لویه جرګه پر خپل وخت دایریږي
۱۳۹۰ آبان ۲۱, شنبهد لویی جرګې په لاره اچوونکو د شنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل چې دغه جرګه به په خپل ټاکل شوي وخت جوړه شي. د پلان له مخې به د افغانستان له بیلابیلو برخو څخه څه نا څه ۲۰۰۰ کسان په پلازمینه کابل کې د افغانستان او امریکا تر منځ د ستراتیژیک تړون او طالبانو سره د سولې د خبرو اترو د څرنګوالې په اړه مشوره وکړي.
د لویې جرګې ویاندې، صفیه صدیقي، وویل چې جرګه به د ستراتيژیک تړون او طالبانو سره د سولې د خبرو اترو د څرنګوالې په اړه دولت ته مشورې ورکړي. د هغې پر وینا د جرګې پریکړې به بیا د افغانستان پارلمان ته د تایید په موخه و استول شي.
صدیقي زیاتوي چې د افغانستان پارلمان حق لري چې د لویې جرګي پریکړې تایید او یا هم رد کړي. طالبانو خو لا د پخوا څخه هغو کسانو ته چې په دغې جرګې کې ګډون کوي ګواښ کړی دی.
په داسې حال کې چې د افغانستان د پارلمان یو شمیر غړو ویلي وو چې لویه جرګه د هغوي صلاحیت تر پوښتنې لاندې روالي، د جرګې د ویاندې نني اظهاراتو دا خبره روښانه کړه چې د پارلمان غړې به د لویې جرګې د پریکړو د تصدیقولو او یا هم د ردولو صلاحیت ولري.
د راروانې لویې جرګې په ترڅ کې به د افغانستان او متحده ایالاتو د ستراتیژیک تړون په اړه خبرې اترې وشي. د دغه تړون پر سر چې له مخې به یې د ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان او امریکا اړیکې تعریف شي، خبرې رواني دي.
صدیقي دا خبره هم ومنله چې راروانه لویه جرګه د یوه تخنیکې ستونزې سره هم مخامخ ده. د هغې په وینا اوس به دغه جرګه د افغانستان او امریکا تر منځ د ستراتیژیک تړون په وروستۍ بڼې خبرې نه کوي ځکه چې په دغه تړون کار لا پای ته نه دی رسیدلی.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض