1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

ملګري ملتونه: کرونا سره د مخدره موادو نړيوال بازار تود شوی

۱۳۹۹ تیر ۸, یکشنبه

ملګرو ملتونو انديښنه ښودلې چې د کرونا او اقتصادي بین المللي بحران سره، اوس د نړۍ په سطحه د مخدره موادو مصرف ډیر شوی دی. دغه سازمان وايي قاچبران د کرونا پر وخت نوې لارې پیدا کوي. طالبان هم له مخدره موادو ګټې ترلاسه کوي.

https://p.dw.com/p/3eS5g
Deutschland Protestaktion Kiffen für legalen Cannabis-Konsum in Berlin
انځور: picture-alliance/dpa/P. Zinken

د « ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرمونو پر ضد د مبارزې اداره» وايي چې د مخدره موادو د قاچاق معمولي لارو په بنديدو سره، قاچاقبرانو بديلې لارې موندلي دي.

د دغه دفتر کارپوهان د بيلګې په توګه له لاتينې امريکا څخه اروپا ته د کوکائينو قاچاق ته اشاره کوي چې اوس دغه پوډر د هوايي لارو پر ځای، پر سمندري لارو انتقاليږي.

کولمبيايي قاچاقبران

په کولمبيا کې د کروندګرو او باغدارانو کاروبار، د کرونا بحران له امله سخت زيان ليدلی او نور نشي کولای د ميوو او سبزيجاتو له بابته خپل ژوند مخته يوسي. د مخدره موادو قاچاقبرانو اوس هغوی پر دې متقاعد کړي چې د خپلو کورنيو د اعاشې برابرولو له پاره د مخدره موادو کرکيلې ته مخه کړي.

د کوکائينو د لوړې بيې نوی ريکارډ

د کرونا بحران په پيليدو سره، د کوکائينو بيه په بې سارې توګه لوړه شوې ده. د هر کيلو کوکائين په بيه کې څه باندې ۲۲۰ سلنه او د هر مصرفي واحد بيه يې تر ۴۵ سلنې پورې لوړه شوې ده.

په فرانسه کې اوس مهال د يو کيلو کوکائينو بيه له ۶۰ يورو څخه ۱۰۰ يورو ته لوړه شوې ده. قاچاقبرانو تر څلور مياشتې مخکې پورې دغه مواد د بین المللي پروازونو له لارې په ليکونو، بستو او بکسونو کې ليږدول.

Drogenfund in Kolumbien
د کرونا پر وخت د کولمبیا او وينزويلا پر سرحد د مخدره موادو سره د دوو نیول شوو کسانو څخه يو انځور: Getty Images/AFP/S. Mendoza

کولمبيايي رسنيو رپوټ ورکړی چې قاچاقبران له دغه وضعيت څخه په خپله ګټه کار اخلي او په پولو کې د لا ډير کنترول سربيره، په ګمرګي او بندري ادارو کې لږ پرسونل فعاليت کوي. هغوی اوس کوکائين په کشتيو او باروړونکو الوتکو کې د کيلو او اوبو کارټنونو او يا هم د اوړه په مخلوط کې پټوي.

له دې سربيره قاچاقبران، کوکائين له القلي افیدرين سره چې يوه تحريک کوونکې کیمياوي ماده ده هم ګډوي. دغه ترکيبي ماده ډير ټيټ کيفيت، خو ډيره لوړه بيه لري. په دې ترتيب په مصرف کونکو کې يې د روغتيايي زيانونو کچه هم لوړيږي.

افغانستان

د نړۍ په نورو سيمو کې هم داسې ډلې شته چې د کرونا له بحران څخه ګټه پورته کوي، لکه په افغانستان کې طالبان. دوی هم د کولمبيا د مخدره موادو قاچاقبرانو په څير، د کرونا بحران پر وخت له بيوزله خلکو سره د مرسته کونکو په توګه عمل کوي.

ملګري ملتونو رپوټ ورکوي چې د کرونا بحران له وجې په افغانستان کې ډیرو خلکو خپل کارونه له لاسه ورکړي او اوس هغوی د طالبانو تر کنترول لاندې سيمو کې خلکو د خشخاشو کرکيلې ته مخه کړې ده.

د ملګرو ملتونو سازمان د رپوټ په حواله، د مخدره موادو د قاچاق په مهمو لارو کې د کرونا بحران پر وخت هم کوم بدلون نه دی راغلی. له افغانستان څخه مخدره مواد د ایران او ترکيې له لارې بالکان سيمې ته قاچاق کيږي او بیا له هغه ځایه مرکزي اروپا ته رسول کيږي.

Afghanistan Jalalabad - Opiumfeld
په ۲۰۱۹م کال کې که څه افغانستان کې د مخکې کلونو په پرتله د خشخاشو لږ کرکيله شوې وه خو حاصل يې د پخوا په اندازه ووانځور: Imago Images/ZUMA Press/

په افغانستان کې د مخدره موادو د تولید کچه

د ملګرو ملتونو سازمان په رپوټ کې زياته شوې، سربيره پر دې چې د ۲۰۱۸م کال په پرتله په ۲۰۱۹م کال کې د خشخاشو کښت څه باندې يو په دريمه لږ وو، يعنې شاوخوا سل زره هکتاره ځمکه کې نه وو کرل شوي، خو د خشخاشو توليد يا حاصلات ډير دي. دغه ډيروالی د ۲۰۱۸م کال په پرتله په ۲۰۱۹م کال کې شاوخوا ۶۴۰۰ ټنه ډير وو. په دې معنی که کرکيله کمه شوې، د توليد مقدار يې په خپل ځای پاتې دی. ملګري ملتونه يې د ډيروالي دليل وچ کالي بولي چې د مخکې کلونو په پرتله په ۲۰۱۹م کال کې لږ وه.

د نړۍ د افیونو تر ټولو لويه برخه د افغانستان څخه صادر کيږي. د دغو صادراتو ميزان په تيرو پنځو کلونو کې شاوخوا ۸۴ سلنه وو.

په افغانستان کې د مخدره موادو له  کرکيلې او د هغو له تجارت څخه يو هم وسلوالې ډلې ګټه پورته کوي. په ځانګړې توګه د افغانستان په سويلي برخو کې چې ډيرې سیمې يې د طالبانو تر کنترول لاندې دي. دغه امر د دې لامل شوی چې د افغانستان حکومت د مخدره موادو پر وړاندې مبارزه کې له ستونزو سره مخ وي.

اولیفر پیپر / ح.م، ص.ا/م.ک.ص./م.ق.ن.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: