ملا برادر له نړيوالې ټولنې بشري مرستې غوښتي دي
۱۴۰۰ دی ۱۸, شنبهملا برادر وويل چې »نړۍ بايد له افغان ولس سره پرته له سياسي ملاحظاتو مرسته وکړي او خپل بشري مکلفيت ادا کړي.« د برادر په خبره »په ډېرو ځايونو کې خلک خوراکي توکي، سرپناه، تود لباس يا پیسې نه لري.«
د طالبانو له خوا په افغانستان کې د قدرت نيولو راهيسې په دغه هېواد کې مالي کړکېچ، انفلاسيون او بې کاري ډېره شوې ده. د امريکا متحده آيالاتو د افغانستان په مليارډونو شتمني کنګل کړې او مرستې هم بندې شوې دي.
مرستندويه ټولنو خبرداری ورکړی چې د افغانستان د ۳۸ ميليونو اوسېدونکو نيمه برخه وګړي په ژمي کې له لوږې سره مخامخ دي. ملا برادر په دغه ویډويي پيغام کې وويل چې »موږ پر نړيوالې ټولنې، غيردولتي سازمانو او ټولو هېوادونو غږ کوو چې زموږ غريب ولس هېر نه کړي.«
په کابل کې ډېره واوره هم شوې ده. خلک د کورونو د ګرمولو هڅه کوي په داسې حال کې چې برق هم ډېر ځله قطع کيږي. د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د دسمبر په مياشت کې په يوه خوله پرېکړه کړې چې افغانستان ته بشري مرستې لېږل کېدای شي. خو دغه مرستې بايد مستقيم د طالبانو لاسونو ته ونه لويږي. د ملګرو ملتونو د امنيت شورا دغه پرېکړه ليک يو کال اعتبار لري. طالبانو دغه پرېکړه يو »ښه ګام« بللی دی.