1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له امریکا سره د پاکستان لوبه: د افغانستان هوایي لار

۱۳۹۶ دی ۲۹, جمعه

په وروستیو وختونو کې د اسلام آباد او واشنګتن اړیکې ډیري ترینګلي شوي دي. کارپوهان وايي چې که پاکستان پر امریکا خپله فضا بنده کړي نو اړیکې به دومره خرابه شي چې بیا رغول به یې ستونزمن وي.

https://p.dw.com/p/2r81E
Flagge Pakistan und USA
انځور: Getty Images/AFP/M. Ralston

د امریکا او پاکستان اړیکې تر دې هم خرابیدای شي. په تیرو۱۶ کلونو کې که څه هم د واشنګټن او اسلام آباد اړیکو ډیري لوړي او ژوري لرلي دي، خو هیڅکله هم هغه یو اقدام نه دی شوی، چې له کبله اړیکې بیا نه شي ښي کیدای: پاکستان تر اوسه پورې پر واشنګټن باندې افغانستان ته خپله فضا نه ده تړلې.

دا داسې یو اقدام دی چې کیدای شي د طالبانو پر ضد د امریکا متحدو ایالاتو جګړه له جدي ستونزو سره مخامخ کړي. په عین حال کې به دا د پاکستان له خوا د امریکا پر ضد جګړې په معنی وي.

که څه هم کارپوهان وایي چې پاکستان به پر امریکا باندي خپله فضا بنده نه کړي، خو دا چې اسلام آباد کولای شي چې د امریکا متحدو ایالاتو په جګړه کې دومره پریکړه کوونکی نقش ولري دا خبره په ډاګه کوي چې په داسې حال کې چې ترمپ پر پاکستان باندې پوځي مرستې بندې کړي دي خو اسلام آباد د واشنګټن پر جګړې ډیره اغیزه لرلی شي.

په پاکستان کې د امریکا متحدو ایالاتو پخوانی سفیر ریچارد اولسن، وايي: «ځینې داسې فکر کوي چې ټولې قطې زموږ په لاس کې دي، خو دا سمه نه ده. پاکستان هم د نفوذ ډیري وسیلې لري او داسې ښکاري چې تر موږ یې نفوذي امکانات پیاوړي دي.»

د افغانستان او پاکستان له پاره د ترمپ ستراتیژي په سیمه کې وضعیت ډیر حساس کړی دی. خو امریکایي دیپلومات الیس ویلس، په روانه اوونۍ کې اسلام آباد ته سفر وکړې او ټینګار یې وکړ چې دواړه اړخونه کړکیچ نه غواړي.

امریکا د پاکستان ملاتړ ته یوازې د افغانستان د جکړې په برخه کې اړتیا نه لري، بلکي له طالبانو سره د سولې په برخه کې هم د اسلام همکاري اړینه ده.

که څه هم د امریکا متحدو ایالاتو د دفاع وزیر جیمز متیس، ویلي چې هیواد یې تمه نه لري چې اسلام آباد به د ناټو اکمالاتي لاري بندي کړي، خو امریکا بیا هم د بدیلو لارو په لټه کې دی. دغه خبره یوه چارواکي هم تایید کړې ده خو پتنتاګون بیا په دې اړه نور معلومات نه ورکوي.

یوه چارواکي د نوم د نه ښوولو په شرط ویلي دي چې که پاکستان لار بنده کړي نو افغانستان ته د اکمالاتو رسول به سخت وي خو نه ناشونی. امریکا کولای شي خپل اکمالات د مرکزي اسیا له لاري وکړي.

پاکستان تر دې مخکې هم لاري بندې کړي دي. په ۲۰۱۱م کال کې کله چې د امریکا یوې بې پیلوټه الوتکې ۲۴ پاکستان سرتیري ووژل نو اسلام آباد د خپلې غوسې د ښوولو له پاره پر امریکا لار وتړله.

هغه وخت دغه پریکړي د امریکا او پاکستان اړیکې ډیري ستونزمنې کړې. له همدې کبله آن د ۲۰۱۲م کال تر نیمايي پورې ډیرې اکمالاتي کانتیرنونه د پاکستان په کراچی بندر کې بند ول. د پنتاګون یوه چارواکي ویلي دي چې لاریو او اورګاډي له لارې د اکمالاتو مصارف ۵۰ سلنه یو له بل سره توپیر لري. د هغه په خبره د هوا له لارې اکمالات بیا د لاریو په پرتله درې وارې قیمت تمامیږي.

خو د ۲۰۱۲م کال جنجال یوازې هغه وخت حل شو چې امریکا متحدو ایالاتو له پاکستان څخه بخښنه وغوښته. دې موضوع دا خبره چې پاکستان د امریکا پر ضد څومره نفوذي امکانات په لاس کې لري، روښانه کړه. دا خبره هم پټه نه ده چې د اکمالاتو د بندیدو له کبله د پاکستان خپل اقتصاد هم زیانمن شو، ځکه پاکستاني لارۍ ډیر وخت د ناټو د اکمالاتو له کبله بوختې وي.

خو د لارو بندیدو په صورت کې هم د افغانستان ماموریت دوام پیدا کړ. یو دلیل یې دا وو چې پاکستان هیڅکله هم پر امریکا باندي خپله فضا بند نه کړه. دغه فضا افغان او امریکايي ځواکونو ته د وسلو د رسولو په برخه کې ډیر اهمیت لري.

له همدې کبله که پاکستان خپله فضا پر امریکا وتړي نو دغه هیواد به د خپلو ځواکونو د اکمالولو او محافظت وړتیا و نه لري. پخواني سفیر اولسن، وایي چې له همدې کبله باید سنجیده اقدامات وکړي.

د جان هاپکینز پرمختللو نړیوالو زدکړه له انستیتوت څخه دنیل مارکي، وایي: «زما له نظره موږ کوم ریښتنی بدیل نه لرو.»

امریکا متحد ایالات له ۲۰۱۴م کال راهیسې د مرکزي اسيا هیوادونو له لارې استفاده نه کوي خو چارواکي وايي چې دا لاري بیرته فعالیدای شي. د ازبکستان، قزاقستان، تاجیکستان او قیرغستان په څیر هیوادونو څخه تر دې مخکې هم د ناټو د اکمالاتو په موخه کار اخیستل شوی. خو اوس د امریکا او روسیې تر منځ اختلافات له دې هیوادونو بیا استفاده ښايي یو څه ستونزمنه کړ.

پاکستان په اوسني وضعیت کې خپل امکانات په احتیاط سره ارزوي. په واشنګټن کې د دې هیواد سفیر اعزاز چودري، ګواښ کړی چې که وضعیت تر دې خراب شي نو پاکستان به پر خپلو ټولو امکاناتو غور وکړي.

خو داسې ښکاري چې امریکایي سیاست جوړونکي غواړي د پاکستان پر ضد اقدامات پراخ کړي. اوس پر دې خبرې روانې دي چې له پاکستان څخه د ناټو د ملکري هیواد لقب واخیستل شي او پر ځینو برخو یې له ترهګرو سره د اړیکو لرلو په تور بندیزونه وضع شی.

د زلمي خلیلزار په څیر سیاستوال خو بیا د دې له پاره لابي کوي چې پاکستان دې د ترهګرو ملاتړي هیواد په توګه درجه بندي شي.

خو یو شمیر نور سیاستوالو چې له پاکستان سره کار کړی دی اندیښنه لري چې دا هر څه د امریکا په ضرر تمامیدای شي.