1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګرو ملتونو پر ایران د ځوانانو د اعدام له کبله نیوکه کړې

۱۳۹۸ آبان ۲, پنجشنبه

په ایران کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څار کارپوه پر دې هیواد باندې د تنکیو ځوانانو پر ضد د اعدام سزا کارولو له کبله نیوکه کړې. یوازې په همدې کال کې تر ۱۸ کلونو لږ عمر لرونکي دوه تنه په ایران کې اعدام شوي.

https://p.dw.com/p/3RqSQ
Iran Todesstrafe
انځور: picture-alliance/dpa/W. Steinberg

په ایران کې د ۲۰۱۹م کال تر جولای میاشتې پورې ۱۷۳ تنه اعدام شوي دي چې په ډله کې یې دوه ۱۷ کلن کسان هم شامل دي. د ملګرو ملتونو یوه کارپوه د چهارشنبې په ورځ وویل چې په ۲۰۱۸م کال کې د اوو داسې قضیو په اړه رپوټونه ورکړل شوي وو چې په ترڅ کې یې تر ۱۸ کلونو د کم عمر لروونکي کسان اعدام شوي وو.

د ملګرو ملتونو ځانګړي رپوټ چمتو کوونکي جاوید رحمان، دې سازمان ته ویلي دي چې اټکل کیږي چې همدا اوس هم په ایران کې ۱۸ داسې کسان د اعدام له سزا سره مخامخ دي چې عمر یې له ۱۸ کلونو کم دی.

رحمان چې په ایران کې د بشري حقونو د څارنې دنده پر غاړه لري، د دې سازمان غونډې ته وویل چې د ملګرو ملتونو سازمان په قاطع توګه د تر ۱۸ کلونو کم عمر لرونکو کسانو د اعدام مخالف دی. هغه ویلي دي چې ایران باید دغه کار ختم کړي.

مخ پر خرابیدو اقتصاد پر اقلیتونو اغیز کوي

د ملګرو ملتونو دغه کارپوه همداراز وویل چې د بندیزونو له کبله په ایران کې مخ په خرابیدو اقتصادي وضعیت، په ځانګړې توګه اقلیتونه اغیزمنوي.

په ایران کې مذهبي او قومي اقلیتونه د هغو کسانو چې د امنیتي دلایلو له کبله له اعدام سره مخامخ دي، یو متناسبه برخه ده. د ملګرو ملتونو کارپوه زیاته کړې ده چې پر دې سربیره په ایران کې د سیاسي بندیانو یوه متناسبه برخه هم له همدې اقلیتونو جوړه ده.

دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۱۳م کال کې په قانون کې داسې بدلونونه راغلل چې له مخې یې د ماشومانو د اعدامولو شرایط لا پسې سخت شول.

رحمان دا هم ویلي دي چې د ایراني چارواکو او د بشري حقونو له پاره د ملګرو ملتونو د لوړې کمیسیاري تر منځ د ایران د عدلې بهیر او ماشومانو د اعدام په اړه بحثونو له کبله خوشبینه دی.

ایا په ایران کې د نورو هیوادونو په پرتله اعدامونه ډیر دي؟

رحمان وویل چې ایران د نړۍ یو له هغو هیوادونو څخه دی چې پکې ډیر زیات اعدامونه ترسره کیږي. دا په داسې حال کې ده چې په دې هیواد کې په ۲۰۱۸م کال کې د ۲۰۱۷م کال په پرتله کم اعدامونه ترسره شوي وو.

تیر کال په ایران کې ۲۵۳ تنه خو تر هغه په مخکې کال کې بیا ۵۰۷ تنه اعدام شوي وو.

د اعدامونو د کچې د لویدو یو لامل د ایران د مخدره موادو پر ضد قانون کې بدلون دی.

د بخښنې نړیوال سازمان په حواله، چین اوس هم د نړۍ تر بل هر هیواد ډیر کسان اعداموي. که څه هم چین د ترسره کیدونکو اعدامونو شمیرې نه خپروي، خو د بشري حقونو سازمانونه وایي چې هرکال په دې هیواد کې په زرهاو تنه اعدامیږي.

ایران په ۲۰۱۸م کال کې په دویم مقام کې وو. تر هغه وروسته بیا سعودي عربستان راځي چې په دې هیواد کې هم هرکال پر ډیرو کسانو باندې تر ټولو سخته سزا عملي کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې په نړیواله کچه بیا د اعدامونو د پیښو شمیر مخ پر کمیدو دی. په ۲۰۱۸م کال کې د ۲۰۱۷م کال په پرتله ۳۱ سنله لږ کسان اعدام شوي وو.

(ms/nz (dpa, AP