1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
د بيان آزاديآسیا

ملګرو ملتونو ته د افغان خبریالانو په اړه لیک

۱۴۰۱ فروردین ۲۳, سه‌شنبه

د بې پولې خبریالانو سازمان د بشري حقونو له سازمانونو غوښتنه کړې ده چې په افغانستان کې دې د خبریالانو او رسنیزو آزادیو ملاتړ او ساتنه وکړي.

https://p.dw.com/p/49phR
Afghanistan Kabul | Protest von Frauen, Auflösung durch Taliban
انځور: Bulent Kilic/AFP/Getty Images

 دغې ټولنې د ملګرو ملتونو ځانګړي خبریال ریچارډ بنیټ ته یو لیک استولی او ترې غوښتلي یې دي چې په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو د ملاتړ له پاره بېړني اقدامات وکړي.

د دې سازمان د نړیوال ملاتړ او حقوقي ستراتیژۍ مدیر انټوان برنارډ ویلي، د نړۍ حالت باید د افغانستان د حالت پر وړاندې خنډ واقع نه شي او دوی پر ملګرو ملتونو په ځانګړي ډول ریچارډ بینیټ غږ کړی چې په افغانستان کې د آزادې، پراخې او خپلواکې خبریالۍ له پاره هر اړخیز ملاتړ جلب کړي.

د «بهرنیو سيریالونو پر خپریدو بندیز»؛ د افغان خبریالانو نیول ادامه لري

د بې پولې خبریالانو سازمان په دغې لیک کې د رسنیو وروستی حالت انځور شوی او د خبریالانو نیونو او محددیتونو ته پکې اشاره شوې ده. په دې لیک کې ویل شوي دي چې د طالبانو استخبارات په خپلسري ډول د غږیزو رسنیو پروګرامونه په مستقیم بدلولی شي د رسنیو دفتر ته تلل او د خبریالانو بندیانول هم اوس د هرې ورځې چاره ده.

طالبانو ولې پر رسنیو محدودیتونه وضع کړي؟

بې پولې خبریالانو د تېر ۱۴۰۰ لمریز کال په سلواغه میاشت کې اعلان کړی وو چې د طالبانو له واکمنېدو تر یادې میاشتې لږ تر لږه پنځوس خبریالان او د رسنیو کارکوونکي نیول شوي دي. د طالبانو حکومت تر اوسه د بې پولې خبریالانو د دغه لیک او ادعاو په اړه څه نه دي ویلي.

افغانستان: د طالبانو په راتګ سره لسګونه رسنۍ بندې شوي دي