1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جرمني کي د مهاجرو د فامیلي الحاق نوي مقررات

۱۳۹۷ مرداد ۱۰, چهارشنبه

د جرمني حکومت غواړي دا ترخپل کنټرول لاندي راولي، چي په دغه هيواد کي څوک د پناه حق لري. له اگست څخه به د هغو مهاجرو له پاره نوي مقررات اعتبار ولري، چي محدوده اقامه لري او غواړي د کورنۍ غړي راولي. خو کوم کسان ددې مستحق دي؟

https://p.dw.com/p/32QAe
Libanon - Syrische Flüchtlinge warten in Beirut vor der Deutschen Botschaft
انځور: picture-alliance/AP/H. Malla

نوي مقررات یوازي د هغو کسانو له پاره اعتبار لري، چي يو کس شخصأ او یا هم په یوه اتنیکي او مذهبي گروپ باندي د تعلقیت په سبب تر تعقیب لاندي نه وي، خو سربیره پرهغه ورته په خپل اصلي هیواد کي جدي خطر موجود وي. دغه ډول پناه ته «محدوده اقامه» او اشخاصو ته یې د «محدودي اقامې مستحقین» ویل کیږي.

په اوس وخت کي دغه ډول پناه تر ټولو ډیر سوریایانو ته ورکول سوې ده. پروسږکال مثلأ تقریبأ ۹۸۰۰۰ کسانو ته. خو سږکال بیا د هغوی تعداد ډیر لږ او د جون میاشتي تر پایه پوري يوازي ۱۴۰۰۰ کسانو ته دغه حق ورکول سوئ دی.

ولي نوي مقررات اعتبار لري؟

له دې خبري څخه فقط درې کاله تیریږي، چي د «محدودي اقامې مسحقین» دي اصلاً خپل د فامیل غړي راوغوښتلای سي. خو دغه مقررات په ۲۰۱۶م کال کي د مهاجرت بحران پرمهال د دوو کلونو له پاره بې اعتباره اعلان سول. مگر اوس نوي مقررات يوازي یو سازش دی او د«محدودي اقامې ډیرو مستحقو» کسانو ته په کتو سره هغه ډیر لږ دي. ځکه چي جرمني د مهاجرو د کورنيو يوازي ۱۰۰۰ کسانو ته د راتگ اجازه ورکوي. دا هم داسي حق دی، چي دوی کولای سي خپل د فامیل غړي راوغواړي، خو د حتمي راغوښتلو حق یې نه لري. مگر که څوک منفي جواب واخلي، طبعاً کولای سي، په محکمه کي عارض سي.

څوک اجازه لري راسي؟

دغه مقررات د کورنۍ د اصلي غړو، لکه ماندینه، ۱۸کلنۍ ته نه رسېدلي کوچنیان او یا د نابالغو کوچنیانو دوالدینو له پاره اعتبار لري. که یو څوک په خپل هیواد کي ډیري ماندینې ولري، دغه مقررات یې فقط د یوې ښځي له پاره اعتبار لري.

ایا فامیلي الحاق د دوامداره اقامت چانس لوړوي؟

نه، فامیلي الحاق د یوه مهاجر د اقامت پر وضعیت باندي تأثیر نه کوي. د اقامت حق د مختلفو دلایلو پراساس ورکول کيږي او یو پر بل باندي تاثیر نه سره لري.

د فامیلي الحاق د عریضې د ردیدو په صورت کي څه پيښیږي؟

که یو څوک په یوه میاشت کي مثبت جواب په لاس رانه وړي، ځکه چي سهمیه پوره سوې ده، بیا نو د هغه عریضه بلي میاشتي ته پاتیږي. نوي عریضې ته حاجت نه سته.

لومړی حق د کومو معیارونو پراساس وي؟

د نوو مقرراتو د ۳۶ مادې پراساس «بشري دلایل» قاطع رول لري. د مثال په ډول، کورنۍ څونه وخت سره جلا ده، ایا په هغو کي نابالغه کسان سته، ایا د فامیل دغړو ژوند ته یې په ټاټوبي کي خطر سته او یا یې یو څوک سخت مریض دی؟ هغه مهاجر بیا تر ټولو ښه چانس لري، چي کور او کار ولري، الماني ژبه یې یوڅه زده کړې وي او یا په جرمني کي تحصیل کوي.

د دې برعکس بیا هغه کسان چي جرمونه یې کړي وي، د فامیلي الحاق چانس یې لږ دی. هغه کسان هم چي جرمني ته تر راتگ وروسته یې واده کړی وي، چانس یې لږ دی.

انځور: Imago/snapshot

ایا وختي لا کسان په نوبت کي ولاړ دي؟

هو، یوازي د روان کال د اپریل میاشتي تر شلمي نېټې پوري د جرمني په سفارتونو او قونسلگریو کي ۳۴۰۰۰ عریضې پرتې وې. هلته باید له ټولو هغو کسانو سره چي غواړي د فامیلي الحاق په چوکاټ کي جرمني ته راسي، شخصاً خبري وسي. ځیني عریضې هلته له کلونو راهيسي پرتې دي او په نوبت باید جواب ورکړل سي.

څوک عریضې بررسي کوي؟

دا یوه ډیر مغلقه پروسه ده، ځکه چي د عريضو په بررسي کولو کي ډیري ادارې سهم لري. هغه عریضې چي د سفارتونو او قونسلگریو له لاري وړاندي سوي دي، باید هلته هره یو جلا جلا امتحان او بیا د جرمني امنیتي ادارو ته ولیږل سي. دلته بیا دوهمه ارزیابي کيږي. کله چي هغه تایید سول، بیرته سفارتونو او په کولن ښار کي یوې فدرالي ادارې  ته لیږل کیږي.

زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:( 30.12.2017 )