لوګر ـ هاوان پلار او څلور بچي وژل
۱۳۹۶ مرداد ۱۴, شنبهمیر حیدر سیلاب، د لوګر د والي ویاند د آلمان خبري آژانس ته په دې هکله وویل چې دغه پیښه د دې ولایت په مرکز د پل علم ښار په علوزی سیمه کې رامنځته شوې. سیلاب زیاتوي چې «په قربانیانو کې څلور ماشومان او د دوی پلار شامل دي. هغه وايي چې د ماشومانو له ډلې څخه دوه هلکان او دوه نجونې دي چې عمرونه یې هم د ۵ او ۱۳ کلونو ترمنځ دي.»
سیلاب همدا راز وویل چې افغان امنیتي ځواکونه دې سیمې ته د یوې امنیتي پوستې د جوړولو په هدف تللي وو او دوی د طالبانو تر برید لاندې راغلل. نوموړی زیاتوي چې د طالبانو لخوا فیر شوې د هاوان یوه مرمۍ د ملکیانو یو کور په نخښه کړی او مرګ ژوبله هم لري.
د سیلاب په حواله د هاوان د مرمۍ له امله شاوخوا کورونه او یو جومات هم سخت زیانمن شوي دي.دا په داسې حال کې ده چې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جګړې له امله ډیری وخت ملکي کسانو ته تلفات رسیږي.
تر دې مخک، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د همکارۍ ماموریت یا یوناما په جولای میاشت کې په خپل یوه رپوټ کې ویلي وو چې په افغانستان کې د ټولو ملکي تلفاتو یو پر دریمه برخه د یاغیانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ په ځمکني جګړو کې رامنځته شوي دي.