1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له افغانستان سره د آلمان او نورو هېوادونو د مرستې ژمنه

۱۴۰۱ تیر ۲, پنجشنبه

په افغانستان کې زلزلې د تر زرو ډېرو انسانانو ژوند اخيستی او په سونو کورونه ويجاړ شوي دي. آلمان غواړي له دغه هېواد سره مرسته وکړي، سره له دې چې واکمني یې د طالبانو په لاس کې ده. جاپان او جنوبي کوريا هم د مرستو ژمنه کړې.

https://p.dw.com/p/4D6R3
Afghanistan Erdbeben
انځور: Ebrahim Nooroozi/AP Photo/picture alliance

د آلمان حکومت غواړي چې د افغانستان په ختیځ کې د زلزلې له کبله ځپل شويو کسانو سره مرسته وکړي پرته له دې چې طالبان یې په رسميت پيژندلي وي.

د آلمان د پراختیا په وزارت کې د پارلمان د دولت وزير نيلز آنن  د پنجشنبې په ورځ د «Deutschlandfunk» شبکې ته وويل چې بشري مرسته به سملاسي بې له دې چې سياسي وضعيت ته وکتل شي، ترسره شي.

د پارلمان د بشري مرستې او بشري حقونو په کمېټه کې د آلمان د سوسيال ديموکرات يا «اس پي ډي» ګوند استازي راينر کيلر، هم د «اي پي ډ‌ي» خبري آژانس ته ويلي دي چې د فوري مرستې له پاره مسئوليت لرونکی د بهرنيو چارو وزارت اوس بايد ډېر ژر لاس په کار شي.

يوې ډېرې زورورې زلزلې سه شنبه شپه ناوخته د افغانستان پکتيکا، خوست او پکتيا ولایتونو سخت وځپل. د هيواد په نورو برخو او همدا راز په پاکستان کې هم د دغه زلزلې ټکانونه احساس شول. د رسنيو د رپوټونو په حواله په دې ترڅ کې تر ۱۰۰۰ ډېرو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او تر ۱۵۰۰ ډېر ټپيان دي.

د آنن په حواله به د آلمان مرستې په موقتي توګه د نړيوالو غير دولتي موسسو او ملګرو ملتونو له لارې افغانستان ته ورسيږي. د هغه په خبره به دا مرسته او ملاتړ له طالبانو سره په همغږۍ ترسره شي بې له دې چې د هغوی حکومت په رسميت وپيژندل شي.

د آلمان د سوسيال ديموکرات ګوند استازي کيلر چې مخکې د سره صليب کمیټې د طبيعي پېښو سره د مبارزې ځانګړی استازی وو، ټينګار وکړ چې دا زلزله ځکه هم يو ستر ناورين دی چې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته هیڅ ديپلوماتیکي اړيکي نشته او ډېري مرستندويه ټولنې په سيمه کې موجودې نه دي.

Afghanistan Erdbeben
د خوست سپيرې ولسوالي هم زلزلې اغیزمنه کړې دهانځور: AP Photo/picture alliance

نوموړي وويل چې له همدې کبله بايد د آلمان د بهرنيو چارو وزارت اوس باید هر هغه خيريه بنسټ سره مالي مرسته وکړي چې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته لا په افغانستان کې پاته دی او اوس په اغیزناکه توګه مرسته کولی شي. په افغانستان کې دمګړۍ پر نورو سربیره د «نړۍ له لوږې سره د مرستې» سازمان فعاليت کوي.

نيلز آنن هم ټینګار وکړ چې طالبانو ته اوس هم د يوه تندلاري ډلي په سترګه کتل کيږي. نوموړي پر نورو سربیره له مېرمنو سره د طالبانو توپيري چلن ته په اشارې سره وويل چې «سړی باید له افغان حکومت سره په چلن کې ډېر زيات شکمن واوسي.» هغه وويل: «موږ داسې انګیرو چې د طالبانو په منځ کې سخت دريځه کړۍ قوي شوې ده.»

د جاپان او جنوبي کوريا له خوا د مرستو ژمنه

په دې منځ کې جنوبي کوريا اعلان کړی دی چې پلان لري په افغانستان کې د زلزلې له قربانيانو سره د يو میليون ډالرو بشري مرسته وکړي. دا خبره په پلازمېنه سيويل کې د بهرنيو چارو وزارت له خوا شوې ده.

د رويترز خبري آژانس د يوه خبر له مخې جاپان هم له افغانستان سره د مرستو پلان لري. د جاپان د کابينې مرستيال منشي سايجي کیهارا د يوې خبري غونډې پر مهال وويل چې حکومت یې له افغانستان سره «د ژر تر ژره اړينې مرستې ترسره کولو» او په سيمه کې د اړتيا پوره کولو له پاره د وضعيت په ارزونه بوخت دی.

د امريکا متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزارت بيا پرون، چهار شنبه ويلي ول چې له دوی څخه د افغانستان د طالبانو د حکومت له خوا د مرستې هیڅ غوښتنه نه ده شوی. د دغه وزارت وياند ند پرايس بيا خبريالانو ته وويل چې امريکا تمه لري چې په راتلونکو ورځو کې به بشري مرستې د طالبانو او امريکايي چارواکو ترمنځ د خبرو اترو يوه موضوع واوسي.

د رويترز خبري آژانس په حواله د امريکا د ملي امنيت مشاور جېک سوليوان ویلي دي چې ولسمشر جو بایدن پر « USAID» او نورو فدرالي ادارې غږ کړی دی چې په دې اړه ارزونه ترسره کړي چې څرنګه په افغانستان کې د زلزله ځپلو سره مرسته ترسره کيدلای شي.

جېک سوليوان وويل: «موږ ژمن يو چې د افغانانو د اړتياو د پوره کولو له پاره خپلو مرستو ته دوام ورکړو، داسې لکه موږ چې تر دې بوږنونکې پېښې تر مخه د هغوی ترڅنګ ولاړ وو.«

ب. ص/ ن. ز (Reuters, EPD )