1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

متحده عربي امارات بهرنيانو ته پنځه کلني ویزې ورکوي

۱۳۹۸ دی ۱۶, دوشنبه

د متحده عربي اماراتو حکومت اعلان کړی چې د سیلانیانو د لا ډیر جذب په موخه به د پنځه کلني ویزې ورکول پیل کړل. د اماراتو لومړي وزیر او د دوبۍ حاکم نن اعلان کړی چې د ویزو دغه پروګرام ټولو بهرنیو اتباعو ته یو شان دی.

https://p.dw.com/p/3VmeE
Vereinigten Arabischen Emiraten | Dubai City
انځور: Getty Images/R. Azmi

د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۰م کال د جنوري میاشتې۶مه نیټه) د متحده عربي اماراتو لومړي وزیر او د دوبۍ حاکم شیخ محمد بن رشید المکتوم پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د دې له پاره چې متحده عربي امارات د سیالانیانو د خوښې وړ په یوه ځای بدل کړی، حکومت غواړي چې ټولو بهرنیو اتباعو ته څو کراته پنځه کلنې ویزې ورکړي.

نوموړي پر خپله ټویټر پاڼه په دې هکله لیکلي: »نن موږ په هیواد کې د سیلاني ویزو د ورکړې په سیستم کې بدلون راولو او د ویزې دوران پنځو کلونو ته غځوو، څو کراته به وي او د ټولو بهرنیو اتباعو له پاره به وي.«

متحده عربي امارات نه یوازې د افغانانو، بلکې د جنوبي آسیا او ډيرو اروپايي او امریکايي هیوادونو له پاره د تګ یو ښه انتخاب شمیرل کیږي. په متحده عربي اماراتو کې پر ډيرو افغان کارګرو سربیره، په کلني ډول زرګونه افغانان د سیاحت له پاره هم دغه خلیجي هیواد ته سفر کوي.

متحده عرب اماراتو په دې وروستیو کلونو کې د سیلانیانو د لا ډیر جذب له پاره یو شمیر اقدامات عملي کړي دي.

د دوبۍ ښار حاکم او د متحده عربي اماراتو لومړي وزیر پر خپله ټویټر پاڼه د دې کار دلیل په هکله لیکلي: »موږ په کلني ډول د سیلاني ویزې ۲۱ میلیونه درخواستونه ترلاسه کوو او موږ غواړو په [دې توګه] متحده عرب امارات د نړیوالو سیلانیانو له پاره په یوه زړه پورې ځای بدل کړو.«

څه موده وړاندې دغه عربي هیواد د کورنیو له پاره هم د ویزې په ورکړه کې آسانتیاوې اعلان کړې وې. د متحده عربي اماراتو کابینې په اوړي کې پریکړه وکړه چې هغو کسانو ته چي له خپلو کورنيو سره دغه هيواد ته سفر کوي او اتلس کلنۍ ته نه وي رسېدلي د ویزې فیس نه ترې اخلي.

دغه هیواد په می میاشت کې همدا راز ویلي ول چې ۶۸۰۰ بهرنیو پانګوالو ته به دایمي اقامي هم ورکړي.