1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

م. م: ملکي تلفات خپلې تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلي

۱۳۹۷ تیر ۲۴, یکشنبه

د ملکي تلفاتو په هکله د ملګرو ملتونو د خپاره شوي رپوټ په حواله، ملکي تلفات د ۲۰۱۸م کال په لومړیو شپږو میاشتو کې خپلې تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلي. په رپوټ کې ځانمرګي او د جنګیالیو وسلوال بریدونه اصلي لاملونه په ګوته شوي.

https://p.dw.com/p/31TK5
Afghanistan Anschlag in Kabul
انځور: Reuters/M. Ismail

د ۲۰۰۹م کال راهیسې هغه وخت چې یوناما د افغانستان د جګړې د ملکي تلفاتو ثبت کول پیل کړل، د ۲۰۱۸م کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په مجموعي ډول ټولو ۱۶۹۲ کسان وژل شوي کوم چې د تیر کال د همدې مودې په پرتله یو فیصد لوړ دی.

په رپوټ کې وړاندې ویل شوي چې په همدې شپږو میاشتو کې ۳۴۳۰ ملکي کسان ټپیان شوي چې د تیر ۲۰۱۷م کال د همدې مودې په پرتله پنځه فیصده کمښت ښيي. 

په عین وخت کې په مجموعي توګه د ۲۰۱۸م کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغانستان په جګړو کې په مجموعي توګه ۵۱۲۲ کسان وژل او ټپیان شوي دي، کوم چې د تیر کال د همدې مودې په پرتله ۳ فیصده کموالی ښيي.

په رپوت کې راغلي چې د ملکي تلفاتو ۵۲ سلنه برخه د ځانمرګو او نورو پیچلو بریدونو له کبله شوي او شاوخوا ۴۰ سلنه ملکي تلفات بیا د طالبانو په لاس رامنځ ته شوي دي.

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د سیاسي ماموریت یا یوناما د رپوټ په یوه بله برخه کې راغلي چې د هوايي بریدونو له کبله د تلفاتو کچه هم په بې سارې توګه لوړه شوي او زیاتوي چې د هوايي بریدونه له کبله شاوخوا ۱۴۹ کسان وژل شوي او ۲۰۴ تنه نور ملکي کسان بیا ټپیان دي. رپوټ وايي چې دغو شمیرو ته په کتو سره د هوايي بریدونو په پایله کې د ملکي تلفاتو کچه ۵۲ سلنه لوړه شوې ده.

په ۲۰۱۴م کال کې وروسته له هغې چې امریکا متحده ایالاتو او ناټو ځواکونو په افغانستان کې خپل جنګي ماموریت پای ته ورسوو، په تقریباً ټول هیواد کې د طالبانو او د اسلامي دولت یا داعش ډلې بریدونو زور اخیستی دی.