1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م. د افغانستان له پاره د ۵ ميلياردو ډالرو مرستي غوښتنه کړې

۱۴۰۰ دی ۲۱, سه‌شنبه

ملګرو ملتونو په ۲۰۲۲م کال کې د افغانستان له پاره د ۵ ميلياردو ډالرو مرستي غوښتنه کړې ده. د دغه سازمان مشر پر نړيوالو غږ کړی دی چې «د افغانانو پر مخ دروازې مه تړئ.»

https://p.dw.com/p/45MuP
Martin Griffiths UN Sonderbeauftragter Jemen
ګريفيتس په ژنیف کې د افغانستان په اړه خبريالانو ته وويل چې له مرستو پرته به «هلته کومه راتلونکې وجود ونه لري.»انځور: Getty Images/AFP/S. Stjernkvist

د فرانسې خبري آژانس د ملګرو ملتونو دغه غوښتنه یوازې د یوه هیواد له پاره تر اوسه پورې تر ټولو لوړه غوښتل شوې مرسته بللې ده.

دغه آژانس له ژنیف څخه ليکلي دي چې ملګرو ملتونو ويلي دي چې ۴ اعشاريه ۴ ميليارده ډالره د افغانستان له پاره اړتیا ده او ۶۲۳ ميلیونه ډالر د هغو ميلیونو افغانانو د سرپناه له پاره ضرورت دی چې د هیواد له سرحدونو بهر دي.

دغه سازمان زیاته کړې ده چې سږکال ۲۲ میلیونه افغانان دننه په افغانستان او ۵ اعشاریه ۷ ميلیونه نور چې پنځو ګاونډیو هیوادونو ته بيځايه شوي دي، حیاتي مرستو ته اړتیا لري.

«د افغانانو پر مخ دروازې مه تړئ»

د سازمان د بشري مرستو د همغږۍ مشر، مارتین ګریفيتس وويل: «یوه په ټوله معنی عیاره فاجعه پر لاره ده. زما پيغام عاجل دی. د افغانستان د خلکو پر مخ دروازې مه تړئ.»

ګریفيتس زياتوي: «زموږ سره مرسته وکړئ او د پراخې لوږې، ناروغيو، خوارځواکۍ او په نهایت کې د مړینو مخنيوی وکړئ.»

Afghanistan, Kabul | Eine Mutter hält ihr 2 Monate altes Baby im Indira Gandhi Kinderkrankenhaus
م.م. وايي ۱.۱ ميلیون افغان ماشومان له سختې خوارځواکۍ څخه کړيږي، چې په مرستو کې د دغې ناروغۍ درملنه هم شامله دهانځور: Felipe Dana/AP/picture alliance

د تیرکال اګست مياشتي په نيمايي کې واک ته د طالبان تر رسیدلو راوروسته، افغانستان له سختو مالي ستونزو سره مخ دی او بې کاري خپل اوج ته رسيدلې ده.

په عین حال کې واشنګټن د افغانستان شتمنۍ بندې کړي او د نړيوالو مرستو بهیر هم په لوړه کچه مختل شوی دی. له دې ټولو سره سره، دغه هیواد له څو لسيزو راهیسې پر له پسې وچکاليو هم ځپلی دی.

ملګري ملتونه غواړي تر څو يې ویجاړ شوي افغانستان ته تر څلويښت کلونو جګړو وروسته یوه راتلونکې وربښلي وي.

د مرستو انتقالات به ګړندي شي

ګريفيتس په ژنیف کې د افغانستان په اړه خبريالانو ته وويل چې له مرستو پرته به «هلته کومه راتلونکې وجود ونه لري.»

نوموړي ټینګار وکړ که چيرته دغه مرسته وشي، مرستندويه سازمانونو سره به افغانستان ته خپل د انتقالاتو خدمات کړندي کړي چې دغه خدمات به د خوراکي موادو رسول، کرهڼيز ملاتړ، روغتيايي خدمات، د خوارځواکۍ درملنه، عاجلې سرپناه ګانې، د څښاک اوبو او حفظ الصحې ته لاسرسی، حفاظت او معارف په بر کې نیسي.

