1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګري ملتونه د افغانستان په اړه غونډه کوي

۱۴۰۰ بهمن ۵, سه‌شنبه

يوناما ويلي دي چي د چهارشنبې په ورځ به د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کي د افغانستان پر روان وضعيت بحث وشي.

https://p.dw.com/p/463vj
USA | UN-Sicherheitsrat zu Äthiopien
انځور: Loey Felipe/UN Photo/Xinhua/picture alliance

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یا یوناما نن سې شنبه (د ۲۰۲۲م کال د جنورۍ ۲۵مه) په ویناپاڼه کې ویلي دي چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش، د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبرا لاینز او د ناروې د بهرنیو چارو وزیره انیکین هویتفیلت به هم د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډې ته مالومات ورکړي.

دا غونډه داسې مهال رابلل کیږي چې د افغانستان په تړاو د ناروې پلازمینې اوسلو کې درې ورځنۍ غونډه پای ته رسېدلې.

طالب چارواکو د دې غونډې پایلې د افغانستان په ګټه بللي دي.

ویل کیږي چي طالبان هڅه کوي چې نړېواله ټولنه یې حکومت په رسمیت ومني، خو د ملګرو ملتونو سرمنشي په خپله وروستۍ بیانیه کې ویلي چې د طالبان په رسمیت منل په بشپړ ډول د ښځو او نجونو حقونو ته په درناوي پورې تړاو لري.