1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

م. م: په ۲۰۱۹م کال کې له ۱۰ زرو ډیر ملکي تلفات ثبت شوي

۱۳۹۸ اسفند ۳, شنبه

په داسې حال کې چې افغانستان د تاوتریخوالي د کمښت د اونۍ د پیل په شیبو کې دی، ملګر ملتونو ویلي چې په په ۲۰۱۹م کال کې د جګړو له کبله له ۱۰ زرو ډیرو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې. دغه سازمان د جګړې د بندښت غوښتنه هم کړې.

https://p.dw.com/p/3YB3S
Afghanistan Explosion in Kabul
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د فبروري میاشتې په ۲۲مه نیټه) په داسې حال کې چې افغانستان د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي د کمښت په لومړیو شیبو کې دی، ملګرو ملتونو ویلي چې په تیر ۲۰۱۹م کال کې د افغانستان په جګړه کې له ۱۰ زرو ډیرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي نمایندګۍ یا یوناما د شمیرو له مخې په ۲۰۱۹م کال کې د جګړو له امله ۳۴۰۴ تنه ملکیان وژل شوي او ۶۹۸۹ تنه نور بیا ټپیان شوي دي. په داسې حال کې چې د ۲۰۱۹م کال د تلفاتو شمیرې د ۲۰۱۸م کال په پرتله ۵ سلنه کمښت ښيي، خو بیا هم دا په دوامداره توګه شپږم کال دی چې په افغانستان کې د جګړو له کبله له ۱۰ زرو ډیرو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوړي.

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د سیاسي نمایندګۍ یا یوناما مشر تادامیچي یاماماتو، وویل: «د روان تاوتریخوالي له کبله نیږدې هیڅ افغان ملکي په یوه نه یوه بڼه خوندي نه دی پاتې شوی. د ټولو اړخونو له پاره دا په بشپړه توګه ضروري ده چې له دې فرصت څخه ګټه پورته کړي او له جګړې لاس واخلي، ځکه چې د اوږدې مودې راهیسې سوله وجود نه لري؛ د ملکیانو ژوند باید خوندي شي او د سولې له پاره هڅې روانې دي.»

د ملګرو ملتونو په حواله، په ملکي تلفاتو کې پنځه سلنه کمښت د افغانستان په شرقي برخو کې د داعش د فعالیتونو د کمښت له کبله رامنځ ته شوی دی. افغان حکومت د تیر میلادي کال په وروستیو کې د هیواد په شرقي سیمو کې د داعش ډلې د بشپړې ماتې اعلان وکړ.

د شنبې په ورځ په ټول افغانستان کې د جګړو د ښکیلو اړخونو له لوري د تاوتریخوالي د کمښت اونۍ پیل شوې ده. طالبانو، امریکا متحده ایالاتو او افغان ځواکونو پریکړه کړې چې د اوو ورځو له پاره به په تاوتریخوالي کې کمښت راولي. ټاکل شوې چې تر دغې دورې وروسته به د فبروري میاشتې په ۲۹مه نیټه د امریکا او طالبانو ترمنځ یو تړون هم لاسلیک شي چې ښايي په افغانستان کې د جګړې د پای له پاره یو ښه پیل وي.

AFP/KH/NS