1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له هتلر سره د ميرکل د مقايسې په دليل د مالتا سفير گوښه سو

۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۲, دوشنبه

په فنلند کي د مالتا سفير له هغه وروسته استعفا وکړه چي د فيسبوک په يوه پوست کي ئې انگلا ميرکل له هتلر سره مقايسه کړې وه. د مالتا حکومت په دې اړه له جرمني څخه معذرت غوښتی دی.

https://p.dw.com/p/3c2OE
Malta EU Gipfel Angela Merkel
انځور: picture-alliance/abaca/Depo Photos/

د جرمني د صدراعظمي مېرمن انگلا ميرکل پر ضد په فنلند کي د مالتا د سفير مايکل زاميت تابونا، يوه فيسبوکي پست د دغه ديپلومات له دندې څخه په کوښه کېدو تمام سو. اوس د مالتا د بهرنيو چارو وزير ايواريست مارتولو تلاښ کوي چي له جرمني سره خپل مناسبات ترميم کړي.

د مالتا د بهرنيو چارو وزير ويلي دي چي د زاميت تابونا استعفا ئې منلې ده. زاميت تابونا يو سوداگر او د يوه هوټل مالک دی چي له ۲۰۱۴م کال راهيسي په هلسينکي کي د مالتا سفير وو.

زاميت تابونا په اروپا کي د نړيوالي جگړې د ختم د پنځه اويايمي کليزي په مناسبت د فيسبوک په پيغام کي ليکلي ول: «موږ ۲۵کاله دمخه هتلر متوقف کړ. انگلا ميرکل څوک متوقف کولای سي؟ هغې پر اروپا باندي د کنترول په برخه کي د هتلر خوب په واقعيت بدل کړ!»


د مالتا رسنيو د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د می ۱۰مه) خبر ور کړ چي په فيسبوک کي دغه پست حذف سوی دی او زاميت تابونا ته په دې اړه د نظر ويلو له پاره لاس رسی نه کيږي.

د «تايمز آف مالتا» په نوم ورځپاڼي د دغه هيواد د بهرنيو چارو د وزير په حواله ليکلي دي چي د دغه پوست په اړه تر اطلاع وروسته ئې سفير ته هدايت کړی وو چي ياد پست حذف کړي.

دغي ورځپاڼي دغه راز د مالتا د اپوزيسيون د مشر آريان دليا له قوله ليکلي دي چي د تابونا دغه څرگندوني «نامعقولي» دي.

دليا ويلي دي چي د جرمني صدراعظمي په بېلابېلو موضوعاتو کي د مالتا ملاتړ کړی دی. هغه ميرکل په اروپا کي د ثبات منبع ياده کړې ده.

په دغه ورځپاڼه کي دغه راز د مالتا د سوداگری خوني په اعلاميه کي راغلي دي چي د زاميت تابونا څرگندونو د دغه هيواد شهرت ته صدمه رسولې ده. د سوداگرۍ خوني د زاميت تابونا د استعفا هرکلی دی.

(N.Z/A.W.A(dpa,Reuters