1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پنځو مياشتو کې ۵۱۹ پناه غوښتونکي په مديترانې کې مړه شوي

۱۳۹۸ خرداد ۱۷, جمعه

د روان کال جنوري مياشتې له پيله راهيسي لږ تر لږه ۵۱۹ تنه مهاجر په مديترانې سمندرګې کې مړه شوي. د دغې ډلې له نيمايي څخه ډير يې د ايټاليا او مالتا تر منځ اوبو کې ډوب شوي دی.

https://p.dw.com/p/3K2nW
Symbolbild | Flüchtlinge im Mittelmeer
انځور: picture-alliance/dpa/SOS MEDITERRANEE/L. Schmid

په روان کال کې د هغو مهاجرو شمير ډير لږ شوی چې د سمندر له لارې اروپا ته د رسيدو هڅه کوي. د روان کال په لومړيو پنځو مياشتو کې ۲۱۳۰۱ تنه مهاجر د اروپايي ټولنې غړو هيوادونو ته داخل شوي دي. د تيرکال په همدې موده کې دغه شمیر څه باندې ۳۲ زره وو. دغه ارقام د مهاجرت نړيوالې ادارې یا (IOM) خپاره کړي دي.

که څه هم د روان کال په پنځو مياشتو کې په سمندر کې د ډوب شویو مهاجر شمير د تیرو کلونو په پرتله کم دی، خو بیا اروپا ته د رسیدلو مهاجرو په تناسب بیا هم دا یو لوړ عدد ښيي. د روان کال له جنوري میاشتې څخه د می مياشتې تر پايه پورې لږ تر لږه ۵۱۹ تنه مهاجرو د مديترانې سمندرګي په اوبو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی. د ۲۰۱۸م کال په ۱۲ مياشتو کې په دغه سمندرګې کې د ټولو مړو شویو مهاجرو شمير ۶۶۲ تنه وو.

د ۲۰۱۹ کال د لومړيو پنځو مياشتو په جریان کې له هر زر تنو هغو پناه غوښتونکو څخه چې د مديترانې سمندرګي له لارې يې اروپا ته سفر کوه، ۲۳ تنه يې په اوبو کې ډوب شوي دي.

د مديترانې سمندرګی تر ټولو مرګونې لار له افريقا څخه ايتاليا او مالتا پر تلونکې لار ده. که څه هم ډيری مهاجر د دغه سمندرګي پر نورو لارو سفرونه کوي، خو د مرګونو تر ټولو ډيرې پيښې په همدې مسير کې رامنځ ته شوي دي. په دې معنی چې پر دغې لارې د هرو ۱۰۰۰ تنو مهاجرو له ډلې، ۱۲۵ تنه يې په دغې سيمه کې قرباني شوي دي.

په يونان کې د تازه مهاجرو په شمير کې زیاتوالی

هغه مهاجرو چې غواړي د مديترنې سمندرګي له لارې ځانونه اروپا ته ورسوي، د هغوی له پاره د هسپانيا په پرتله يونان ډير د خوښې ځای ګڼل کیږي. تير کال په مجموع کې ۱۰۲۰۰ مهاجر يونان ته رسيدلي وو، چې يوازې په می مياشت کې يې شمير ۴۸۳ تنو ته رسيده. د رپوټونو په حواله، د روان کال له پيل څخه بیا د اپريل مياشتې تر پايه پورې، نژدې ۳۵۰۰ مهاجر د ترکيې څخه په وچه لار يونان ته رسيدلي دي. په همدې موده کې له ۷۸۷۰ څخه ډير د سمندر له لارې او څه باندې ۲۱۰۰ تنه نور د هسپانيا او مراکش تر منځ د وچو سرحدونو له لارې هسپانيا ته داخل شوي دي. د سمندر له لارې ايتاليا ته د رسيدلو مهاجرو شمير ۱۵۶۱، مالتا ته ۶۸۴ او قبرس ته ۹۸۰ تنو ته رسيږي.

د ملګرو ملتونو انديښنې

د ملګرو ملتونو سازمان په دې اړه انديښنه ښکاره کړې او ويلي یې دي چې په مديترانه سمندرګي د مهاجرو د مړينې مخ پر لوړيدونکي ارقام د منلو وړ نه دی. دا چې په دغه سمندرګي کې دې د مهاجرو د ژغورنې په موخه د اروپايي اتحاديې له خوا لا زياتې هڅې ترسره شي او يا دې د ژغورنې غيردولتي سازمانونو ته د دې اجازه ورکړل شي چې په سمندر کې خپل د ژغورنې ماموريتوتونه پيل کړي، هغه مسئله ده چې له ډير وخت راهیسې يې په اړه بحثونه کيږي.