1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

مود او سپورت: څلور چچنیایي ځوانان په آلمان کې

۱۳۹۸ آبان ۱۲, یکشنبه

دوی په خپل هیواد کې له جګړې تښتیدلي دي. په دوسلدورف کې د دغو څلورو چچنیایي ورونو له پاره د موډل جوړېدو بريالی سفر پیلیږي. خو دغو عقیدوي مسلمانو ورونو په دې برخه کې ځان ته سرحد ټاکلی. دوی د سپورټ په برخه کې هم مخکې دي.

https://p.dw.com/p/3SOsG
Brüder Dulatov am Anfang Ihrer Sport- und Modelkarriere
انځور: Young Guruz/Alex Gelzer

۲۴ کلن سولوبیک، ۱۹ کلن تامرلان، ۲۱ کلن اسلام او ۲۵ کلن جبرایل: دا ورونه ښایسته ښکاري او دوی له دې طریقه خپل د ژوند ضرورتونه پوره کوي. دوی له خپلو انځورونو سره د مود مجلو لومړي مخ ته ښکلا وربخښي او د ستیج پر مخ د نویو جامو نمایش وړاندې کوي.

خو دغه چچنایي مسلمان ورونه د خپل هیواد له خلکو څخه عجیب و غریبې خبرې هم اوري. د ځينو هغو په باور د سړو له پاره مناسب نه دی چې د کمرې مخې ته ځان په مختلفو حالاتو کې را څرګند کړي.

د دولاتوف کورنۍ ۱۲ کاله مخکې په خپل هیواد کې د جګړې له امله د آلمان دوسلدورف ښار ته مهاجره شوې ده. لکه چې ویل کیږي په مناسب وخت او مناسب ځای کې. دغه ورونه اوس په دوسلدورف کې ژوند کوي چې د مود د ښار په نامه هم پيژندل کیږي.

جبرایل په یوه سوپر مارکیټ کې کار کاوه او له خپل دویم معاش سره یي غوښتل چې یو قیمتي کمربند ځانته ؤپيري، په مغازې کې ورته یوه ښځه خپل کارت ورکوي او غوښتنه ترې کوي چې که غواړي موډلنګ وکړي نو دې سره دې تماس ونیسي.

بالاخره جبرایل په موډلنګ پيل کوي او دوه میاشتې وروسته د پاریس د مود په يوه تالار کې هم نمایش وړاندې کوي.

Brüder Dulatov am Anfang Ihrer Sport- und Modelkarriere -  Islam und Jabrail auf einem Sportturnier
اسلام او جبریل Islam und Jabrail د یوه ورزشي سیالۍ پر مهالانځور: Pervin Inan-Serttas

دا چې دغو ورونو له پاره د اسلامي عقیدې له مخې دیني ارزښتونه ډیر مهم وو، نو د جامې او لباسونو د مشهورې کمپنۍ «ارماني» هغه قرارداد يې رد کړ چې ده ته يې ۱۴۰۰۰۰ امریکایي ډالره ورکول. ده باید یوازې په يوه نیکر کې خپل انځورونه اخیستې وای.

جبرايل وایي: «هر هغه څه چې تر زنګنونو پورته وي په اسلام کې منع دي. زه یو عقیدوي چچنیایې یم.»

جبرایل او ورونه یي هڅه کوي چې په مهمو دیني احکاماتو عمل وکړي. اوس دغه څلور واړه ورونه د جامو د مود له مشهور کمپنۍ IMG سره قرارداد لري چې مقر یي په نیویارک کې دی.

د مود تر څنګ دغو مسلمانو ورونو رزمي سپورت ته هم مخه کړې. دویم کشری ورور یي اسلام دولتوف دوه وار د اروپا په کچه د آزادو رزمي لوبو په برخه کې اتلولي ترلاسه کړې ده.

Victor Weitz/sn/ns