1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګرو ملتونو طالبانو ته شرط ايښی دی

۱۴۰۲ فروردین ۳۰, چهارشنبه

ملګري ملتونه وايي که طالبان ېې دې ته قانع نه شول کړای چې ښځو ته په مرستندويه سازمانونو کې د کار اجازه ورکړي، نو آماده دي چې په می مياشت کې له افغانستانه د وتلو «زړه بوږنوونکی» تصمیم ونیسي.

https://p.dw.com/p/4QHZq
د ملګرو ملتونو سازمان د پراختيايي پروګرام (یو ان ډي پي) مشر، آخیم شتاينر
د ملګرو ملتونو سازمان د پراختيايي پروګرام (یو ان ډي پي) مشر، آخیم شتاينرانځور: Aref Karimi/AFP/Getty Images

طالبانو په وروستیو کې د ملګرو ملتونو په ادارو کې د افغان ښځینه کارکوونکو پر کار بندیز لګولی دی. د ملګرو ملتونو سازمان د پراختيايي پروګرام مشر، آخیم شتاينر، اسوشتید پریس ته وويل چې د دغه سازمان چارواکي له طالب مشرانو سره پر مذاکراتو بوخت دي او دې ته هېله مند دي چې وشي کړای په روانه میاشت کې له هغوی څخه د ملګرو ملتونو په موسساتو کې افغان ښځينه کارکوونکو ته د کار کولو اجازه بېرته په لاس راوړي.

شتاينر وويل: «دا عادلانه ده چې ووايو چې په حاضر وخت کې موږ په کوم وضعیت کې یو، د ملګرو ملتونو ټول سیستم باید يو ګام شاته واخلي او هلته (په افغانستان کې) د خپلو فعالیتونو له پاره پر خپلو وړتیاوې له سره غور وکړي.»

شتاینر زیاته کړه: «خو دا د بشري حقونو په برخه کې اساسي مذاکرات نه دي.»

ورته نور ولولئ: د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د سختې قحطۍ له خطر څخه خبرداری ورکړی

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) د سه شنبې په ورځ د اپریل ۱۸مه وویل چې دغه سازمان «په افغانستان کې د پاته کېدو او د افغانستان خلکو ته د خدمت کولو په برخه کې خپله اوږدمهاله ژمنه یو ځل بیا تائيدوي.»

د ملګرو ملتونو سازمان دغه چارواکي وويل چې طالبانو افغان میرمنو ته اجازه ورکړي تر څو په ځينو کاري برخو کې ښکیلې شي. په دې برخه کې خوشبنۍ يو څرک دا دی چې طالبانو روغتيا، تعلیم او په ځینو وړو سوداګریزو برخو کې د یو لړ مشخصو شرایطو له مخې افغان ښځو د کار اجازه ورکوي.

طالبانو په ۲۰۲۱م کال پر افغانستان له بيا واکمنېدو راهیسې پر ښځو د کار، تعلیم او ټولنیزو آزادیو په برخه کې یو لړ محدودیتونه وضع کړي دي
طالبانو په ۲۰۲۱م کال پر افغانستان له بيا واکمنېدو راهیسې پر ښځو د کار، تعلیم او ټولنیزو آزادیو په برخه کې یو لړ محدودیتونه وضع کړي ديانځور: Getty Images

ورته نور ولولئ: م.م: که پر افغانستان مرستې لږ شي اقتصادي وضعيت به لا خراب شي

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د سه شنبې په ورځ خپور شوی رپوټ ښيي چې افغانستان له ډیر بد اقتصادي وضعیت سره مخ دی او یاد سازمان وايي چې په داسې یو وخت کې دغه هیواد لا ډيرو ښځينه کارکوونکو اړتیا لري.

شتاینر زیاته کړه چې د افغانستان د ناوړه اقتصادي وضعیت ځينې لاملونه د طالبانو سیاستونه دي چې له هغې جملې څخه له کار څخه د اکثرو ښځو منع کول دي.

نوموړي چې دغه خبرې ېې په یوه مرکه کې کړې، ويلي دي چې په افغانستان کې د اقتصادي ستونزو موجودیت په دې معنی ده چې دغه هیواد لا ډیرو مرستو ته اړتیا لري، خو ملګرو ملتونو تصمیم نیولی دی چې په مذاکراتو کې د بشري حقونو موضوع په نظر کې نه نيول ښيي چې افغانستان ناهيلی دی «او زه فکر کوم چې له زړه ماتېدو پرته بله لار شتون نه لري.»

ورته نور ولولئ: طالبان: ملګري ملتونه باید زموږ د پرېکړو درناوی وکړي

آخیم شتاینر زیاته کړه: «که زه داسې تصور وکړم چې نن نور د ملګرو ملتونو کورنۍ په افغانستان کې موجوده نه وي، نو زما سترګو ته به په میلیونو هغه افغان نجونې، هلکان، پلرونو او مېندې ودريږي چې حتی د خوړو له پاره په کافي اندازه خواړه نه لري.»

که څه هم طالبانو له امريکا متحده ایالاتو سره د سولې مذاکراتو پر وخت ژمنه کړې وه چې دوی په خپل سیاست کې د خپلې لومړۍ دورې په پرتله نرمښت راوستلی، خو په ۲۰۲۱م کال کې پر افغانستان د بیا واکمنېدو وروسته ېې پر خپلو دغو کړو ژمنو عمل نه دی کړی. طالبانو په دغې موده کې نجونو باندې له شپږم ټولګې پورته ښوونځي بند کړي او په پوهنتون ته د تلو اجازه هم نه ورکوي. دغه راز ډيرې ښځې چې په دولتي ادارو کې ېې دندې درولودې په کور کېنول شوي دي.

 (AP)mks/nz

زموږ له آرشیف څخه دغه انځوریز البوم هم کتلی شئ.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل