړي روهينګیا مهاجر بیرته ومني

۱۳۹۶ مهر ۱۰, دوشنبه

د روهینګیا مسلمان اقليت تر نیم میلیون زیات غړي، په میانمار کې له تاوتریخوالي بنګله دیش ته تښتېدلي. د دواړو هیوادونو تر منځ تر خبرو وروسته داسې ښکاري چې د بیځایه شویو د بیا منلو په اړه یو توافق شوی وي.

https://p.dw.com/p/2l6wP
Myanmar Hindu-Familie in Rakhine
انځور: Getty Images/AFP/A. Jones

د بنګله دیش د بهرنیو چارو وزیر عبدالحسن محمود علي، په دهاکه کې د میانمار له چارواکو سره د خبرو اترو تر لومړي پړاو وروسته، اعلان کړی دی چې د دواړو هیوادونو تر منځ یوه ګډه کاري ډله جوړه شوې ده چې له بنګله دیش څخه میانمار ته د بیځایه شویو پر بيرته ستنېدو کار وکړي. هغه په دې اړه نور جزئیات ور نه کړل.

په سونو زره روهینګیا مسلمانان له هغه وروسته له میانمار څخه بنګله دیش ته وتښتیدل چې په اګست میاشت کې په دې هیواد کې تاوتریخوالي زور واخیست. په دې میاشت کې د روهنیګیا یاغیانو د امنیتي ځواکونو پر پوستو باندې برید وکړ خو پوځ یې بیا ځواب په امنیتي عملیاتو ورکړ. دواړه اړخونه یو پر بل باندې کلیو ته د اور ورته کولو تورونه لګوي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیرش، تیره اوونۍ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې وویل چې د روهینګیا مسلمان اقليت بشري او حقوقي وضعیت «یوه ويروونکي خوب» ته ورته دی. هغه روښانه کړې وه چې دغه تاوتریخوالی په ډیري چټکۍ سره د مهاجرو په یوه څپه بدل شوی دی.

ګوتیرش د پولیسو پر پوستو باندي د روهینګیا یاغیانو برید وغانده، خو روښانه یې کړه چې روان تاوتریخوالي د روهینګیا اقليت پر ضد «په قرنونو تبعیض» کې ریښه لري.

د میانیمار چارواکو اوس بهرنیو دیپلوماتانو او د ملګرو ملتونو استازو ته اجازه ورکړې ده چې د راخین ناآرامه ولایت ته سفر وکړي، خو تر اوسه د دې سفر د موندنو په اړه رپوټونه نه دي ورکړل شوي.

تیره اوونۍ یو پلان شوی سفر د خرابې هوا له کبله وځنډید. تر دې مخکې ګوتیرش ویلي وو چې د میانمار چارواکي د بهرنیو استازو له سفر سره مقاومت کوي.