1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د کال تر پایه به ۳ میلیونه افغانان خپل ټاټوبي ته ستانه سي»

گل غوټۍ پوپل | فرانسوي خبري آژانس
۱۴۰۵ اردیبهشت ۳۰, چهارشنبه

د ملگرو ملتونو د اټکل له مخې به د روان کال ترپایه څه ناڅه ۳ میلیونه افغانان خپل هیواد ته ستانه سي. د ۲۰۲۶م کال په لومړیو څلورو میاشتو کې څه ناڅه ۶۰۰ زره افغانان له پاکستان او ایران څخه بیرته خپل ټاټوبي ته ستانه سوي.

https://p.dw.com/p/5E3QQ
پاکستان، کویټه: افغان کډوال د ویجاړو سوو دیوالو مخې ته لیدل کیږي
د ملگرو ملتونو د اټکل له مخې به د روان کال ترپایه څه ناڅه ۳ میلیونه افغانان له بهر څخه خپل هیواد ته ستانه سي. انځور: Haroon Janjua/DW

د سه شنبې په ورځ (۲۰۲۶ م کال د می ۱۹ مه) د ملگرو ملتونو  له خوا یوه خپور سوي رپوټ له مخې د دغو کسانو تر نیمايي اضافه ښځې او کوچنیان دي. د ۲۰۲۳م کال له سپټمبر مياشتي راهیسې ۵،۹ میلیونه افغانان، په تیره بیا له گاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان څخه خپل هیواد ته ستانه سوي دي. دغه رقم د نوموړي هیواد د نفوس۱۰ تر  ۱۲ سلنې پوري دی.

افغانان ولې له ایرانه وتلو ته زړه ښه کوي؟

د نوموړو معلوماتو له مخې د ۲۰۲۶م کال په لومړیو څلورو میاشتو کې څه ناڅه ۶۰۰ زره افغانان له پاکستان او ایران څخه ستانه سوي دي. د رپوټ په حواله په راتلونکو اتو میاشتو کې «د اټکلونو له مخې، له ایران څخه د  ۱،۷ میلیونو  او پاکستان څخه د ۱،۱ میلیونو بیرته ستنیدونکو د راتگ تمه کیږي.»

د افغانستان له پاره د ملگرو ملتو د بشري مرستو مسؤل تاج الدین اویوال، څرگنده کړه چې له هغوی څخه اکثریت یې په گاونډیو هیوادونو کې زیږیدلي او رالوی سوي دي او یا یې هم حداقل له کلونو راهیسې نور په خپل هیواد کې ژوند نه دی کړی. هغوی «له خپلو اصلي ټولنو سره یا کمزورې او یاهم هیڅ اړیکې نه لري.»

د ملگرو ملتونو سازمان او غیر دولتي سازمانونو له ایران او پاکستان سره سرحدونو کې د بیړنیو تدابیرو له پاره د ۱۰۰،۷ میلیونو امریکايي ډالرو غوښتنه کوي، ترڅو هلته د ژوند ژغورونې مرستې چمتو کړي.

د نوموړي رپوټ له مخې د بیرته ستنیدونکو د بیا یوځای کیدو د اقداماتو له پاره ۴۲۸،۵ ميلیونو ډالرو ته اړتیا سته. 

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.