1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ناروې د کډوالو شورا: د افغانانو جبري اخراج دې ودرول شي

۱۳۹۶ بهمن ۱۵, یکشنبه

د «ناروې د کډوالو شورا» د افغان مهاجرو د جبري اخراجونو د درولو غوښتنه کړې ده. دغې ادارې په خپل يوه تازه رپوټ کې ويلي دي چې ديپورت شوي افغان مهاجر په هيواد کې د ناامنيو له وجې بيا مهاجرتونو ته مخه کوي.

https://p.dw.com/p/2s6Hn
Afghanistan Kabul abgeschobene Asylbewerber kehren zurück Kabul
انځور: picture-alliance/dpa/M. Jawad

د «ناروې د کډوالو شورا»، (ان.آر.سي) په خپل يوه تازه رپوت کې د افغانستان امنيتي وضعيت ته کتنه کړې ده.

د مهاجرت په چارو کې د دغې نړيوالې مرستندويه ادارې د يو تازه رپوټ په حواله، افغانستان ته ديپورت کړل شوي افغان مهاجر په هيواد کې دننه د سختو جګړو او ناامنيو له وجې هڅې کوي چې بيرته له دغه هيواده څخه وتښتي.

په رپوټ کې ويل شوي دي چې په جبري توګه افغانستان ته ديپورت شوي افغان مهاجر تر ډيره  کچه يو ځل بيا د دې هڅه کوي چې بيرته مهاجر شي.

افغانستان وضعيت ښه نه دی

د «ناروې د کډوالو شورا» له اروپايي ټولنې څخه غوښتنه کړې ده چې د افغانستان امنيتي وضعيت د انديښنې وړ دی، له همدې امله بايد د افغان مهاجرو د جبري اخراجونو لړۍ ودرول شي.

په دغه رپوټ کې له مختلفو هيوادونو څخه افغانستان ته ديپورت شويو افغان مهاجرو سره مرکې هم شوي دي.

له دغو مهاجرو سره ډیری يې داسې دي چې هيواد ته تر ديپورت کيدو وروسته، يو ځل بيا تيښتو او مهاجرتونو ته اړ شوي دي. په دې ډله کې ځينې داسې کسان هم شته چې لږ تر لږه درې ځله يې مهاجرتونه کړي دي.

نه يوازې دننه په افغانستان کې، بلکه اروپا ته رسيدلي يو شمير مهاجر هم وايي که چيرته يې کوربه هيواد بيرته افغانستان ته ديپورت کوي، نو دوی بيا بيا اروپا ته راځي.

Afghanistan abgeschobene Asylbewerber kehren zurück
د حامد کرزي په نړيوال هوايي ډګر کې له آلمانه د ۲۰۱۷ کال د سپتمبر مياشتې په ۱۳مه يو اخراج شوی افغان مهاجرانځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

«که ديپورت هم شم، بیا به راځم»

د هنګري هيواد په يوه کمپ کې ميشت افغان مهاجر سبحان الله زنداني چې ځان د ننګرهار ولایت د آچین ولسوالۍ اوسيدونکی ښيي څه موده وړاندې يې له دويچه ويله سره په مرکه کې وويل چې له يوه کاله زيات وخت شو چې په دغه هيواد کې اوسيږي خو يې لا هم برخليک نه دی معلوم.

ورته مطالب:

په اخراج شویو افغان مهاجرو کې یو تن معلول مهاجر هم وو

د افغان مهاجرو د ډله ایز اخراج نهم پړاو علمي شو

له آلمان او ناروې څخه د افغان مهاجرو پر اخراج سختي نیوکي

دی وايي چې محکمه يې په نن او سبا غولوي. د زنداني په وينا چې په افغانستان کې يې د عامه نظم په پوليسو کې دنده ترسره کوله. هغه دويچه ويله ته وويل: « کله چې محکمې ته لاړ شم راته وايي بله مياشت راشه، بله مياشت راشه. دوی بلاخره سړې دې ته مجبوروی چې ځان ډيپورت کړي، خو که دوي ما شل ديرش ځلې هم ديپورت کړي، زه بيرته راځم، ولې چې زما سر ته خطر دی.»

خو د ختيځې اروپا هيوادونو په ځينو کمپونو کې په بد وضعيت کې بند پاتې شويو افغان مهاجرو کې داسې کسان هم شته چې په خپله خوښه ديپورت ته آماده دي اما پر وينا يې چې کوربه هيواد يې نه ديپورتوي او يا يې د ديپورت بهير ډير وخت نيسي.

د ناروې د کډوالو شورا په حواله، د بيځایه شويو افغان کورنيو له څلورو څخه دروو ته يې مرستې نه ورسيږي له بل لوري له هرو دوو کسانو څخه يو يې د اړتيا وړ مناسبو خوړو ته لاس رسی نه لري.

کافي خوړو ته نه لاسرسی

يوازې په تيرو دوو کلونو کې له دوو ميليونو څخه ډير افغانان مهاجر شول. د دغه رپوټ په حواله په ۲۰۱۷م  کال کې په اوسط ډول هره ورځ ۱۲۰۰ افغانان له خپل هيواده مهاجر شوي دي.

د «ناروې د کډوالو شورا» (اين.آر.سي) د رپوټ پر اساس، که څه هم ملګرو ملتونو افغانستان په جګړه کې ښکيل د يو فعال هيواد په توګه پيژندلی خو د دې سربيره په ګاونډیو او اروپايي هيوادونو کې د افغان مهاجرو ته د منلو کچه ډيره ښکته ده.

په رپوټ کې له اروپايي او منځني آسیا هيوادونو څخه غوښتنل شوي دي چې د افغانستان اوسني وضعيت ته په کتو د افغان کډوالو د جبري اخراج لړۍ ودروي.

موضوع سره په تړاو زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز رپوټ: