1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګرو ملتونو د طالبانو له خوا د ښځو «سيستماتيکه ځورنه» غندلې

۱۴۰۱ خرداد ۲۶, پنجشنبه

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا مشرې پر افغان ښځو او نجونو د طالبانو په سيستم کي د »بنيادي شوي سيستماتيکي ځورني« غندنه کړې او خبرداری یې ورکړ چې د ښځو حالت بحراني دی.

https://p.dw.com/p/4Clq0
Hochkommissarin für Menschenrechte Michelle Bachelet
انځور: Martial Trezzini/KEYSTONE/dpa/picture alliance

ميشل باشلې په ژنيو کې د دغه سازمان د بشري حقونو شورا ته ويلي دي چې له هغه وخته چي طالبان بیا واک ته رسېدلي دي، افغانان «هلته د يوه نسل تياره شيبې تجربه کوي.» نوموړې په ځانګړي توګه د «جنسيتي نابرابرۍ د مصيبت» غندنه وکړه.

هغې وويل چې پر دې ژمنې سربیره هم چې طالبان به دا ځل له هغه ډول سخت دريځۍ څخه کار نه اخلي لکه د دوی په لومړۍ دوره کې چې د ۱۹۹۶م کال څخه تر ۲۰۰۱م کال پورې تجربه شوې وه، يو شمیر محدوديتونه لګول شوي دي. په لسونو زره نجونې ښوونځي ته او دولتي کارکوونکې خپلو دندو ته د ستنېدو اجازه نه لري.

تېره مياشت د طالبانو مشر هيبت الله اخوندزاده ويلي ول چې ښځې بايد په عمومي توګه پر کور پاته شي. دوی ته همدا راز د بشپړ حجاب او مخ  پټولو سپارښتنه هم شوې ده.

باشلې چې په مارچ میاشت کې یې افغانستان ته سفر کړی وو، ویې ويل چې افغان ښځو «پر د نه تصور وړ ننګونو» سربيره هم د خپلو حقونو له پاره مبارزې ته دوام ورکړی دی. خو نوموړې زياته کړه: «د هغوی حالت بحراني دی.»

خو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کميسارې پر دې څرګندونو سربیره هم يو شمير افغان فعالانې له  نړیوالې ټولنې څخه ګيله لري. هغوی شکايت کوی چې نړيوالې ټولنې پر طالبانو د فشار اچولو له پاره کافي ګامونه نه دي پورته کړي څو هغوی میرمنو د هغوی د بنسټیزو حقونو ورکړې ته واداره شي. 
د ښځو يوه فعاله وږمه توخي په دې اړه وایي: «نړيوال بايد قاطع ګامونه پورته کړي، يوازې په اعلامیو او تشو خبرو کار نه کیږي. پر طالبانو باید د مثال په توګه د سفر بندیزونه ولګول شي او اجازه ور نه کړل شي چې له نړۍ سره ديپلوماتيکي اړيکي او ناسته پاسته ولري. په داسې حال کې چې هغوی [طالبان] د افغانستان له نيمايي نفوس سره له تاوتريخوالي کار اخلي .»


نوموړې همدا راز وايي چې که افغان نارينه يعني د دغو ښځو پلرونه، مړونه او ورونه د دوی ترڅنګ ودريږي نو دا به یې روحيه پياوړي کړي. هغې زياته کړې: «افغان مبارزو ښځو واک ته د طالبانو تر رسيدو وروسته په لومړۍ اوونۍ کې سړکونو ته په راوتلو سره ثابته کړه چې هغوی اوس چپ نه پاتيږي. خو متاسفانه ونه ليدل شول چې د کورنۍ نارينه د دوی ترڅنګ دريدلي ول او يا نور افغان، څو د دغه مشکل په حلولو کې يو څه مرسته وشي.» 

 

م.م: طالبان باید پر ښځو لګول شوي محدوديتونه لغوه کړي

د ملگرو ملتونو د بشري حقونو کمیسارې په خپلو خبرو کې وويل: «زه بايد واضح ووايم: موږ نن سبا په افغانستان کې د بنيادي شوې سيستماتيکې ځورنې شاهدان يوو.»

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دې کميسارې ټينګار وکړ چې پر ښځو لګول شوي وروستي محدوديتونه «د هغوی د ژوند ټول اړخونه يعني روغتيايي خدماتو، ژوند او بشري مرستو ته د هغوی او د هغوی د ماشومانو لاس رسی په منفي توګه اغیزمنوي.»

نوموړې پر دې سربیره په هيواد کې د بشري او اقتصادي بحران يادونه هم وکړه او ویې ويل چې د کابو ۹۳ سلنه کورنيو خواړه تضمين نه دي. باشلې همدا راز دې ته هم اشاره وکړه چې افغان ښځو ته د خبرو د فرصت نه ورکولو پرته به افغانستان د چيلينجونو اوږد ليست ته رسيدګي و نه کړای شي.

نوموړې ټینګار وکړ: «له بحرانونو څخه د افغانستان د خلکو د راوتلو لاره د يو څو کسانو په هڅو نه شي هواريدلای.» هغې زياته کړه: «د سولې پر لور د افغان ټولنې د حرکت له پاره اړینه ده چې ټولو افغانانو ته په پاليسۍ جوړونې او د تصميم نیونې په پروسو کې ونډه ورکړل شي. په دې کې د ښځو او نجونو غږ اروېدل هم شامل دي.»

ب. ص/ ن. ز (AFP)

زموږ له آرشيف څخه: