1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ميرکل د «جمايکا ائتلاف» په هکله لومړنۍ څرګندونې وکړې

۱۳۹۶ مهر ۱۵, شنبه

د آلمان صدراعظمې انګلا مېرکل له زرغون او ليبرال ګوندونو سره د یوه ائتلافي حکومت د جوړولو په هکله لومړۍ رسمي څرګندونې وکړې. د احتمالي ائتلاف د تړون په هکله به بيا د مېرکل د ګوند ځانګړې کنګره فيصله کوي.

https://p.dw.com/p/2lQS7
Deutschland Dresden Deutschlandtag der Jungen Union Angela Merkel
انځور: picture-alliance/dpa/M. Skolimowska

په آلمان کي د مسيحي دیموکرات/مسیحي سوسیال اتحاد، آزاد ليبرال یا دیموکراتان او زرغون ګوند ائتلاف ته د «جمايکا ائتلاف» ويل کيږي. د هغه وروسته چي په آلمان کي د وروستيو پارلماني ټاکنو تر ټولو زياتي رايي د ميرکل مسيحي ديموکرات او اتحادي سوسيال مسيحي ګوندونو وګټلې، ميرکل بايد د ائتلاف جوړولو له پاره ګوندونو ته د خبرو وړانديز وکړي. ولي چي د ميرکل اتحاد د حکومت جوړولو له پاره ائتلاف کولو ته اړ دی. دا چي د سوسيال ديموکرات ګوند د ټاکنو څخه وروسته په سمدلاسه توګه اعلان وکړ چي د حکومتي ائتلاف د برخه ګرځېدلو له پاره هيڅ لیوالتیا نه لري، نو د ميرکل ګوند اوس یوازې د زرغون او آزاد ليبرال ګوند سره د «جمايکا ائتلاف» جوړولای سي.

ميرکل اوس پر زرغون او پر آزاد ليبرال ګوندونو ږغ کړی دی چي د ائتلافي حکومت جوړولو پر موضوع د مسيحي اتحاد سره خبري اتري وکړي. مېرکل دا خبره هم روښانه کړې ده چي د يو پياوړي حکومت جوړولو له پاره به تر سره کيدونکي دغه خبري اتري به ډيري مشکلي هم وي. مېرکل دا څرګندونې د خپل ګوند د ځوانانو کنګرې ته د وينا پر وخت وکړې. د مېرکل دغه وينا د راغلو تقربا ۱۰۰۰ ځوانو ګوندي غړو په چکچکو بدرګه سوه.

دې ته زيات انتظار کیده چي د مسيحي ديموکرات ګوند د ځوانانو کنګره به د مېرکل څه ډول هرکلی وکړي. دا په داسي حال ده کي چي د ګوند ځوانې برخې تر مخه پر مېرکل سختي نيوکي کړي وې او له هغې څخه يې وغوښتل چي د مسيحي اتحاد محافظه پال سياست دي بېرته عملي کړي. ځوانانو په ټاکنو کي د ګوند له لوري د زياتو رايو د بايللو له کبله د ځینو کسانو د ليري کولو غوښته هم مطرح کړې وه. کله چي د مسيحي ديموکرات ګوند عمومي منشي بېتر تاوبر غوښتل چي دغې کنګرې ته وينا واوروي نو حاضرينو يې پر ضد په ږغونو منفي غبرګون وښود. دا تر مخه لا تقريبا روښانه وه چي په ټاکنو کي د زياتو رايو د بايلولو وروسته به په خپل ګوند کي ميرکل صرف په چکچکو استقبال نسي.

د آلمان بايرن ايالت څخه راغلي د ګوند ځوان استازي، کله چي مېرکل حاضره سوه په سمبولیکه توګه ناست پاته سول. دغو استازو داسي شعارونه پر بنرونو ليکلي ول لکه «موږ پوه سوو، ايا ته هم پوه سوې يې که نه؟» د دې تر څنګ پر ځینو بنرونو يا لوحو دا غوښتنه هم ليکل سوې وه، چي «مهاجرت دي محدود کړل سي.» مېرکل په خپله وينا کي د دې غوښتنه وکړه چي د مهاجرو د راتګ په تړاو د حد اکثر شمیر د ټاکلو په موضوع کی بايد تفاهم رامنځ ته سي. دا په داسي حال کي ده چي د مېرکل د ګوند اتحادي سوسيال مسيحي ګوند د دې غوښتنه کوي چي بايد د مهاجرو د راتګ له پاره کلنۍ حداکثر پوله وټاکل سي.