1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له افغانستانه د امریکايي عسکرو وتل د ناتو ماموریت پای دی

۱۳۹۷ دی ۷, جمعه

د آلمان دوه متقاعد پوځي جنرالان وايي چې که چیرې ولسمشر ترمپ له افغانستانه د خپلو عسکرو د بشپړ وتلو پلان لري، نو د آلمان عسکر هم نه شي کولای چې په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت ته دوام ورکړي.

https://p.dw.com/p/3AiVQ
Harald Kujat
انځور: picture alliance/ZB

د آلمان پوځ د پخواني لوی درستیز، جنرال هارالد کویات په نظر له افغانستان څخه د په زرونو امریکايي عسکرو له احتمالي وتلو سره د آلمان د پوځي ماموریت د پای معنی لري.

جنرال کویات پرون پنجشنبه (۲۰۱۸م کال د جنوري ۲۷) «تاگز شپیگل» نومې آلماني رسنې ته وویل: «که چیري امریکا متحده ایالات د خپلو پوځي قطعاتو وروستی ټولگی وباسي، بیا نو د آلمان د ماموریت د دوام له پاره هم کوم دلیل نه پاتيږي.» هغه یادونه وکړه: کله چې د آلماني سرتیرو له پاره سل په سلو کې محافظت او ملاتړ تأمین نه شي، بیا نو د آلمان پوځ باید خپل ماموریت ختم کړي.

جنرال کویات وايي چې دا نور «ممکن نه دی» چې دغه ماموریت دې دوام وکړي. د آلمان دغه پخواني جنرال وویل چې د امریکايي سرتیرو له وتلو سره کومه خلاء چې رامنځ ته کیږي، هغه د ناتو نور غړي هیوادونه لکه بریتانیا ډکولای نه شي.

په اوس وخت کې آلمان په افغانستان کې د ناتو د «قاطع ملاتړ ماموریت» په چوکاټ کې کابو ۱۳۰۰ سرتیري لري چې ډیر یې په مزارشریف کې مستقر دي. تیره اونۍ ځينو امریکايي رسنیو رپوټ ورکړ چې د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ غواړي له افغانستان څخه خپل کابو نیمايي سرتیري تر راتلونکي دوبي پوري راوباسي. امریکا په افغانستان کې په ټولیزه توگه ۱۴۰۰۰ سرتیري لري.

دغه راز د المان یو بل متقاعد جنرال هم دغه خبره تصدیقوي چې د امریکايي سرتیرو له ملاتړ پرته نه د آلمان او نه هم د ناتو نور هیوادونه کولای شي چې په افغانستان کې پاته شي.

جنرال اگون رامز چې پخوا يې د ناتو په چوکاټ کې د افغانستان د ماموریت څارنه کوله، د آلمان له يوې راډیو سره په مرکه کې له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو احتمالي وتلو ته په اشارې سره وویل: «د دغو عسکرو د وتلو معنی دا ده چې امریکایان نور نه شي کولای هلته د نورو دولتونو د پوځيانو له پاره، لکه آلمان، اړیني مرستې او ملاتړ تأمین کړي.» جنرال رامز وايي: د «قاطع ملاتړ ماموریت» نور زیاتي «کومه معنی نه لري.» هغه یادونه وکړه چې حتې د امریکايي عسکرو د یوې برخې ایستل به آلماني پوځیان له یو ستونزمن وضعیت سره مخامخ کړي.

General a.D. Egon Ramms
جنرال رامز: له افغانستانه د امریکايي سرتیرو د یوې برخې وتل به آلمان له سخت وضعیت سره مخامخ کړيانځور: DW/A. Drechsel

جنرال رامز چې له ۲۰۰۷م څخه تر۲۰۱۰م کاله پورې په هالند کې د ناتو په یوه اډه کې د افغانستان د عملیاتو قومانده پر غاړه درلوده وویل: «د آلمان سیاسي مشران باید تصمیم ونیسي چې آیا د افغانستان پوځي ماموریت پر اوسني حالت ساتلی شي که نه.»

دغه آلمانی متقاعد جنرال اندیښنه لري چې ښايي وسله وال طالبان او یا هم داعش له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو د یوې برخې له وتلو څخه په خپله گټه کار واخلي او د خپل فعاليت ساحه نوره هم پراخه کړي.

که څه هم سپیني ماڼې تر اوسه پوري د امریکايي رسنیو د دغه خبر چې ښايي ولسمشر ترمپ له افغانستان څخه د خپلو سرتیرو يوه برخه راوباسي، کوم غبرگون نه دی ښکاره کړی.

د آلمان د دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو ویندویانو ویلي دي چې هغوی په دې اړه له خپلو امریکايي شریکانو سره په تماس کې دي او له هغوی څخه «وضاحت» غواړي.