پلان شوې لویه جرګه وځنډول شوه
۱۳۹۰ آبان ۲۰, جمعهتر دې مخکې افغان چارواکو ویلي وو چې سنتي لویه جرګه به د روان کال د عقرب د میاشتي په اخرو کې په لاره واچول شي. خو اوس چې د عقرب میاشت مخ په ختمیدو دی د دغې جرګې د په لاره اچولو وخت لا نه دی مشخص شوی.
راروانه لویه جرګه د حامد کرزې لخوا بلل شوې ترڅو د افغانستان او متحده ایالاتو ترمنځ د همکاریو اوږدمهال ستراتیژیک سند تایید کړي.
هلال الدین هلال چې د لویې جرګې یو له په لاره اچوونکو څخه دی د آلمان غږ ته وویل چې لا تر اوسه هم د افغانستان او متحده ایالاتو د ستراتیژیک سند د ځیني موادو پر سر بحث روان دی او پری لا توافق نه دی شوی. د هغه په وینا د افغانستان او متحده ایالاتو تر منځ ستراتیژیک تړون لا نه دی بشپړ شوی چې لویه جرګه یې د تایید لپاره راوبلل شي.
په همدې حال کې بیا د جرګې ویاندې، صفیه صدیقي، المان غړ ته ويلي چې د جرګې د جوړولو کمیسیون خپل ټول کارونه د پلان له مخې پر مخ بیولي دي او د دغې جرګې ځنډول هغوی په رسمي توګه نه دي اعلان کړي. د میرمن صدیقي په وینا د جرګې د په لاره اجولو کمیسیون ته هم ځینې داسې خبرونه رسیدلي دي خو د جرګي د ځنډولو په اړه وروستۍ پریکړه به سفر څخه د ولسمشر د ستنیدو وروسته اعلان شي.
دا په داسې حال کې ده چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیرې، هیلرې کلنتن، د روانې میلادي میاشتي په لومړیو ورځو کې ویلي وو چې افغانستان او امریکا د ستراتیژیک تړون پر ۹۰ سلنه موادو سره موافقه کړې.
لا تر اوسه پورې د امریکا او افغانستان تر منځ د سراتیژیک تړون د اختلاف تکي نه دي مشخص شوي خو ویل کیږي چې د شپې لخوا د بهرنیو ځواکونو عملیات او د هغوی تر کنترول لاندې زندانونه هغه مسایل دي چې لا تر اوسه هم تر بحث لاندې دي.
له بلې خوا د افغانستان ګاونډي هیوادونه هم د افغانستان او امریکا تر منځ د ستراتیژیک تړون د لاسلیکیدو خلاف دي. په دغه مورد کې کیدای شي چې په خاصه توګه د پاکستان او ایران څخه یادونه وشي. د تیرو اونیو په جریان کې د دغه تړون پر ضد به کابل کې ځیني لاریونونه هم په لاره اچول شوي ول.
افغان چارواکو بیا تل خپلو ګاونډیو هیوادونو ته ډاډ ورکړی چې د دغه هیواد سترتیژیک تړونونه به ګاونډیو او د سیمي هیوادونو ته کوم ګواښ رامنځ ته نه کړي.
هلال الدین هلال آلمان غږ سره په مرکه کې وویل چې ځیني هیوادونه فکر کوي چې د امریکا او افغانستان تر منځ د ستراتیژیک تړون په لاسلیکیدو سره به په سیمې کې خپل منافع له لاسه ورکړي. هلا ل زیاته کړه چې د ایران او پاکستان په اړه ځیني آوازې شته چې که چیرې دغه هیوادونه په افغانستان کې خپل خلک ولري نو کیدای شي چې د لویې جرګي د اخلال هڅې وکړي.
د هلال په خبره د لویې جرګې په جوړولو کې ځینې تخنیکي ستونزې هم شتون لري. هغه وویل چې د دغو ستونزو د حل په موخه هلې ځلې روانې دي او تر هغو چې حل نه شي د لویې جرګې د په لاره اچولو تاریخ نه شي تعین کیدای.
دا په داسې حال کې ده چې ۲۵ ورځې وروسته به په بن کې د افغانستان په اړه یو نړیوال کنفرانس جوړ شي. دا چې لویه جرګه به د بن د دویم کنفرانس څخه مخکې جوړه شي او که نه، په دې هکله هلال وویل:
«نه شم کولاې به دې هکله یو قاطع ځواب درکړم.»
ښاغلی هلال زیاته کړه چې د لویې جرګې د بحث موضوعګاني ځیرتیا ته اړتیا لري. د دغې جرګي د جوړوونکو کمیسیون کوښښ کوي چې لویه جرګه د بن د کنفرانس څخه مخکې جوړه شي.
د پلان له مخې به په راروانې لویې جرګې کې د ۲۰۰۰ څخه ډیر کسان ګډون وکړي. په دغو کسانو کې به د افغانستان د پارلمان غړي هم شامل وي. د جرګي په ګډونوالو کې ښځې هم شاملې دي خو د هغوې د شمیر په اړه لا څه نه دي ویل شوي.
عارف فرهمند/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم