1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ميرکل بیا د آلمان صدراعظمه وټاکله شوه

۱۳۹۶ اسفند ۲۳, چهارشنبه

د آلمان تر پارلماني ټاکنو کابو ۶ میاشتي وروسته نن د دغه هیواد پارلمان انگيلا ميرکل د څلورمي دورې له پاره صدراعظمه وټاکله. دا د آلمان د فدرالي جمهوریت په تاریخ کې لومړی ځل دی چې د حکومت جوړولو پروسه دومره زیاته اږده وه.

https://p.dw.com/p/2uIxP
Deutschland Bundestag Kanzlerwahl
انځور: Getty Images/AFP/O. Andersen

د آلمان پارلماني استازو د مسیحي دیموکرات اتحاد (CDU) مشره، انگلا ميرکل د رایو په اکثریت سره یووار بیا د  آلمان د فدرالي جمهوریت د صدراعظمې په توگه وټاکله. د پارلمان له ۶۹۲ استازو څخه ۳۶۴ هغې ته موافقه رایه ورکړه. د دې له پاره چې دغه مقام ته وټاکله شي، ميرکل ۳۵۵ رایو ته اړتیا درلوده. ۳۱۵ تنو استازو هغې ته مخالفه رایه ورکړه او د ۹ تنو نورو رائې مستنکفې وې.

د آلمان د فدرالي شورا یا بوندستگ رئیس، ولفگنگ شویبله د دغو نتایجو په اعلان سره له ميرکل څخه پوښتنه وکړه «پارلماني استازې،  آغلې ډاکتر انگلا ميرکل ایا تاسو د صدارت مقام ته دغه ټاکني منئ؟» ميرکل په ځواب کې وویل: «هو! ښاغلی رئیس! زه دغه ټاکنه منم.»

په پارلمان کې د ميرکل مسیحي  دیموکرات او د هغې متحد مسيحي سوسیال او ائتلافي ملگري سوسیال دیموکرات په ټولیزه توگه ۳۹۹ استازي لري. له هغې وروسته د آلمان ولسمشر، فرانک والتر شټاینمایر په برلین کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ «بیلیوو» کې ميرکل رسما د آلمان صدراعظمی په توگه ونوموله.

له شټاینمایر سره تر ملاقات وروسته ميرکل په پارلمان کې د دي مقام له پاره د لوړې مراسم پر ځای کړل او ويې ويل چې د خپل هیواد د خلکو د ښیگڼو او مصالحو له پاره به بې له توپیره کار وکړي: «زه لوړه کوم چې د آلمان د ولس د ښیگنې له پاره به خپل ټول توان وقف کړم، د گټو له پاره به يې هڅه وکړم او هغه ته به د تاوان رسیدو مخه ونیسم، د آلمان د فدرالي جمهوریت اساسي قانون او فدرالي قانون ساتنه او دفاع وکړم. د زړه له کومې به خپل مکلفیتونه پر ځای او د هر شخص په حق کې به عدالت عملي کړم. له خدای څخه توفیق غواړم.»

د المان د فدرالي جمهوریت په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې د حکومت جوړلو بهیر دومره اوږد شوو. وجه یې دا ده چې سوسیال دیموکرات گوند تر پارلماني ټاکنو وروسته له دې څخه ډډه وکړه چې له ميرکل سره بیا ائتلافي حکومت جوړ کړي. د ميرکل مسیحي دیموکرات او د هغې متحد مسيځي سوسیال په لومړي سر کې هڅه وکړه چې له لیبرال دیموکرات او زرغون گوندونو سره یو ائتلافي حکومت جوړ کړي، خو لیبرال دیموکرات په وروستۍ شیبه کې د ائتلاف پر سره له څیړنیزو خبرو اترو څخه ووت او اعلان یې وکړ چې هغه نه غواړي د ميرکل په مشرتوب په حکومت کې گډون وکړي. له هغې وروسته ميرکل له سوسیال دیموکرات سره یو ځل بیا د یو ستر ائتلافي حکومت د جوړولو خبرې اترې پیل کړې او هغه بالاخره بریالی شوه چې د دغه گوند ملاتړ ترلاسه کړي.

د آلمان د اقتصاد نوي وزیر، پیتر التمایر چې له دې مخکې د صدارت د چارو رئیس وو تر ايي ورکولو وروسته وویل: « دغې شیبې ته ډيرو خلکو انتظار لاره.» هغه یادونه وکړه: «د دې له پاره سړی اوس د هوسایی احساس کولای شي او دا د خوښې ځای دی.»

د سوسیال دیموکرات گوند د پارلماني استازو رئیسې، اندریا نالیس چې ميرکل ته یې د دې ټاکنې په خاطر مبارکي ورکړه د نوي ائتلاف په هکله وویل: «موږ یوه ډيره اوږده لاره ووهله او ډيري هسکې او ژورې مو ولیدلې. خو اوس مسیحي دیموکرات، مسيحي سوسيال او سوسیال دیموکرات گوندونه د راتلونکو څلور کلونو له پاره د ډيرو غورو او ښوو پروژو ژمنې کړي دي.»