1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستترکیه

مسکو: د سوریې په شمال کې د ترکيې حمله وضعیت لاپسې خرابولی شي

۱۴۰۱ آذر ۱, سه‌شنبه

روسېې له ترکې غوښتي چې له «زغم» څخه کار واخلي او په سوریه کې د «بې ثباتۍ» د ایجادولو په نسبت ېې ورته خبرداری ورکړی. ترکيه په سوريه کې پر کردي جنګياليو بمباري کوي او د ځمکنيو عملیاتو د پيل ګواښ ېې کړي.

https://p.dw.com/p/4Ju0y
Türkei Turkish Air Force Kampfjet
انځور: Eren Bozkurt/AA/picture alliance

مسکو د انقري په تړاو دغه څرګندونې د سه شنبې په ورځ د نومبر ۲۲مه کړي دي. د فرانسې خبري آژانس د رپوټ په حواله، د کریملين ویاند، ديميتري پسکوف، خبريالانو ته وويل: «موږ د ترکېې امنيتي انديښنو په هکله پوهيږو او درناوی ېې کوو. موږ په دې باور يو چې دا د ترکېې مشروع حق دی.»

هغه زیاته کړه: «موږ همدارنګه پر ټولو اړخونو غږ کوو چې له داسې اقداماتو ډډه وکړي چې په شدیده توګه د وضعیت د بې ثباتۍ لامل واقع کېدای شي.»

د پسکوف په خبره د دغه عمل اغیز کېدای شي «په خپله عامل ته راوګرځي او امنيتي وضعیت لاپسې پيچلی کړي.»

د ترکېې په حمله کې د درې سوريايي ځواکونو د وژلو ادعا

ترکېې د يکشنبې په ورځ د سورېې او عراق په شمال کې د کردي ملیشو پر مرکزونو یو لړ هوايي حملې ترسره کړې. د سورېې د بشر حقونو د څار سازمان چې مقر ېې په لندن کې دی وايي چې په دغو حملو کې ۳۷ کسان وژل شوي دي.

د دوشنبې په ورځ د سورېې له خوا حملو کې بیا د ترکېې په سرحدي ښار کارکامش کې د یو ماشوم په ګډون دوه کسان ووژل شول.

کرېميلين دغه څرګندونې داسې وخت کوي چې د روسېې، ترکېې او ایران استازي د قزاقستان په پلازمېنه آستانه کې د سورېې په هکله درې اړخيزه مذاکراتو له پاره راټول شوي دي.

ترکیې د سوریې په شمال کې د کردانو پر سنګرونو برید کړی

تر دې وختي د سورېې له پاره د روسېې ځانګړې استازي، الکساندر لاورنتیف، په آستانه کې خبريالانو ته وويل چې «موږ هیله مند يو چې وشو کولی خپل ترکي همکار قانع کړو تر څو د سورېې په خاوره کې تر حده زيات زوره څخه ډډه وکړي» تر څو د «ترنګلتياو د شدت مخه نيول شوي وي.»

د سورېې په شمال کې د ترکېې هوايي حملې، د استانبول ښار په مرکز کې تر ېوې چاودنې یوه اوونۍ وروسته کیږي چې پګې ۶ کسان ووژل شول او ۸۱ نور ټپیان شول
د سورېې په شمال کې د ترکېې هوايي حملې، د استانبول ښار په مرکز کې تر ېوې چاودنې یوه اوونۍ وروسته کیږي چې پګې ۶ کسان ووژل شول او ۸۱ نور ټپیان شولانځور: Kemal Aslan/REUTERS

لاورنتیف زیاته کړه: «روسېې له مياشتو راهیسې... د امکان تر حده ډير څه کړي تر څو له هر ډول پراخو ځمکنیو عملیاتو مخنيوی ېې کړي وي.»

روسيه، ایران او ترکیه د سورېې په جګړه کې درې مهم لوبغاړي دي. ادعا کیږی چې د سورېې په جګړه کې له ۲۰۱۱م کال راهیسې نژدې نیم ميلیون کسان وژل شوي دي.

د امنیت شورا د سورې په شمال کې د اوربند غوښتنه کړې

د ترکېې ولسمشر، رجب طیب اردوغان، له می میاشتې راهیسې د سورېې په شمال کې د نوي ځمکني عملیاتو ګواښ کوي. هغه د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۲م کال د نومبر ۲۱) وويل: «موږ به هغه خلک چې زموږ په خاوره کې موږ ته مزاحمت کوي بېې پرې کولو ته اړ کړو.» اردوغان زياته کړه سلامشورې ادامه لري «تر څو زموږ د هغو ځواکونو د شمیر په هکله تصمیم ونیول شي کوم چې باید زموږ ځمکني ځواکونه ورڅخه کار واخلي.»

د سورېې په شمال کې د ترکېې هوايي حملې، د استانبول ښار په مرکز کې تر ېوې چاودنې یوه اوونۍ وروسته ترسره کیږي. په یاده چاودنه کې شپږ کسان ووژل شول او ۸۱ نور ټپیان شول. ترکېه د دغې حملې پړه پر کردستان کارګر ګوند (پې کې کې) وراچوي.

د ترکیې هوایي ځواکونو یو وار بیا د کردانو سنګرونه بمبار کړي

ترکيه او غربي متحدینو ېې »پې کې کې« د یوې تروریستي ډلې په توګه پیژني. دغې ډلې له لسیزو راهیسې په ترکیه کې په خونړيو ناآراميو لاس پورې کړی، خو د استانبول په چاودنه کې ېې لاس لرل رد کړي دي.

mks/nz/(AFP)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل