1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له افغانستانه د ژر وتلو په اړه خبرداری

۱۳۹۷ بهمن ۱۱, پنجشنبه

ترمپ وایي چې د افغانستان د سولې په خبرو کې پرمختګ شوی، خو منتقدین یې وایي چې هغه له افغانستانه د خپلو ځواکونو ایستلو ته لاره جوړوي. هغوی زیاتوي چې د ځواکونو ژر وتل ښايي په افغانستان کې وضعیت بیا ستونزمن کړي.

https://p.dw.com/p/3CUbr
Afghanistan USA Soldaten 27.12.2013
انځور: Noorullah Shirzada/AFP/Getty Images

له طالبانو سره د سولې په خبرو کې د ترمپ ادارې د پرمختګ ادعاو، آن د ولسمشر ترمپ د متحدینو تر منځ داسې اندیښنې رامنځ ته کړي چې د افغانستان د جګړې په اړه د ترمپ بې صبري به د هغه له خوا له افغانستانه د ځواکونو په ژر ایستلو تمامه شي، چې له کبله به یې وضعیت بیرته هغه حالت ته ور وګرځي چې په پایله کې یې امریکا پر افغانستان برید کړی وو.

د سولې په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو د استازي زلمي خلیلزاد، او طالبانو تر منځ د خبرو په برخه په داسې حال کې د پرمختګ خبره کیږي چې تر دې مخکې ویل شوي ول چې سپینه ماڼۍ غواړي له افغانستانه یو شمیر ځواکونه وباسي.

د افغانستان په اړه د ترمپ وروستیو اقداماتو د یو شمیر منتقدینو انتقادونه راپارولي دي چې وایي هغه له دې هیواده د ځواکونو د ایستلو لار لټوي په داسې حال کې چې له همدې کبله یې په ۲۰۱۴م کال کې پر پخواني ولسمشر بارک اوباما باندې نیوکې کړې وې. هغه وخت اوباما هڅه کوله چې د افغانستان جګړه ختمه کړي.

د افغانستان له پاره د اوباما د دورې پخواني سفير راين کروکر وويل: «دا به يوه هڅه وي څو له افغانستانه د امريکايي عسکرو ايستلو ته يو بل رنگ ورکړل شي.»

د امريکا تر ټولو اوږده جگړه د خبرو اترو له لاري حلول د ترمپ له پاره يو مشکل انتخاب دی. هغه په څو ځلي ويلي دي چې غواړي د خپل پوځ اوږده بهرني ماموريتونه پای ته ورسوي. ترمپ په دسمبر مياشت کې په سوريه کې د داعش د ماتې اعلان وکړ او ویې ویل چې غواړي له دې هیواده خپل ۲۰۰۰ عسکر وباسي. دا خبره د هغه د بهرنۍ تگلارې د مهمو مشاورينو د انتقادونو باعث شوه.

خو د افغانستان شرائط نور هم ناوړه دي. دا داسې يو کړکيچ دی چې تر ۲۴۰۰ زياتو امريکايي عسکرو ژوند یې اخيستی او په سوونه ميليارده ډالر پرې مصرف شوي دي.

د امريکا متحدو ايالاتو د داخلي استخباراتو مشر همدا د سه شنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې افغانستان ښايي يو وار بيا د ترهگرو په پټنځای بدل شي. خو اوس آن د ترمپ له خپلو گوندي ملگرو يعني جمهوري غوښتونکو له خوا هم انديښنې څرگندې شوي دي چې د خبرو په ترڅ کې د پرمختگ خبرونه به د سيمې د باثباته کيدو ترمخه ترمپ له افغانستانه د پوځونو رايستلو ته وهڅوي او داسې يو وضعیت به رامنځته شي لکه امريکا چې یې دې شخړې ته داخله کړې وه.

USA, Washington:  Präsident Trump bei einer Midterm elections Pressekonferenz im Weißen Haus
منتقدين ترمپ له افغانستانه د ځواکونو ویستلو ته په لار جوړولو تورنويانځور: REUTERS

طالبان اوسهمال د هيواد پر کابو نيمايي برخه کنترول یا نفوذ لري او هره ورځ خونړي بريدونه کوي. خارجي کارپوهان ويره لري چې د ښځو او اقليتونو په برخه کې شوي پرمختگونه به په حکومت کې د وسله والو ( طالبانو) له شامليدو سره له خاورو سره خاورې شي.

د کانگرس په سنا مجلس کې د جمهوري غوښتونکو مشر مچ مک کونل، ترمپ ته خبرداری ورکړ چې له افغانستان څخه دې د عسکرو په رايستلو کې بيړه نه کوي. هغه وويل: «تر هغه چې موږ خپلو آرامو او امنو سواحلو ته راوگرځو لا ډېره کار په مخکې لرو.»

مچ مک کونل په خپلو خبرو کې زياته کړه: «موږ پوهيږو چې که دا جگړه نابشپړه پريږدو، نو شخړي به زموږ تر ښارونو راورسيږي.»

جيمز دوبنز، چې د پخواني ولسمشر بارک اوباما په دوره کې د افغانستان او پاکستان له پاره ځانگړی استازی وو، هم وايي: «داسې ښکاري چې ترمپ هغه تگلاره چې په ۲۰۱۷م کال کې يې د شرائطو پر بنسټ غوره کړې وه، پريښي وي.»

د سپينې ماڼۍ د مطبوعاتي دفتر مشرې ساره ساندرز، د سه شنبې په ورځ وويل چې د ترمپ د ادارې لومړيتوب دا دی چې په افغانستان کې جگړې ته د پای ټکې کيښودل شي او دغه هيواد بيا هيڅکله د ترهگرو ځاله ونه گرځي. هغې زياته کړه چې افغان چارواکي هم تمه لري چې ولسمشر ترمپ به په راتلونکي اوونۍ کې ولس ته په خپله وينا کې په دې اړه جزيات په ډاگه کړي چې د راتلونکي په هکله یې اراده څه ده.

طالب چارواکو چې د نوم نه بربنډولو په شرط یې خبري کړي هم ويلي چې امريکا او طالبانو دواړه له افغانستان څخه د امريکايي او ناټو ځواکونو پر وتلو توافق کړی. دغه طالب چارواکو زیاته کړې ده چې په بدل کې طالبانو ژمنه کړې وه، چې د افغانانو خاوره به د امريکا او نورو هيوادونو پر ضد د حملو له پاره نه کارول کيږي.

خو بل پلوه ته د افغانستان د سولې له پاره د امريکا متحدو ايالاتو ځانگړي استازي زلمي خليلزاد وويل چې «تر هغه چې پر هر څه توافق نه وي شوی پر يوه شي به هم توافق ونه شي». د هغه په خبره کې موضوعګانو کې بين الافغاني مذاکرات او يو هر اړخیز اوربند هم شامل دي.

څه موده وړاندې داسې رپوټونه ورکړل شوي ول چې پنتاگون له افغانستان څخه د خپلو نيمايي عسکرو د رايستلو پلانونه ارزوي. خو د امريکا د دفاع برحاله وزير پټ شاناهان، د سه شنبې په ورځ رسنيو ته وويل چې د افغانستان په هکله یې په پوځي تگلاره کې تغیر نه دی راغلی.

شاناهان زياته کړې ده چې د خليلزاد په مشرتوب خبرو ته بايد وخت ورکړل شي. خو اوس هیڅوک نه پوهيږي چې ترمپ به څومره وخت صبر وکړي.