1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له نیمه طبي زده کړو فارغې شوي نجونې کار غواړي

فريدالله ظاهر
۱۴۰۱ آذر ۳۰, چهارشنبه

په خوست کې د طبي زده کړو له یوه خصوصي انستیتیوت څخه لسګونه نجونې فارغې شوې، خو هغوی خپل راتلونکي ته اندېښمنې دي. د عامې روغتیا وزارت په دې برخه کې څه پلان لري؟

https://p.dw.com/p/4LHXH
Afghanistan Khost | Abschluß am medizinishcen Institut
انځور: Noorkhan Mangal

په خوست کې د النور د طبي زده کړو له یوه خصوصي انستیتیوټ څخه ۶۵ نجونې فارغې شوي دي چې د قابلګۍ، نرسېنګ په برخو کې یې زده کړې بشپړې کړي دي.  د دغه انستیتیوت مشر نورخان منګل وایي، داسې محصلینې یې لرلې چې کورنۍ یې بې سرپرسته وې، خو دوی په سختو اقتصادي ستوونزو کې زده کړې وکړې.

هغه وایي: «داسې محصلینې مو لرلې، چې بې سرپرسته وې، پلار یې نه و او میندو یې د زده کړو ملاتړ کاوه. دوی اقتصادي ستوونزې لرلې، خو په خپل همت یې دا تحصیلي دوره بشپړه کړه.»

له نیمه طبي زده کړو فارغي شوي دغه خوستۍ نجونې که څه هم خوشاله دي چې د طالبانو ادارې له لورې د نجونو پر وړاندې په زده کړو د سختو سربېره یې خپلې زده کړې بشپړې کړې، خو د خپل راتلونکي په اړه اندېښمنې دي.

اړوند مطلب: په پوهنتونونو کې د نجونو د حضور بنديز ته غبرګونونه

یوې قابلې بسمینه دویچه ویله ته وویل، دوی کار ته اړتیا لري، خو له دې امله ورته هیله منې نه دي، چې ښځو ته د کار کولو اجازه نشته او آن ډېرو نارینه وو هم دندې نه دي ترلاسه کړي.

بسمینه د طالبانو ادارې څخه غواړي چې دوی ته په روغتیایي برخه کې د دندو زمینه برابره کړي: «له ماشومتوبه مې دا هیله وه چې زه د ډاکټرۍ په چپنه کې د خپل خلکو خدمت وکړم. زه غواړم له میندو سره په سخت حالت کې اوسم. طالبان دې موږ ته په کلنیکونو کې کار راکړي.»

په خوست کې د النور خصوصي انسټیټوټ څخه یوې فارغې شوې قابلې ته یو ځایي مشر د فراغت سند ورکوي
په خوست کې د النور خصوصي انسټیټوټ څخه یوې فارغې شوې محصلې ته یو ځایي مشر د فراغت سند ورکويانځور: Noorkhan Mangal

دغه قابله وایي چې په ليرو پرتو کلیوالو سیمو کې یو شمېر مېرمنې دودیز ولادتونه کوي، چې هیڅ طبي اصول پکې نه مراعات کیږي او د مور او ماشوم د مړینې لامل کیږي. هغه تیاره ده چې په ليرو پرتو سیمو کې په روغتیایي برخه کې دنده ترسره کړي.

د طالبانو د محدودیتونو سره سره په ليرو پرتو سیمو کې د دودیزو محدودتونو له وجې نجونې په سختۍ زده کړو ته لاس رسی پیدا کوي، خو په دې برخه کې د هغوی له پاره د کورنیو ملاتړ اړین دی.

اړوند مطلب: طالبانو د دولسم ټولګيو له نجونو ازموینه واخېسته

حضرت الله هغه پلار دی، چې لور یې له نرسېنګ فارغه شوې ده. نوموړی دویچه ویلي ته وویل، لکه څنګه یې چې د زده کړو پرمهال د خپلې لور ملاتړ کړی، د دندې له پاره به یې هم همداسې ملاتړ ته دوام ورکړي. دغه پلار هیله لري، چې لور یې طبي دندې ترلاسه کړي او وایي، چې حاضر دی، د افغانستان هره سیمه کې لور ته د دندې اجازه ورکړي.

