ملګري ملتونه: په سوډان کې پر جنازې برید کې ۴۰ کسان وژل شوي
۱۴۰۴ آبان ۱۴, چهارشنبه
د ملګرو ملتونو سازمان د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) ویلي دي چې د سوډان د شمالي ولایت کردفان په مهم ښار الابیض کې د جنازې پر مراسمو برید کې ۴۰ کسان وژل شوي دي.
په اعلامیه کې نه دي ویل شوي چې دغه برید کله شوی او یا کومې ډلې پکې لاس درلود، خو په دې وروستیو ورځو کې د (RSF) یا چټک ملاتړ ځواکونو پر دې ښار د حملې کولو له پاره امادګي نیوله، په داسې حال کې چې د سوډان پوځ د دفاع کولو له پاره را ټولیدل.
د ملګرو ملتونو سازمان د بشري چارو د همغږۍ دفتر ویلي دي چې په کردفان ایالت کې امنیتي وضعیت په دوامداره توګه مخ پر خرابیدو دی. د کردفان په یو شمیر سیمو کې د قحطۍ یا لوږې وضعیت حاکم دی.
د مانیټرنګ ګروپ انټیګریټډ فوډ سکیورټي فیز کلاسیفیکیشن (IPC) نوښت چې په نړۍ کې د لوږې وضعیت څاري د سوډان په دوو جګړه ځپلو سیمو کې د قحطۍ وضعیت رامنځته کیدو له کبله خبرداری ورکړی و.
په دې کې د دارفور ایالت مهم ښار الفاشر او د سویلي کردفان کدو ګلي ښارونه شامل دي. همدارنګه زیاته شوې ده چې د دغو دوو ایالتونو ۲۰ نور کلي د شدیدې لوږې له خطر سره مخامخ دي.
سوډان د ۲۰۲۳م کال له اپریل مياشتي راهیسې د دغه هیواد د پوځ او چټک ملاتړ ځواکونو (RSF) ترمنځ د واک پر سر جګړې له امله ویشل شوی. د ملګرو ملتونو سازمان د شمیرو له مخې په دې کورنۍ جګړه کې تر اوسه پوري تر ۴۰ زرو ډیرو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، خو د مرستندویه سازمانونو په حواله د تلفاتو شمیر تر دې څو برابره لوړ دی.