1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هسپانيا سمندري ساتونکو په سلونو مهاجر ژغورلي دي

۱۳۹۷ مرداد ۲۵, پنجشنبه

له ۵۰۰ ډیر مهاجر د چهارشنبې په ورځ د هسپانيا په سواحلو کې وژغورل شول. دغه افراد له افريقا څخه په کشتيو کې اروپا پر لور د تلو په حال کې ول.

https://p.dw.com/p/33Fs7
Spanien Ankunft von Flüchtlingen in Andalusien
انځور: picture-alliance/CITYPRESS 24/F. Passolas

هسپانيا په ورستيو کې د هغو مهاجرو له پاره پر يو مهم هیواد بدل شوی کوم چې له افريقا څخه په کشتيو کې ځانونه اروپا ته رسوي.

د هسپانيا سمندري ساتونکو د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي چې ۲۴۰ مهاجر یې د جبل الطارق پر مسير او ۲۸۴ نور يې د مديترانې سمندرګي په ځينو لويديځو برخو کې موندلي دي. ژغورل شوي کسان د هسپانيا لويدځ ښار اندولاسين، د الګیسیراس او موتريل سيمو ته ليږدول شوي دي.

د هسپانيا سمندري ژغورنکو د روانې مياشتې په لمړيو کې هم په سمندر کې د شاوخوا ۴۰۰ مهاجرو د ژغورنې خبر ورکړی وو.

په ورستيو مياشتو کې د هغو مهاجرو په شمير کې ډيروالی څرګند شوی چې په کشتيو کې هسپانيا ته ځانونه رسوي.

که څه هم د هغو افرادو په شمير کې کموالی رامنځ ته شوی چې د مديترانې سمندرګي له لارې اروپا پر لور سفرونه کوي، خو په عين وخت کې د هغو مهاجرو شمير چې هسپانيا ته رسيږي لوړ شوی دی.

م.م: په ۲۰۱۸ کال په مديترانه کي تر ۱۵۰۰ زيات مهاجر ډوب شوي

فرانسه او مالتا ژغورل شوي مهاجر مني

د هسپانيا د کورنيو چارو وزارت له خوا د خپرو شوو ارقامو له مخې، د روان کاله له پيله د جولای مياشتې تر پايه پورې ۲۲ زره مهاجر دغه هيواد ته رسيدلي دي، چې دغه ارقام د تيرکال همدې ۷ مياشتنې مودې په پرتله په کراتو لوړ دي. ويل شوي چې تيرکال د کال تر پايه په همدې شمير مهاجر هسپانيا ته رسيدلي ول.

له هسپانيا څخه وروسته ايتاليا او يونان هيوادونه په روان کال کې د ډيرو تازه رسيدلو مهاجرو شاهدان پاتې شوي. دغه مهاجر د مديترانې سمندرګي له لارې دغو هیوادونو ته رسيدلي دي. دوي يادو هيوادونو ته تر رسيدلو وروسته هڅه کوي د اروپايي اتحاديې نورو غړو هيوادونو ته ولاړ شي.

دغو مهاجرو له پاره د مقصد يو هيواد آلمان دی، خو آلمان هڅه کوي له هسپانيا، ايتاليا او يونان ته د دغه شان مهاجرو د بيرته استولو له پاره لارې چارې پيدا کړي.

آلمان په دې برخه کې تر اوسه له هسپانيا سره توافق ته رسيدلی او غواړي چې ورته توافقات له يونان او ايتاليا سره هم ترسره کړي.

تر څنګ د دې چې پر سمندري لارو مهاجر د سفرونو پر مهال د سمندري ساتونکو له خوا ژغورل کيږي، خو د مرګ ژوبلې پيښې هم په کې رامنځ ته کيږي. د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ څه موده وړاندې اعلان وکړ چې د روان کال په لمړيو ۷ مياشتو کې تر ۱۵۰۰ ډير مهاجر چې غوښتل يې ځانونه اروپا ته ورسوي، په سمندرونو کې ډوب شوي دي.

د موضوع په تړاو زموږ له آرشيف څخه يو پخواني انځوريز البوم: