1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م.: په ۲۰۱۸ کال په مديترانه کي تر ۱۵۰۰ زيات مهاجر ډوب شوي

۱۳۹۷ مرداد ۱۴, یکشنبه

د روان ميلادي کال په لومړيو ۷ مياشتو کې له ۱۵۰۰ څخه ډيرو مهاجرو په مديريترانې سمندرګي کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دوي غوښتل اروپايي هيوادونو ته ځانونه ورسوي.

https://p.dw.com/p/32dVV
Lybien: Die spanische NGO Proactiva Open Arms rettet Flüchtlinge
انځور: Getty Images/AFP/P. Barrena

د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ (يو ان اچ سي آر) اعلان کړی دی چې د روان ميلادي کال په لومړيو اوو مياشتو کې څه باندې ۱۵۰۰ مهاجر په مديترانې سمندرګي کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دغه کمشنرۍ په خپله اعلاميه کې ويلي دي، که څه هم سږکال د تيرو دوو کلونو په پرتله اروپا ته د تازه وارد شوو مهاجرو په شمير کې کموالی راغلی دی، خو د مړينو ارقام يې لوړ تللي دي.

د روان کال له جنورۍ مياشتې تر اوسه، شاوخوا ۶۰۰ زره مهاجر پر مديترانې سمندرګي اوښتي دي. دغه شمير د تيرکال (۲۰۱۷) په همدې موده کې ۳۰ زرو ته رسيدلی وو.

د مديترانې له پاره د (يو ان اچ سي آر) ځانګړی استاځی وينسنت کوچهتل غواړي چې بايد پر دغو خطرناکو لارو د مهاجرتونو مخه ونيول شي. هغه وويل: «موږ بايد د ژوندانه د ژغورنې له پاره لازم په سمندر کې د هغو کسانو د مخنيوي په موخه لازم او ضرروي اقدامات تر لاس لاندې ونيسو کوم چې پر زيانمنونکو انسانانو د استثمار له لارې د ګټي ترلاسه کولو په لټه کې دي.»

د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ دغه راز زياته کړې ده چې انساني قاچاقبران د مديترانې سمندرګي کې اروپا ته د مهاجرو د رسولو په مقصد «حتي له غير معياري کشتيو» څخه کار اخلي او په هغو کې له توان او وړتيا څخه زيات کسان ليږدوي.

د مديترانې له پاره د (يو ان اچ سي آر) د استاځي په خبره، دغه کشتۍ بيا «وروسته په هغو ځايونو کې پريښودل کيږي [...] هغه په دې اميد چې ژغورنکې ډلې په خپل وخت هلته ځانونه رسوي.»

ايتاليا او مالتا هيوادونو په وروستيو کې د غيردولتي ژغورونکو سازمانونو کشتيو پر مخ خپل بندرونه تړلي دي. د مرستندويانو کشتۍ چې په سمندر کې مهاجر ژغوري د ډير وخت له پاره په سمندر کې ولاړې وي.

په روان کال کې د ايتاليا په پرتله د اسپانيا بندرونه اروپايي اتحاديې ته د تازه وارد شويو مهاجرو د داخليدو په لارو بدل شوي دي. د تازه وارد شويو مهاجرو شمير ۲۳ زره او ۵۰۰ ته رسیږي چې دا شمير د تيرکال ټولو رسيدلو مهاجرو له هغې څخه لوړ دی.

په روان کال کې شاوخوا ۱۸ زره او ۵۰۰ مهاجر ايتاليا ته داخل شوي او ۱۶ زره نور بيا يونان ته رسیدلی دي. اروپا ته د مدیترانې سمندرګي له لارې د تازه رسیدلو مهاجرو ۱۳نیمه سلنه يې سوريايي مهاجر تشکيلوي، چې دا په د اکثرو هيوادونو مهاجرو په منځ کې لويه برخه ده.

پر ورته موضوع له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: