1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ليبيا ساحلي ساتونکو د اروپا پر لور تلونکي ۲۲ مهاجر نيولي

۱۳۹۸ خرداد ۱۹, یکشنبه

د ليبيا ساحلي ساتونکي وايي چې په مديترانې سمندرګي کې يې د مهاجرو يوه کښتۍ را ګرځولې ده. په دغې کښتۍ کې سپرو مهاجرو غوښتل ځانونه اروپا ته ورسوي.

https://p.dw.com/p/3K5vj
Mittelmeer vor Libyen | Hilfsorganisation Sea-Eye rettet Migranten
آرشيفانځور: picture-alliance/dpa/Fabian Heinz/Sea-eye.org

اسوشتيد پريس خبري آژانس د ليبيا ساحلي ساتونکو د يوه وياند، ايوب قاسم په حواله ليکلي چې د دغو ساتونکو له خوا راګرځول شوي مهاجر له لرګيو څخه په جوړه يوه کښتۍ کې سپاره ول او غوښتل يې د اروپا پر لور سفر وکړي. د هغه په وينا په دغې کشتۍ کې لږ تر لږه ۲۲ مهاجر سپاره ول.

قاسم ويلي دي چې دغه مهاجر چې ټول نارينه او د افريقايي هيوادونو دي، د جمعې په ورځ يې د طرابلس په شاوخوا ۱۰۵ کيلومترۍ کې راګرځولي دي.

د ليبيا د ساحلي ساتونکو د وياند په خبره دغو مهاجرو ته درمل او بشري مرستې ورکړل شوي او تر هغه وروسته په ختيځ کې د تاجورا ولسوالۍ د مهاجرو کمپ ته ليږدول شوي دي.

ليبيا له ۲۰۱۱م کال را پديخو کله چې د دغه هيواد پخوانی ديکتاتور معمر القذافي ووژل او د اوږدې مودې رژيم يې ړنګ شو، اروپا ته د تلونکو افريقايي مهاجرو له پاره پر يو مهم ترانزيتي هيواد باندې اوښتی دی.
په تيرو پنځو مياشتو کې ۵۱۹ پناه غوښتونکي په مديترانې کې مړه شوي

افريقايي مهاجر د ليبيا ساحلونو ته ځانونه رسوي او بيا له دغه ځايه د مديترانې سمندرګي له خطرناکې لارې په عادي کښتيو کې د اروپا پر لور سفرونه کوي.

ډيری وخت د دوی کښتۍ د خرابوالي يا له دې امله چې قاچاقبرانو په کې له اندازې ډير کسان سپاره کړي وي، په سمندر کې ډوبې شوې هم دي.

د مهاجرت نړيوالې ادارې په خپل يوه تازه رپوټ کې ويلي دي چې د روان ميلادي کال (۲۰۱۹) په پنځوو لومړيو مياشتو کې لږ تر لږه ۵۱۹ مهاجر په مديترانې سمندرګي کې مړه شوي دي. دغه سازمان ويلي دي چې په مديترانې سمندرګي کې ناوړه وضعيت د منلو نه دی.

ليبيايي چارواکي بيا هڅه کوي چې له دغې لارې اروپا ته د تلونکو مهاجرو مخنيوی وکړي.