1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګرو ملتونو د دوحې د دريمې غونډې نېټه مشخصه کړه

حسین سیرت
۱۴۰۳ خرداد ۲, چهارشنبه

ملګرو ملتونو اعلان کړی دی چې د دوحې دريمه غونډه به د جون میاشتې پر ۳۰ او جولای پر لومړۍ نېټه جوړه شي. په دې غونډه کې به د افغانستان له پاره د هيوادونو ځانګړي استازي له طالبانو د تعامل پر څرنګوالي بحث وکړي.

https://p.dw.com/p/4g9eX
د م.م. د عمومي منشي د سياسي چارو او سولې د برخې مرستیاله روزماري ديکارلو
د م.م. د عمومي منشي د سياسي چارو او سولې د برخې مرستیاله روزماري ديکارلوانځور: Jens Krick/Flashpic/picture alliance

ملګري ملتونه هڅه کوي چې په دوحه کې د هيوادونو د ځانګړو استازو په دريم پړاو غونډه کې د طالبانو استازي هم ګډون ولري. دوې مخکنۍ غونډې د طالبانو له حضور پرته ترسره شوې وې.

د ملګرو ملتونو له خوا په جاري کړل شوې اعلامیه کې راغلي دي چې د سياسي چارو او سولې په برخه کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوتېرش، مرستيالې روزماري دیکارلو، د می له ۱۸ څخه تر ۲۱مې نیټې پورې افغانستان ته سفر کړی دی او له طالب چارواکو سره یې خبرې کړې دي.

په اعلاميه کې روښانه شوې ده چې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې په کابل کې له میشتو ديپلوماتانو او مدني ټولنې له غړيو سره هم ليده کاته کړي او په دوحه کې د افغانستان په تړاو ځانګړې غونډه د دې ليدنو کتنو اصلي موضوع وه.

په اعلاميه کې راغلي دي چې د ګوتېرش، مرستيالې «د ملګرو ملتونو د عمومي منشي بلنليک د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي، ته سپارلی دی څو د دوحې په راتلونکې غونډه کې چې د افغانستان په چارو کې د هېوادونو ځانګړي استازي ګډون کوي، حضور ولري.»

تر اوسه طالبانو په دې اړه اعلان نه دی کړی چې آيا په دې غونډه کې ګډون کوي او که نه.

طالبانو د دوحې په دويمه غونډه کې چې د ۲۰۲۴م کال د فيبرورۍ مياشتي پر ۱۸ او ۱۹ مه نېټه جوړ شوې وه، د مخکنيو شرطونو د نه منل کيدو په دليل له ګډون څخه ډډه کړې وه. دوی غوښتل چې پلاوی یې «د ټول افغانستان د يوازني استازي» په توګه په دې غونډه کې ګډون وکړي، خو ملګرو ملتونو یې دا شرط نه وو منلی. په پام کې وه چې د دوحې په دويمه غونډه کې د افغانستان له پاره د يوه ځانګړي استازي د ټاکل کیدو پر سر توافق وشي.

ملګرو ملتونو په خپله اعلاميه کې ويلي دي: «د دې ناستې هدف دا دی چې له افغانستان سره نړيوال تعامل ته په منسجم، همغږي او منظم شکل وده ورکړل شي.»

د اعلامیې په حواله د ملګرو ملتونو د عمومي منشې مرستيالې په افغانستان کې د موجودو بېلا بیلو ننګونو په اړه له دخیلو افغان لوريو سره خبرې کړي او پر هغوی یې ټينګار کړی دی چې «له نړيوالو سره د تعامل په ستراتیژۍ کې پيچلو بشري، پراختيايي او اقتصادي ننګونو ته پاملرنه وکړي.»

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې په دې ليدنو کتنو کې د بشري وضعيت په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو پر زده کړو لګول شويو بندیزونو بحث کړی دی.

د دوحې دريمه غونډه به په داسې حال کې جوړه شي چې له طالبانو سره د نړيوالې ټولنې په اړيکو کې بن بست لا پر خپل ځای پاته دی. د طالبانو اداره تر اوسه د هيڅ يوه هېواد له خوا هم په رسميت نه ده پيژندل شوې او طالبان د يوه ټولشموله حکومت د جوړولو او د ښځو پر حقونو د وضع شويو بندیزونو د ليرې کولو په برخه کې د نړيوالې غوښتنې نه دي منلي.

ب. ص/ ن. ز (حسين سيرت)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب