1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امنیت شورا د سورې په شمال کې د اوربند غوښتنه کړې

۱۳۹۸ اسفند ۱۰, شنبه

د امنیت شورا اکثریت غړو د سوریې په شمال کې له ښکیلو خواو د نظامي عملیاتو د بندولو غوښتنه کړې. په دې سیمه کې د روسیې په ملاتړ د سوریایې ځواکونو په بمباریو کې تر ۳۰ اضافه ترکي عسکرو تر وژل کیدو وروسته وضعه متشنجه شوې ده.

https://p.dw.com/p/3Yd90
New York UN Sicherheitsrat Sondersitzung Syrien
انځور: picture-alliance/AA/T. Coskun

د شنبې ورځې په سهار د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یوې بیړنۍ ناستې په ترڅ کې د سوریې په شمال لویدیځ کې په عاجل ډول د اوربند غوښتنه کړې ده.

د آلمان خبري اژانس د رپوټ پر بنسټ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له ۱۵ څخه ۱۳ غړو یي د سوریې په شمال لویدیځ کې د ترکیې پولې ته نږدې د اوربند په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د عمومي مونشي انتونیو ګوتیرش د غوښتنې ملاتړ کړی دی.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بیړنۍ غونډه د سوریې په ادلیب کې د ۳۳ ترکي سرتیرو تر وژل کیدو دوه ورځې وروسته د امریکا متحده ایالاتو، بریتانیا، آلمان، فرانسه، بلجیم، استونیا او دومنیک جمهوریت په غوښتنه دایره شوه.

د سوریې پوځ د روسیې د هوایې ځواکونو په ملاتړ د یاغیانو تر کنترول لاندې وروستیو سیمو د نیولو سره پراخ عملیات پیل کړي دي او ترکیه بیا د سوریایې مهاجرو د میشت کولو له پاره د یوې حائلې سیمې د رامنځته کولو په خاطر د سوریې خاورې ته داخله شوې ده.

په ملګرو ملتونو کې د ترکیې دایمي استازي فریدیون سینیرلي اوغلو، د امنیت شورا په فوق العاده غونډه کې وویل: «مونږ د جګړې پلویان نه یو، خو که د هیوادونو امنیت وګواښل شي، له قدرت څخه په استفادې کې به یوه شیبه هم ځنډ ونه کړو.»

خبري سرچینو په ملګرو ملتونو کې د استونيا هیواد استازي سون یوګنسون، خبر ورکړی دی چې روسیه د امنیت په شورا کې د ویتو حق لرونکي هیواد په توګه د سوریې په شمال کې د اوربند د اعلان په اړه د یوه الزامي پریکړه لیک د تصویبیدو مخه نیولې ده.

نوموړی وایي چې چين او روسیه په دې باور دي چې سوریه حق لري په خپله خاوره کې د ترهګرو ډلو پر وړاندې عمل وکړي.

د روسيې د جنګي الوتکو احتمالی مداخله

سینیرلي اوغلو وایي د هغو جنګي الوتکو هویت چې د ترکي ځواکونو پر کاروان برید کې یې لاس درلود نه دی مشخص شوی، خو پر رادار ثبت شوي اطلاعات ښکاره کوي چې په هغه وخت کې روسي او سوریایې الوتکې د پرواز په حال کې وې.

د روسیې د دفاع وزارت ادعا کړې ده چې د توافقاتو برخلاف ترکي پوځ د هغو سیمو چې دوی په کې حضور لري مشخصات نه وو اعلان کړي. په ملګرو ملتونو کې د ترکیې استازي په دې اړه ویلي دي: «سره له دې چې د ترکیې د کاروان د ځای په اړه له روسیې سره همغږۍ صورت نیولی او وروسته له لومړي برید څخه بی له ځنډه ورته خبرداری ورکړل شو، خو هوایي بریدونو ادامه پیدا کړه، حتی هغه امبولاسونه چې د ټپیانو د لیږد له پاره استول شوي وو هم په نخښه شول.»

د سوریې په شمال کې د روسیې نظامي حضور له روسیې سره په هم غږۍ کې صورت نیولی دی. ترکیې په سرحدي سیمو کې د سوریې په خاوره کې ۱۲ څارونکي پوستې جوړې کړې وې چې یو شمیر یې په تیرو ورځو کې د سوریې د نظامي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د فبرورۍ میاشتې تر وروستیو پورې سوریایې ځواکونو ته مهلت ورکړی وو چې له اشغال شویو پوستو څخه دې پرشاتګ وکړي، که نه نو د غچ اخیستونکو عملیاتو په ترڅ کې به پر سوریایي ځواکونو برید وکړي.

Syrien Idlib türkische Soldaten
د سوریې په ادلیب کې د ترکیې نظامي ځواکونه، ۲۰۲۰م فبروريانځور: AFP/H. Kadour

د ملګرو ملتونو په سازمان کې د ترکیې استازي په ادلیب کې د خپل هیواد د نظامي ځواکونو د حضور دلیل د ملکي خلکو دفاع او هغوي ته د بشري مرستو د امنیت تضمینول په ګوته کوي او ویلي یي دي چې په دې سیمه کې خپل نظامي ځواکونه تقویه کوي.

له ترکیې څخه د امریکا او آلمان ملاتړ

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي کلی ګرافت، وویل چې متحده ایالات په ادلیب کې د خپلو ځواکونو پر څارونکو پوستو د«غیر موجه بریدونو» پر وړاندې د ترکیې د غبرګون له حق څخه دفاع او د سوریې په شمال کې د دغه هیواد د سرتیرو بشپړ ملاتړ کوي.

هغه وویل چې دغه ملاتړ به په راتلونکو ورځو کې هم ادامه پیدا کړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپئې هم د سوریې په شمال کې پر ترکي ځواکونو برید غندلی او ویلي یې دي چې واشنګټن به د شمالي انتلانتیک تړون (ناتو) د یوه غړي په توګه د انقرې ترڅنګ ولاړ وي.

همدارنګه په ملګرو ملتونو سازمان کې د آلمان استازي کریستوف هویسګن، هم له انقرې سره د برلين بشپړه همبستګي اعلانه کړه او د امنیت د شورا د پاتې دولسو غړو په څیر یې د سوریې په شمال کې د بشپړ اوربند غوښتنه وکړه.

نوموړي له نظامي لارې د سوریې د بحران حلیدل ناممکن وبلل او له روسیې څخه یې وغوښتل چې د سوریې د نظامي عملیاتو ملاتړ ته دې خاتمه ورکړي.

د ملګرو ملتونو عمومي مونشي انتونیو ګوتیریش د سوریې په شمال کې د تشنج زیاتیدل د اندیښنې وړ بللی دی. د سوریایي پوځ او د روسیې په هوایې بمباریو کې په دې وروستیو کې په سلهاو ملکیان وژل شوي او نږدې یو میلیون کسان بی ځایه شوي دي.

دویچه ویله: ش.ن/م. ق.ن