لاسي صنایع؛ هغه محدود فرصت چې د افغان ښځو له پاره پاته دی
۱۴۰۴ بهمن ۲۹, چهارشنبه
۲۲ کلنه رحیمه علوی هغه نجلۍ چې په بامیان کې یې هڅه کړې د خیاطۍ او خامک گنډلو د یوه دوکان په پرانیستلو سره د خپل ځان او کورنۍ له پاره د معیشت منبع پیدا کړي.
هغه چې پس له ډیرو هلو ځلو یې د روان کال په جنورۍ کې دغه دوکان پرانیستی، وايی: «ډیر ویاړ کوم له دې کبله چې کولای سم له خپلې کورنۍ، مور او پلار او درو خویندو سره مرسته وکړم. زه کولای سم د خپل [ کور] کرایه ورکړم.»
علوي یوه له څه د پاسه ۵ میلیونو کسانو څخه ده چې له ۲۰۲۳ م کال وروسته له ایران او پاکستان څخه اخراج سوي دي.
اړونده موضوع: په جون مياشت کي له ایرانه ۲۳۰ زره افغانان خپل هيواد ته ستانه سوي دي
هغه په کوچنیوالي کې د مکتب ترڅنگ له خپلې کورنۍ سره د بامیان په ولایت کې په کرهڼیزو کارونو کې همکاري کوله، په ۲۰۲۱ کال کې یې ایران ته مهاجرت وکړ.
هغه وايي: «په ایران کې لا ډیر کاري فرصتونه وو او هلته ښځې او نارینه کولای سي کار وکړي.»
هغوی په ایران کې د اصفهان ښار ته نیژدې د کَرَم په ټولولو بوخت وو او په ۲۰۲۴ م کال کې خپل هیواد ته ستنیدو ته مجبوره سول.
هغه وايی: «پلار مې، زه او خویندو مې ونه سو کولای دلته کار پیدا کړو. زه ډیره مایوسه وم، ځکه په بامیان کې هیڅ کار نسته.»
د مهاجرت د نړیوال سازمان نظر پوښتنه ښيي چې له ایران او پاکستان څخه یوازې یو سلنه بیرته ستنیدونکي ښځې، د پوره وخت کار پیدا کړی دی او دوه سلنه نورې یې خپل کسب و کار لري.
علوي له میاشتو راهیسې د کاري فرصت په لټه کې وه تر هغه چې د نورو ۲۵ ښځو ترڅنگ د ملگرو ملتو د مهاجرت د سازمان په ملاتړ د خام گنډلو په یوه کورس کې وگومارل سوه.
هغه وايی: «هيلې مې را ژوندۍ سوې او په دې کورس سره زما هیلې لاپسې سترې سوې دي.»
«د ښځو له پاره کار نه پیدا کیږي»
علوي د زده کړې له دغې برنامې څخه ځیني تجهیزات لکه د خیاطۍ ماشین، ټوکران او د لمریز (سولر) نور د تولید له پاره نغدي پیسې تر لاسه کړې دي چې په داسې یوه هیواد کې چې په تکرار سره بریښنا پارچاو کیږي، اساسي وسایل بلل کیږي.
د رحیمې ښوونکې ریحانه دارابي هغه «ډیره تکړه او بااستعداده» بولي.
دارابي وايی: «هغه دومره تکړه او بااستعداده وه چې هیڅ څه یې له لاسه ورنکړل او هر څه يې په هم هغه ورځ زده کول.»
د خامک گنډلو ښوونکې، دارابي د ډسمبر په میاشت کې هغه وخت بیکاره سوه، کله چې د ملگرو ملتو د زده کړې دغه پروگرام د بسپنو د سرچینو د کمښت له امله په ټپه ودرید.
علوي د زده کړې ددغه پروگرام یوازینۍ گډون کوونکې ده چې وې کولای سول د یوې ښه ملگرې په مرسته یو کار پر لار واچوي او د خپل شاوخوا ملگرو د ویاړ سبب وگرځي.
د هغې ښوونکې وايي: "موږ واقعا خوشحاله وو." "ښځې نن ورځ نه یوازې په بامیان بلکې په ټول افغانستان کې له ډېرو ننګونو او قوانینو او مقرراتو سره مخامخې دي."
د طالبانو ادارې، د اسلامي قانون د سخت تفسیر پر بنسټ، ښځې له ډیری سوداګرۍ څخه منع کړې، خو دوی ته یې اجازه ورکړې چې په ځینو برخو کې کار وکړي، لکه لاسي صنایع.
علوي له بسپنه ورکوونکو څخه غوښتنه کوي چې د ښځو روزنیز پروګرام بیا پیل کړي: "ځکه چې دلته نور د ښځو له پاره کار نسته."
تېر کال، د ملگرو ملتو د عالي کمیشنرۍ UNHCR په پروگرامونو کې د روزل شویو شاوخوا ۲۴۰۰ کسانو اکثریت ښځې وې.
د ملگرو ملتونو ادارې په روانه میاشت کې وویل چې د ایران او پاکستان څخه راستنیدونکو بې ځایه سویو او کډوالو سره د مرستې له پاره ۲۱۶ ملیون ډالرو ته اړتیا ده، خو یوازې ۸ سلنه یې تأمین سوې ده.
د دې خبرې په پام کې نیولو سره چې د ښځو له پاره د کار فرصتونه ډیر محدود دي، علوي له گاونډیو هیوادونو څخه راستنیدونکو نورو میرمنو څخه غوښتنه کوي چې د هر هغه فرصت په لټه کې سي چې د هغوی مخې ته راځي.هغه وايي: "په کور کې مه کښېنئ."
علوي په یوه پوړنې کې الوتونکی ارغواني بوراگانې رنگ کړی دی، او وايي چې غواړي هغه په خپله پرسر کړي.