Shaker۱۳۹۷ تیر ۳, یکشنبهپه داسې حال کې چې افغان حکومت له طالبانو سره لس ورځنی اوربند اعلان کړی دی، طالبانو پر افغان ځواکونو خپلو برېدونو ته زور ورکړی. طالبانو له یوې خوا د افغان حکومت د اوربند وړاندیز رد کړی، او له بلې خوا یې له هلمنده د سولې راغلي کاروان غوښتنو ته هم مثبت ځواب نه دی ویلی. د پوځي چارو شنونکي وایې چې یو اړخیز اوربند ښايي د افغان ځواکونو تلفات لوړ کړي.