هغه زیاتوي:  زه په خوست کې څه چې پکتیکا ته هم لور د طبي خدمت له پاره لیږلی شم. که زما لور ته د افغانستان په هر ځای کې دنده ورکړل شي، زه ورسره موافقه لرم او ترڅنګ به یې يم.»

پر خوست سربېره سږ کال په کابل، کندهار، ننګرهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم سلګونه نجونې د نیمه طبي زده کړو څخه فارغې شوې دي. د معلوماتو له مخې د قابله او نرسېنګ په برخه کې دغه سلګونه فارغو نجونو څخه ۹۰ سلنه یې دندې نه دي ترلاسه کړي او له زده کړو بشپړولو وروسته په کورونو ناستې دي.

د کندهار یوه اوسیدونکي بلقېس سروري د مامون طاهري د طبي علومو انستیتوت د قابلګۍ څخه فارغه شوې ده.

اړوند مطلب: طالبان: نجونې او هلکان دې په جلا ورځو پوهنتون ته راځي

بلقیس دویچه ویله ته وویل، چې له دوو ټولګیوالو نجونو پرته هیڅ یوې یې دنده نه ده ترلاسه کړي او بې برخلیکه پر کور ناستې دي: «موږ شاوخوا سل همصنفیان وو چې د قابلګۍ څخه فارغ شو، دوو یا درو یې دندې پیدا کړي او نورو ته هیڅ دندې نشته.»

د نیمه طبي زده کړو دغه فارغه وایي، که دوی ته په روغتیایي برخه کې د کار زمینه برابره شي، له یوې خوا به د ولادتونو پرمهال د مور او ماشوم د خوندي پاتې کیدو سره مرسته وکړي او ترڅنګ به یې له خپلې کورنۍ سره په اقتصادي برخه کې هم مرسته کړې وي.

ارشیف: په کندهار کې له یوه پوهنتون د نجونو فراغت
ارشیف: په کندهار کې له یوه پوهنتون د نجونو فراغتانځور: JAVED TANVEER/AFP

خو د طالبانو ادارې د عامې روغتیا وزارت مسؤلین وایي، چې په تېر یو نیم کال کې یې زرګونه نوي طبي کارکوونکي په روغتیایي دندو ګمارلې دي.

د دغه وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان امرخیل دویچه ویله ته وویل: «له کله چې اسلامي امارات حاکم شوی، موږ درې نیم زره روغتیایي پرسونل چې هغوی مسلکي خلک دي اکثره هغو سیمو ته لیږل شوې دي چې هلته سپینې سیمې دي.»

اړوند مطلب: څلورسوه ورځې وشوې چې افغانستان کې د نجونو ښوونځي تړلي دي

امرخېل د نویو فارغو شویو قابلو او نرسانو ته د دندو ورکولو په اړه وایي چې له یو شمېرو یې ازموینه اخیستل شوي او دندې ورکړل شوي او په راتلونکي کې به نورو ته هم د دندو زمینه برابره کړي: «د دې له پاره لا کار ته اړتیا ده، چې دوی ته د دندو زمینه برابره شي، انشاالله امید دی، په راتلونکي کې چې موږ کوم روغتیایي مرکزونه په سپینو سیمو کې جوړو، د قابلو او ښځو نرسانو له پاره د کار ښه زمینه برابره شي.»

وروسته له هغې چې د تېر کال په اګست میاشت کې طالبان د دویم ځل له پاره پر افغانستان واکمن شول، دغه ډلې په هېواد کې د ښځو د کار او نجونو د زده کړو په اړه محدودیتونه رامنځته کړل.

طالبانو په رسمي دفترونو کې ښځې له دندو منع کړي او هغه نجوني چې تر شپږم پورته ټولګيو کې دي، ښوونځيو ته د تګ اجازه نه لري. په یوه تازه اقدام کې د چهارشنبې په شپه طالبانو اعلان وکړ، چې تر امر ثاني پورې د نجونو پر مخ د پوهنتونو دروازې تړي.