اټکل کيږي چې په ۲۰۲۲م کال کې ۴ اعشاريه ۷ ميلیونه خلک له خوارځواکۍ څخه کړيږي چې په دې ډله کې ۱.۱ ميلیونه ماشومان هم شامل دي چې له ډيرې سختې خوارځواکۍ څخه زوریږي.

Iran Dogharon | UNICEF bringt Medikamente nach Afghanistan
افغانستان سره د ملګرو ملتونو مرستې به د دغه سازمان او انجوګانو له طریقه کيږي، «نه د طالبانو له لارې»انځور: epa afp Kenare/dpa(picture-alliance

د ملګرو ملتونو سازمان مشر وويل چې له بشري مرستو پرته به په افغانستان کې د ناروغيو، مرګ او لوږې کچه لوړه او د لا ډيرو بې ځایه کیدو او مهاجرتونو لړۍ به لا پسې ادامه ولري.

آیا مرستې به د طالبانو له لارې رسول کيږي؟

هغه زیاتوي چې دغه وضعیت ته په کتو د «افغانستان خلک د خپل هیواد په هکله ناهيلي کيږي چې هغه دې د دوی له پاره په اوس او نژدې راتلونکې کې د دوی کور او وګرځي.»

هغه زیاتوي، خو که چیرته نړیوال ډونران اقدام وکړي په هغه صورت کې به «موږ په افغانستان کې نیکمرغي ووينو چې کیدای شي ثمره يې په نهایت کې د خلکو له پاره يو ډول ډاډمنتیا وي.»

ګريفيتس همدارنګه ډاډ څرګند کړ چې د مخکې کلونو په پرتله اوس په افغانستان کې امنیتي وضعیت بهتر شوی دی او په کابل کې د وزارتونو کارمندان هم څرنګه چې د طالبانو له راتک دمخه ول په هماغه ډير شمیر کې اوس هم موجود دي.

Türkei | Afghanische Flüchtlinge in der Provinz Van
افغانستان سره د مرستو یو هدف له دغه هیواده د مهاجرتونو او داخلي بیځایه کیدو مخنیوی ښودل شوی دیانځور: Ali Ihsan Ozturk/DVM/ABACAPRESS/picture alliance

په رپوټ کې زیاته شوې ده چې په دغو پیسو به پر ملګرو ملتونو سربیره د ۱۶۰ انجیوګانو یا غیرحکومتي موسساتو له طریقه افغانستان ته مرستي رسول کیږي، خو د طالبانو د ادارې له لارې نه.

د لا ډيرو مهاجرتونو مخنیوی

زیاته شوې چې اوسمهال شاوخوا ۸ میلیونه افغان ماشومان له تعلیمه بې برخې شوي، ځکه د طالبانو له واکمنیدو راهيسي ډېرو ښوونکو ته معاشات نه دي ورکړل شوي.

د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالی کمشنر، فليپو ګاندي وايي چې د دغو مرستو هدف په افغانستان کې د ثبات رامنځ کیدل او ترڅنګ د داخلي بې ځايه کیدو او بهر ته د لا ډیرو مهاجرتو د مخنيوي له پاره دی.

هغه وايي: «د خلکو وتل به هم په سیمه او هم له سيمې ورهاخوا ډير سخت وي چې مدیریت شي، ځکه دا به په سیمه کې و نه درول شي.»

هغه دغه راز خبرداری وکړ: «که چیرته دغه هڅې بریالۍ نه شي، بیا به موږ راتلونکی کال د ۱۰ ميلیاردو ډالرو غوښتنه کوو، نه د ۵ ميليارده ډالرو.»

rjm/vog/imm/mks/nz