1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یو وار بیا افغان مهاجر کابل ته اخراج شول

۱۳۹۶ بهمن ۳, سه‌شنبه

په افغانستان کې د مخ پر خرابیدونکي امنیتي وضعیت سربیره د سه شنبې په ماښام د افغان مهاجرو لیږدونکي الوتکې د آلمان له دوسلدورف ښار څخه د کابل پر لور پرواز وکړ.

https://p.dw.com/p/2rOb4
Abschiebung von Flüchtlingen in München
انځور: picture-alliance/dpa/M. Balk

د آلمان پولیسو د رد شویو افغان شویو مهاجرو د ډله ایز اخراج د لړۍ په نهم پړاو کې خپل هیواد ته د یو شمیر افغان مهاجرو ستنول تائيد کړ.

د افغان مهاجرو لیږدونکي الوتکې نن ماښام د آلمان د دوسلدورف ښار له هوایې ډګر څخه د کابل پر لور پرواز وکړ چې تمه کیږي د چهارشنبې ورځې په سحر به کابل ته ورسیږي.

د اخراج شویو مهاجرو دقیق شمیر تر اوسه پورې اعلان شوی نه دی. خو د مهاجرو د ملاتړ سازمانونو او فعالانو په حواله د کابل پر لور په الوتکه کې د مهاجرو شمیر تر هغې ډیر لږ وو چې مخکې تر دې پلان شوې وو. ټاکل شوې وه چې ۸۰ تنه رد شوي افغان مهاجر به په دې پرواز کې کابل ته واستول شي.

د رپوټونو په حواله د ناروغۍ او اقامه دعوا په دليل یوازې ۱۷ تنه مهاجر په دې پرواز کې کابل ته استول شوي دي. مخکې تر دې د «ندای افغان» په نوم د مهاجرو سازمان شاوخوا له ۲۰۰ څخه تر ۳۰۰ پورې ګډون کونکو دغه هوایې ډګر ته نږدې اعتراضي مظاهرې وکړې.

د دوسلدورف ښار د مهاجرو د ملاتړ له سازمان «Stay» څخه اولیور اوناګرو، کابل ته د دغو افغان مهاجرو په بیرته ستنولو انتقاد وکړ. هغه وویل چې په افغانستان کې د ډیر خراب امنیتي وضعیت په دليل دا اقدام د بین المللي قوانینو خلاف عمل دی.

مخکې تر دې په آلمان کې د مهاجرو د ملاتړ نورو سازمانونو د هغو له جملې څخه «پرو ازول» د آلمان پر حکومت انتقاد کړی وو. دغه سازمان د کابل پر انټر کانټینیټل هوټل د تیري یکشنبې شپې مرګونې برید ته اشاره وکړه چې په ترڅ کې تر ۲۰ ډیر انسانان وژل شوي ول.

مخکې تر دې د ۲۰۱۶ م کال له دسمبر میاشتې راهیسې په ۸ پروازونو کې ۱۵۵ تنه افغان مهاجر کابل ته استول شوي دي.

په روان ۲۰۱۷ميلادي کال د ۲۰ ترهګریریزو بریدونو په ترڅ کې په کابل کې تر ۵۰۰ ډیر انسانان وژل شوي دي.

پر اړونده موضوع زموږ له آرشیف څځه انځوریز رپوټ: