یو شمیر هیوادونو په سوډان کې وژنې غندلي دي
۱۴۰۴ آبان ۱۱, یکشنبه
د نړیوالې ټولنې غړو له دې ډلې المان، بریتانیې او اردون خبرداری ورکړی دی چې په سوډان کې جګړې ته په کافي اندازه توجه نه ده شوې، په داسې حال کې چې د سوډان په دارفور کې د الفاشر ښار له سقوط وروسته لسګونه زره کسان اوس هم له خطر سره مخامخ دي.
د ملګرو ملتونو سازمان د رپوټ پر بنسټ د اکتوبر په ۲۶ نیټه د RSF یا «چټک ملاتړ ځواکونو» ملیشه و له خوا د الفاشر ښار تر نیول کیدو وروسته تر ۶۵ زرو ډیر خلک له دې ښار څخه تښتیدلي دي، خو په دغه ښار کې دننه ډیر شمیر نور اوس هم له خطر سره مخامخ دي.
د المان د بهرنیو چارو وزیر یوهان وادفول، د شنبې په ورځ په بحرین کې د ماناما د غونډې په ترڅ کې وویل: «په سوډان کې وضعیت په بشپړ ډول د قیامت په څیر دی.»
له ۲۰۲۳م کال راهیسې د سوډان د پوځ او د چټک ملاتړ ځواکونو د ملیشه و ترمنځ چې پخوا د پوځ متحد ول، جګړه روانه ده. متحده عربي امارات سوډان ته په وسلو استولو او د نورو ډول ملاتړ تورن دی چې د کړکیچ له زیاتیدو سره یې مرسته کړې ده.
په سوډان کې وضعیت څنګه دی؟
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي دي چې د تیرې اونۍ په پای کې ۴۶۰ کسان په یوه روغتون کې د چټک ملاتړ ځواکونو له خوا وژل شوي دي. دا خبر په داسې یوه وخت کې خپریږي چې د دارفور په شمال کې د توکمیزو وژنو رپوټونه اوریدل کیږي.
د روغتیا نړیوال سازمان د چهارشنبې په ورځ په الفاشر ښار کې د سعودي د روغتون د زیږون په څانګه کې د سلګونو کسانو وژنه وغندله.
د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس آدهانوم، په یوه اعلامیه کې ویلي: «د روغتیا نړیوال سازمان په الفاشر کې د سعودي روغتون د زیږون په څانګه کې د ۴۶۰ ناروغانو او د هغوي د پايوازانو د وژل کیدو خواشینونکو رپوټونو له کبله په شدید ډول شوکه او خواشینی شوی دی.»
نوموړي زیاته کړې ده: «پر روغتیایي مرکزونو باید ټول بریدونه په سمدستي ډول او بې له قید او شرط څخه بند شي. د نړیوال بشردوستانه قوانینو په اساس باید د ناروغانو، روغتیایي کارکوونکو او صحي مرکزونو ساتنه وشي.»
دغه غبرګون وروسته له هغې ښودل شوی چې د سوډان په الفاشر ښار کې د سعودي په روغتون کې د ۴۶۰ ناروغانو او د هغوي د پايوازانو د بې رحمانه وژنې په اړه رپوټونه خپاره شول.
د سوډان د ډاکترانو ټولنې د یوې اعلامیې په ترڅ کې ویلي دي: «د چټک غبرګون ځواکونو په ډیره سړه سینه هر څوک چې د سعودي په روغتون کې پيدا کول، که هغه ناروغان ول او که پايوازان یې او یا نور څوک، هغوی یې وژل.»
د سره صلیب نړیوالې کمیټې هم ویلي دي چې دغه کمیټه د الفاشر پر خلکو د شوي وحشتناکه جرمونو او شدید رنځ له کبله ډیره خواشینې او انديښمنه ده.