1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سفر

متحده عرب اماراتو د ویزو له پاره لا آسانه شرایط تائید کړل

۱۳۹۸ خرداد ۳۱, جمعه

د متحده عرب اماراتو کابینې په اوړي کې دغه هیواد ته له کورنیو سره د تلونکو تر ۱۸ کلونو د ټیټ عمر لرونکو کسانو د ویزې د فیس د معافیت پریکړه وکړه. دې هیواد په مې کې ویلي وو چې ۶۸۰۰ بهرنیو پانګوالو ته به دایمي اقامي ورکړي.

https://p.dw.com/p/3KpSd
Vereinigten Arabischen Emiraten | Dubai City
انځور: Getty Images/R. Azmi

د خلیج ټایمز په نامه د متحده عرب اماراتو یوې رسنۍ رپوټ ورکړی چې د متحده عرب اماراتو کابینې د سیلانیانو او کارګرو له پاره د ویزو په برخه کې نوې آسانتیاوې تائید کړي دي. د دې رسنۍ د رپوټ په حواله د دغه هیواد کابینې په دې وروستیو کې د هغو سیلانیانو ماشومانو ته چې عمرونه یې له ۱۸ کلونو کم وي، د ویزې د فیس د معافیت پریکړه کړې ده.

ډیر شمیر افغانان هم متحده عربي اماراتو ته د کار او تفریح له پاره سفر کوي. دغه نوې اسانتیاوې ښايي له هغوی سره مرسته وکړي چې له خپلې کورنۍ سره په کمو پیسو له متحده عربي اماراتو څخه لیدنه وکړي. د معلوماتو له مخې دغه معافیت به یوازې د هغو سیلانیانو له پاره اعتبار ولري چې غواړي د جولای میاشتې د ۱۵ او سپتمبر د ۱۵ نیټې په منځ کې له دغه خلیجي هیواد څخه لیدنه وکړي. د حکومت د دغه کار تر شا موخه د سیلانیانو لا ډیر جذب په ګوته شوی دی.

سربیره پر دې، د متحده عربي اماراتو حکومت د لومړنیو ۴۸ ساعتونو له پاره د ترانزیت ویزې د فیس د معافیت پریکړه هم کړې ده. په متحده عربي اماراتو کې میشت د سفري خدماتو وړاندې کوونکو شرکتونو د حکومت د دغه اقدام هرکلی کړی او هیله یې څرګنده کړې چې په دې توګه به د سیلانیانو په شمیر کې زیاتوالی راشي.

دا په داسې حال کې ده چې متحده عربي اماراتو په مې میاشت کې اعلان کړی وو چې ۶۸۰۰ بهرنیو پانګوالو ته به د دې هیواد دایمي اقامې ورکړي. تر دې مخکې به دغو کسانو په دې هیواد کې د پاتې کیدو له پاره خپلې ویزې تمدیدولې. خو اوس هغوی ته د «طلایي کارت» د طرحې له مخې د اوسیدو دایمي اسناد ورکول کیږي.

حکومت ویلي دي چې دغو ټولو کسانو په ګډه په متحده عربي اماراتو کې د ۲۷ میلیارده ډالرو په ارزښت پانګونه کړې ده. په متحده عربي اماراتو کې د نورو په ګډون ډیر شمیر افغانان هم په کار او تجارت بوخت دي. لا روښانه نه ده چې افغانان هم په دې طرح کې شامل دي او که نه.

(kh/ms (reuters, Khaleej Times