مهم خبرونه په متن او انځور کې
مهم خبرونه په متن او انځور کې
طالبانو ويلي په نژدې راتلونکې کې اوربند امکان نه لري
د وسلوالو طالبانو مشر ملا هيبت الله له امريکا څخه د افغانستان د سولې په تړاو مذاکراتو کې د ريښتينولۍ غوښتونکی شو. نوموړي دغه څرګندونې په يوه اعلاميې کې چې د شنبې په ورځ د طالبانو تحريک له خوا خپره شوې، کړي دي. په اعلاميه کې دغه راز ويل شوي چې په نژدې راتلونکې کې اوربند شونی نه دی، خو امريکا سره د خبرو اترو دروازې پرانيستې دي.
د امريکا په ويرجينيا کې ډزو له لسو ډير کسان وژلي
د امريکا متحده ايالاتو په ختيځ، ویرجینیا په ساحلي ښار کې يوه وسلوال کس پر خلکو ډزې کړي چې لږ تر لږه ۱۲ کسان يې وژلي او له شپږو ډير نور يې ټپيان کړي دي. د رپوټونو له مخې، وسلوال کس د جمعې ورځې له غرمې وروسته په ځايي وخت ۴ بجې د ويرجينا بيچ ښار د ښاروالۍ ودانۍ ته ننوت او پر شاوخوا خلکو باندې يې ډزې پيل کړې. لږ وروسته هغه هم د پوليسو له خوا په ډزو وويشتل شو.
اسلامي هيوادونو ويلي دي چې بیت المقدس ته د سفارتونو ليږد يو غيرقانوني او غيرمسئولانه کار دی
د شاوخوا پنځوسو اسلامي هيوادونو مشرانو په مکه کې د ېوې غونډې پر مهال، بيت المقدس د اسرائيلو د پلازمينې په توګه په رسميت پيژندل يو غيرقانوني عمل وباله. د امريکا ولسمشر دونالد ترمپ د ۲۰۱۷م کال په پای کې بيت المقدس د اسرائيلو د پلازمينې په توګه په رسميت وپيژاند. متحده ايالات او ګواتيمالا هغه هيوادونه دي چې تر دې مخکې يې خپل سفارتونه له تل ابيب څخه بيت المقدس ته انتقال کړي دي.
د روسيې په يوه ښار کې درنې چاودنې
د روسيې دَزَرژینسک ښار، دوه زورورو چاودنو ولړځاوه. چاودنې د يوې فابريکې په انګړ کې شوي دي. په روسي رسنيو کې له دودو ډکې وريځې او د اور لمبې ليدل شوې دي. د دغو رسنيو په حواله، چاودنې د شنبې په ورځ د چاوديدونکو توکو د توليد په يوه فابريکه کې رامنځ ته شوي دي. په نورو رپوټونو کې د چاودنو ځای د مهماتو يوه کارخانه ښودل شوې ده. په پيښو کې لږ تر لږه درې کسان ټپيان شوي دي.
چين هم د ترمپ تر جنجالي تعرفو وروسته نوې ګمرکي تعرفې وضع کړې
د دغو تعرفو پر اساس به ډير ژر د امريکا د څه باندې ۶۰ ميليارډو ډالرو ارزښت وارداتو باندې د پنځو او پنځه ويشت سلنې تر منځ د ګمرکي لګښت تحويلي راشي. په دې اقدام سره د آرایشي شيانو څخه نيولې تر شرابو پورې شاوخوا ۴۵۰۰ قلمه سوداګريز مالونه اغيزمن کيږي. تر دې مخکې امريکا متحده ايالتونو د چين د ۲۰۰ ميلياردو ډالرو وارداتي توکو باندې لوړې ګمرکي تعرفې وضع کړې وې.