1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لوېديځو هیوادونو د ښځو او نجونو پرمخ د پوهنتونو تړل غندلي دي

محمد ابراهيم سپيڅلی
۱۴۰۱ دی ۱, پنجشنبه

ځينو لوېدېځو هیوادونو د طالبانو دا پرېکړه غندلې چي د ښځو او نجونو پرمخ يې په افغانستان کي د پوهنتونو دروازې وتړلې. هغوی ویلي دي چي دغه پرېکړه به د دوی او طالبانو ترمنځ د اړیکو پر څرنګوالي اغېز ولري.

https://p.dw.com/p/4LKFs
Afghanistan Frauen Protest Bildung
انځور: AFP

په افغانستان کي د طالبانو له خوا د نجونو او ښځو پر مخ د پوهنتونونو دروازې تړل کیدو د خلکو غسه او اندېښنې را پارولي دي، ځکه افغانستان هغه هیواد دی چي د ژوند په هره برخه کي پر ښځو کړۍ راتنګه سوې ده.  

د سې شنبې په ورځ طالبانو اعلان وکړ چي تر امر ثاني پوري هیڅ ښځه او نجلۍ نه سي کولای، چي دولتي او خصوصي پوهنتون ته ولاړي سي.  

دا نو د طالب سخت دریخي ډلي له خوا په عام ژوند کي د نجونو او ښځو د حذفولو او په پراخه سطحه د ښځو د حقونو د محدودولو د راپيل سوي لړۍ وروستۍ کړۍ وه.

ارپايي ټولنه، جرمني او امریکا متحده ایالات د هغو هیوادونو له ډلي څخه دي چي برايي ماښام يې د یوې ګډي بیانيې په ترڅ کي د طالبانو دا پرېکړه وغندله. د غندني یاده بیانه د آلمان د باندنیو چارو وزارت له خوا خپره سوه.

اړوند: د طالبانو د وروستۍ پريکړي په اړه خلک څه وکړي؟                                                      

د استرالیا، کاناډا، فرانسې، آلمان، ایټالیا، جاپان، هالنډ، ناروي، اسپانیا، اتریش، برېتانیا او متحده ایالاتو د باندنیو چارو وزیرانو او د اروپايي ټولني د لوړ پوړو چارواکو په ګډه بیانیه کي راغلي دي: «د طالبانو له خوا له عمومي ژوند څخه د ښځو د یومخ ایسته کولو کومه طرح چي وړاندي سوې ده دا پرېکړه به زموږ او طالبانو ترمنځ د اړیکو پر څرنګوالي اغېز ولري.» بیانیه زیاتوي: «د افغان ښځو او نجونو د ځپلو کومي لاري چاري چي طالبانو راشروع کړي ظالمانه او سیستماتیک دي» په بیانیه کي راغلي دي چي د طالبانو رژیم سیاستونه «د افغانستان د خلکو بشري او نورو بسنټیزو حقونو ته نه پاملرنه څرګندوي.» 

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش هم د طالبانو پر دې پرېکړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

اړوند: په پوهنتونونو کې د نجونو د حضور بنديز ته غبرګونونه

د انتونیو ګوتریش ویاند وايي: «سرمنشي په ټینګار سره ویلي دي چي د افغان نجونو له زده کړو څخه محرومول نه یوازي د ښځو او نجونو د مساوي حقونو څخه سرغړونه ده، بلکي د دغه هیواد د راتلونکي له پاره هم ښې پایلي نه لري.» 

د چهارشنبې په سهار په ټولیزو رسنیو کي خپرې سوې ویډویګانو ښيي چي د پوهنتون محصلاني د طالبانو له خوا د پوهنتون له دروازو بیرته جوابیږي، هغوی ژاړي، یوه او بله په غېږ کي نیسي. 

د یوه خصوصي پوهنتون له زده کړو څخه محرومي سوي محصلي سیمه ایز تلویزیون شمشاد ته وویل: «برايي ماښام چي مي دا خبر وليد، شل واري مي ولوست، ومي ژړل، ځکه هیلي مي  لاهو سوې.»

اړوند: له ښوونځي منع شوي نجونې: له مجبورۍ مو کورک پاکۍ ته مخه کړي
د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځي محصيلانو له نجونو سره د همږغۍ او ملاتړ پر بنسټ له درسي ټولګیو ووتل. 
د یوشمېر پوهنتونونو استادانو د بېلګي په ډول، په کابل او کندوز کي خپلي دندي پرېښوولي او استعفاوي يې وکړې. 

د بشري حقونو د څار بنسټ دغه پرېکړه «شرموونکې» بللې او باندنیو ډيپلوماټانو ویلي دي، د دغه خبر په اورېدو « شوک/ حق حیران» سوي او له طالبانو غواړي چي خپل تګلوری بدل کړي. 

د ښځو د حقونو پېژندل سوي فعالي فوزيې کوفي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي: «په اول وار چي طالبانو په ۱۹۹۶م کال کي کابل ونیو، هغه مهال زه د طب پوهنځي د لومړي کال محصيله وم، خو کله چي هغوی د نجونو پر زده کړو بندیز ولګوی، ما ټکان وخوړ او و ویرېدمه.» کوفي زیاته کړه: «د ډبرو زمانې ته زما د هیواد د ورګرځولو مسؤلیت د چا پر غاړه دی؟»

د ۲۰۲۱م کال د اګست مياشتي له پنځلسمي نېټې څخه چي طالبان پر افغانستان واکمن سوي، ورسره سم د منځنیو ښوونځیو او لېسو دروازې د نجونو پرمخ تړل سوي دي.