له یونانه آلمان ته د مهاجرو د کورنیو لېږل پیل شول
۱۳۹۷ مهر ۲۴, سهشنبهد اروپايي ټولنې د غړي هیواد یونان د مهاجرت چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره خبر ورکړی دی چې په یونان کې میشت د سوریې، افغانستان او عراق هیوادونو ۱۷۷ مهاجرو په یوه ځانګړې چارتر الوتکه کې د آلمان د مونشن ایالت ته انتقال شوي دي.
د یونان د مهاجرت چارو وزارت په خپره شوې اعلامیه کې ویلي دي چې آلمان ته د ۱۷۷ مهاجرو دغه تګ د یونان او آلمان هیوادونو ترمنځ د مهاجرو د کورنیو د الحاق پروګرام یوه برخه ده. په اعلامیه کې راغلي چې د مهاجرو د کورنیو د یو ځای کیدو پروګرام تر دې وړاندې د آلمان له لوري تائید شوی وو. دغه وزارت زیاتوي چې په راتلونکې کې به دغه راز نورو پروازونه هم وشي.
د اروپايي ټولنې د غړي هیواد یونان د مهاجرت چارو په وزارت کې یوې سرچینې د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې په یونان کې شاوخوا دوه زره مهاجر د کورنیو د الحاق پروګرام په چوکاټ کې آلمان ته سفر کوي.
د روان کال په جون میاشت کې یونان او هسپانيا توافق کړی وو چې د آلمان پر پوله نیول شوي هغه مهاجر به بیرته له آلمان څخه ومني چې تر دې وړاندې یې په دغو دواړو هیوادونو کې د پناه غوښتنه کړې وي. د روان کال په ترڅ کې آلمان د مهاجرینو د کورنیو د الحاق نوی قانون هم تصویب کړ.
په عین حال کې د ۲۰۱۵م کال په ترڅ کې هغه وخت چې د آلمان صدراعظمې انګلامیرکل د مهاجرو پر مخ د خپل هیواد پولې پرانیستلې، شاوخوا یو میلیون مهاجر دغه هیواد ته داخل شول.
د میرکل د دغه اقدام له امله هغه له سیاسي اړخه له سختو انتقادونو سره مخامخ شوه. سربیره پر دې د مهاجرو پر وړاندې د میرکل سیاست د آلمان د ائتلافي حکومت د جوړیدو پرمهال یو له جنجالي موضوعاتو څخه وو.
د مهاجرت د موضوع پر سر د آلمان د حاکمو ګوندنو ترمنځ د نظر اختلاف د دې لامل شو، چې له یو شمیرو هیوادونو څخه په آلمان کې میشت د منل شوو مهاجرو د کورنیو د غړو د رابللو یا الحاق پروګرام وځنډول شي.
پر ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه: