1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مرکل: آلمان تر لس زرو پورې افغانانو پر راوښکلو فکر کوي

۱۴۰۰ مرداد ۲۵, دوشنبه

له افغانستان څخه د مختلفو هیوادونو د اتباعو، ديپلوماتان او د هغوی د افغان کارکوونکو د انتقال مسئله اوس په یو جدي بحث باندې اوښتې ده. آلمان ويلي دي چې لس زره افغانان باید له افغانستان څخه رانتقال کړل سي.

https://p.dw.com/p/3z2sk
Afghanistan | Taliban in Kabul
انځور: REUTERS

له افغانستان څخه د بهرنيو اتباعو، ديپلوماتانو او د دوی د افغان سیمیزو کارمندانو د انتقال موضوع په وروستیو میاشتو کې ډيره توده شوې ده، خو تیره موضوع طالبانو له خوا د پلازمينه کابل ښار تر نيولو وروسته نور هم د پام وړ ګرځيدلې ده. په دې اړه اروپايي هیوادونه چې په تیرو شلو کلونو کې افغانستان کې عملا حضور درلود او ګڼ شمیر افغان کارکوونکو ورسره کار کاوه نن يې د خپلو سیمیزو افغان همکارانو د انتقال په اړه څرګندونې کړي.

آلمان: د آلمان صدراعظمې انګلا مرکل ويلي دي چې هیواد ېې اړتیا لري چې ۱۰ زره افغانان له افغانستان څخه وباسي. په دغو کسانو کې ۲۵۰۰ يې افغان ملاتړکونکي کارکوونکي او بشر حقونو فعالان، حقوقپوهان او نور شامل دي. د آلمان د بهرنیو چارو وزارت نن دوشنبه د اګست ۱۶مه، د کابل د هوايي ډګر ناڅرګند وضعیت ته په کتو وویل چې دا لا تر اوسه روښانه نه ده چې د انتقال پروسه به څومره وخت کې د امکان وړ وي. دا په داسې حال کې ده چې نن په کابل هوايي ډګر کې د خلکو د ډير رش له کبله د لږ تر لږه څلورو کسانو د وژل کيدو ويل شوي دي.

Berlin | Pressekonferenz zur Flutkatastrophe und Coronakrise: Angela Merkel
د آلمان صدراعظمه انګلا مرکلانځور: CHRISTIAN MANG/REUTERS

په عین وخت کې د آلمان دفاع وزارت یوه ویاند ويلي دي چې په کابل هوايي ډګر کې د خلکو د ډير رش له وجې حاضر دمه هيڅ الوتکه نشي کولای له دغه هوايي ډګر څخه ووځي. ویاند په برلین کې خبریالانو ته وویل: «زه پوهیږم چې اوس هوايي ترافیک نشته ځکه ډير شمیر ناهیلې خلکو پر میدان باندې هجوم راوړی دی.»

هالند: د هالند دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ په یوه اعلاميه کې ويلي دي چې غواړي افغانستان ته «څوګوني» پروازونه ولري. د هالند دفاع وزیرې ويلي دي چې یوه الوتکه د مخه کابل ته روانه شوې ده تر څو «د افغان ژباړونکو، د سفارت کارکوونکو او د هغوی د کورنۍ د غړو لومړنۍ» جوپه رانتقال کړي.

روسیه: روسيې ويلي دي چې غواړي په کابل کې د خپل سفارت يوازې یو شمیر کارکوونکي له افغانستان څخه راوباسي. په کابل کې د کرملین استازي زلمي کابلوف اسوشتید پریس ته وويل: «په واقعیت کې د یو لوی حضور به نه وي.» کابلوف ويلي دي چې دوی به د سه شنبې په ورځ له طالبانو سره وګوري.

په عین وخت کې د فرانسې خبري آژانس خبر ورکړی چې د اروپايي ټولنې د غړو هیوادونو خارجه وزیران به د سه شنبې په ورځ د ويډيو کنفرانس له لارې د افغانستان پر وضعيت او خپلو کارمندانو د انتقال پر موضوع خبرې وکړي.

آژانسونه/م.ک.ص./ا.ا.