1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: نجونې او هلکان دې په جلا ورځو پوهنتون ته راځي

۱۴۰۱ اردیبهشت ۴, یکشنبه

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت ویلي چې ښځینه او نارینه محصلین دې د اونۍ په جلا ورځو کې پوهنتون ته حاضر شي. د دې پریکړې له مخې، په اونۍ کې درې ورځې د نجونو او درې ورځې نورې بیا د هلکانو له پاره ځانګړې شوي دي.

https://p.dw.com/p/4AMF4
Afghanistan Kabul Universität Geschlechtertrennung
انځور: AAMIR QURESHI/AFP

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د پریکړې له مخې، تر دې وروسته به په پوهنتونونو کې ښځینه او نارینه محصلین د اونۍ په جلا ورځو کې پوهنتون ته حاضریږي. د یادې پریکړې له مخې، د شنبې، دوشنبې او چهارشنبې ورځې د ښځینه محصلینو او یکشنبې، سه شنبې او د پنجشنبې ورځې بیا د نارینه محصلینو له پاره ځانګړې کړل شوي دي.

د معلوماتو له مخې، د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت دغه مهالویش د وزارت له مکتوب سره یوځای پوهنتونونو ته استولی دی. د کابل په پوهنتون کې د طالبانو چارواکو دغه پریکړه تائید کړې ده چې له کبله یې په کور دننه او بهر غبرګونونه هم را پاریدلي دي.

د کابل پوهنتون د نشراتو آمر رحیم الله ندیم، په دې هکله وايي: «د کابل پوهنتون مشرتابه شورا د استادانو او محصلینو سره په سلامشوره داسې طرح وړاندیز کړې او تطبیق به یې کړي چې له مخې یې ښځینه محصلین د اونۍ په جفتو ورځو کې او نارینه محصلین به په طاقو ورځو کې پوهنتون ته حاضریږي او خپلو درسونو ته به ادامه ورکوي.»

Afghanistan Symbolbild Bildung Frauen
انځور: Majid Saeedi/Getty Images

رحیم الله ندیم ټینګار کوي چې دغه طرح تر زیاتو سلامشورو وروسته نهايي شوې او اوس به عملي کیږي ترڅو د پوهنتون محصلین وکولی شي پرته له کومې ستونزې او په آزاده توګه خپلو درسونو ته ادامه ورکړي. د هغه په باور د دې طرحې پر اساس ښځینه محصلینې کولی شي چې له مزاحمت پرته درسونو ته ادامه ورکړي او زیاتوي چې درې ورځې نورې ټولو محصلینو ته ښه فرصت دی څو روزنیز کورسونه تعقیب کړي.

د کابل پوهنتون د مطبوعاتو څانګې له پاره د طالبانو دغه چارواکی د یادې طرحې په هکله را پاریدلو انتقادونو ته په اشارې وايي چې دغه اقدام په پوهنتونونو کې د مشکلاتو د کمښت او محصلینو ته د سهولتونو د رامنځته کولو له پاره اخیستل شوی دی.

دا هم په داسې حال کې ده چې د افغانستان د پخواني حکومت د لوړو زدکړو وزارت یو شمیر پخواني چارواکي او د پوهنتون ښوونکي په دې باور دي چې د نجونو او هلکانو د ټولګیو بیلوالی او په پوهنتونونو کې د ښوونکو کمښت د دې سبب شوي چې طالبان په دغه راز یوه اقدام لاس پورې کړي.

د افغانستان د پخواني حکومت د لوړو زده کړو وزارت ویاند او د پوهنتون استاد حامد عبیدي په دې هکله دویچه ویله آلمان غږ ته وویل: «له تخنیکي پلوه د ټولګیو بیلول له پیل راهیسې یوه نیمګړې طرحه وه او دا په دې خاطر چې د هیواد له سترو پوهنتونونو لکه د کابل پوهنتون ګڼ شمیر ښوونکي مهاجر شوي او پوهنتونونه عملاً د ښوونکو له کمښت سره مخامخ دي او په هغه طرحه دا امکان نه درلود چې ټولو ټولګیو ته رسیدګي وشي.» د هغه په خبره، طالبان اوس وپوهیدل چې طرحه یې نیمګړې وه او اوس د ورځو په جلا کولو سره غواړي چې دغه ستونزه څه نا څه حل کړي.

د طالبانو حکومت د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۲م کال د اپریل میاشتې پر ۲۳مه) تر څو میاشتني ځنډ وروسته په افغانستان کې د دولتي پوهنتونو د بیرته پرانیستل کیدو خبر ورکړ او تر پرانیستل کیدو وروسته په پوهنتونونو کې د محصلینو او په ځانګړې توګه د ښځینه محصلینو حضور کم رنګه وو.